کور / تازه خبرونه / ولسمشر غني د هند د جمهوري ریاست له مرستیال سره وکتل

ولسمشر غني د هند د جمهوري ریاست له مرستیال سره وکتل

د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د هندوستان د جمهوري ریاست له مرستیال محمد حمید انصاري سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې پرون په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ د دوستانه اړیکو او همکاریو د دوام او د افغانستان له نوي حکومت سره د دغو اړیکو د لا پراختیا په باب خبرې وکړې.

د هند د جمهوري ریاست مرستیال د افغانستان د منتخب جمهور ریس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د لوړې په مراسموکې د ګډون له امله خوښي څرګنده کړه، د هند د حکومت او خلکو په استازیتوب یې د افغانستان د جمهور ریس په توګه د ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د انتخاب له امله مبارکي وویله او هغه ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

ښاغلي انصاري ډاډ څرګند کړ چې هند له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو دوام ته چمتو دی او له افغانستان سره د دغو همکاریو دوام ته نه یوازې د هند حکومت، بلکې د هند خلک هم ژمن دي.

جمهورریس احمدزي په تېرو کلونوکې له افغانستان سره د هند له مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه او د هغو پر دوام باندې یې ټینګار وکړ.

د افغانستان جمهور ریس وویل چې افغانستان له هند سره ژورې تاریخي او دوستانه اړیکې لري هر شخص چې د افغانستان د دولت واګي په لاس کې اخلي هغه به له هند سره دوستانه اړیکو ته دوام ورکوي.

په دغه کتنه کې جمهوررئیس احمدزي د هند د جمهور رئیس له مرستیال څخه وغوښتل چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د بشري پانګې په برخه کې همکاري وکړي. ده همدا راز وویل چې هند دې په هغو برخوکې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي چې افغانستان ورته ډیره اړتیا لري.

د هېواد جمهورریس د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې هندوستان دې د دې له موږ سره همکاري وکړي چې د افغانستان زراعتي محصولات د هغه هېواد بازارونو ته لاره پیدا کړي.

ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ځمکنۍ ترانزیتي لارې مهمې او ګټورې وبللې، د ایران د چاه بهار بندر له لارې د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د ترانزیتي لارې د جوړیدو د کار پر چټکتیا باندې یې ټینګار وکړ.