کور / تازه خبرونه / د افغانستان ـ امریکا، افغانستان او ناټو ترمنځ د امنیتي همکاریو تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان ـ امریکا، افغانستان او ناټو ترمنځ د امنیتي همکاریو تړونونه لاسلیک شول

د افغانستان ـ امریکا، افغانستان او ناټو ترمنځ د امنیتي همکاریو تړونونه، د افغانستان د جمهوررئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي، د هغه د مرستیالانو، د ملي وحدت د حکومت د اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او د هغه د مرستیالانو، د روحاني او جهادي شخصیتونو، حضرت صبغت الله مجددي، پیر سید احمد ګیلاني او سید منصور نادري په حضور کې لاسلیک شول.

دغه تړونونه، نن مازیګر د افغانستان له اړخه د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو لوی سفیر کننګهم او د ناټو سفیر موریکس یو خیمس په ارګ کې لاسلیک کړل.

د افغانستان جمهور رئیس ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي د دغو تړونونو له لاسلیک وروسته وویل: نن هغه ورځ ده چې افغانستان په اساسي ډول خپل ملي حاکمیت ترلاسه کوي. تر ننه پورې زموږ نړیوالو همکارانو د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا د پریکړې له مخې زموږ په هېوادکې له قوې څخه استفاده کړې ده. نن موږ په نړۍ کې د افغانستان له همکارو هېوادونو سره د افغانستان د دولت د مساوات شاهد یو.

ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي وویل چې افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه د خپلو ملي ګټو په رڼا کې د خپلو خلکو د ثبات، خیر او سوکالۍ او د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره دغه تړونونه لاسلیک کړل.

جمهور رئیس وویل چې د دغه تړون له مخې به له دې وروسته نړیوالې مرستې د افغانستان د بنسټونو د پیاوړتیا لپاره ترسره کیږي او له دې وروسته به یوازې د افغانستان د دولت د پریکړې له مخې زموږ په خاوره کې د قوې استعمال ته اجازه ورکول کیږي.

ډاکتر اشرف غني احمدزي زیاته کړه چې نړیوالې مرستې به تر ممکنه حده د افغانستان د بودجې له لارې لګول کیږي خو په دې شرط چې موږ په خپل مصرف کې بنیادي اصلاحات رامنځته کړو او هغه شفافیت راولو چې زموږ ملت یې غواړي.

د هېواد جمهور رئیس وویل چې له دې وروسته به زموږ فضا زموږ تر خپل کنټرول لاندې وي او هغه څوک چې افغانستان ته راځي د ویزې د یو قبول شوي نظام له مخې به زموږ خاورې ته داخلیږي.

ده همدا راز وویل چې نړیوال قراردادیان به زموږ د ځانګړو قوانینو له مخې خپلې کړنې ترسره کوي او نړیوال ځواکونه نه شي کولای چې زموږ جوماتونو او مقدسو اماکنو ته ننوځي. زموږ د ژوند حریم یعنې زموږ کورونه او د استوګنې سیمې به د افغانستان د اساسي قانون د احکامو له مخې محفوظې وي. له دې اړخه دا له نړۍ سره زموږ په مناسباتوکې یو ژور او بنیادي بدلون دی.

جمهور رئیس وویل چې افغانستان اوس هم د نړیوالو د پاملرنې په محور کې قرار لري ځکه چې لا اوس هم ګډ خطرونه زموږ او د نړۍ ملي ګټې ګواښي. دغه خطرونه د دې سبب شوي چې موږ د ګډو ګټو لرونکي و اوسو. ګډې ګټې او د یو مشترک نظر رامنځته کېدل د دې سبب کیږي چې د خطرونو په وړاندې په جدیت سره اقدام وکړو.

ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي ډاډ څرګند کړ چې له دغو تړونونو څخه زموږ ګاونډيانو ته هیڅ خطر متصور نه دی. د افغانستان هیڅ ګاونډی دې د دغو تړونونو له اړخه ځان په خطرکې نه ویني ځکه چې دغه تړونونه یوازې او یوازې د افغانستان د ثبات او سوکالۍ لپاره لاسلیک شوي دي.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د هغو خطرونو پر وړاندې چې د ځینو شبکو لخوا موږ او نړۍ ته متوجې دي، هیڅ ډول هستوي او کیمیاوي تجهیزاتو ځاي پرځای کولو او یا استفادې کولو ته به زموږ په خاوره کې اجازه ور نه کړل شي.

ډاکتر محمد اشرف غني احمدزي وویل چې که کله زموږ خاوره له جدي خطر سره مخامخ شي بیا موږ د دغه تړون په چوکات کې خاصه غوښتنه کولای شو او زموږ غوښتنه به د جدي او فوري پاملرنې وړ ګرځي تر څو چې دوه دولته او ناټو په ګډه په اقدام لاس پوري کړي.

همدا راز په دغو مراسمو کې د ملي وحدت د حکومت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې، وې ویل چې د دغو دوه تړونونو د لاسلیک لپاره افغانستان د امنیت او ثبات له پلوه د خپلو اړتیاوو په پام کې نیولو سره په اګاهانه ډول قدم پورته کړی دی.

ډاکتر عبدالله عبدالله څرګنده کړه چې دغه اساسي قدم به له موږ سره مرسته وکړي چې د افغانستان امنیتي بنسټونه داسې پیاوړي شي چې په راتلونکو کلونوکې په هېوادکې د امنیت او ثبات د ټینګښت مسوولیت پخپله دوی په غاړه واخلي او افغانستان له دې اړخه په خپلو پښو ودریږي.

په دغو مراسمو کې د کابینې او د ملي شورا د دواړو مجلسونو ځینو غړو هم ګډون کړی و.