کور / تازه خبرونه / تلوکان خبري پاڼه پر لیکه سوه

تلوکان خبري پاڼه پر لیکه سوه

تلوکان خبري پاڼه په ۲۰۱۲ زېږديز کال کي په کندهار کي د وتلي او تکړه خبريال اسدالله زړه سواند له لوري د يوه ويبلاګ (www.zraswand.vastblog.com ) په ډول په فعاليت پيل وکړ.

هغه مهال په کندهار کي د انلاين رسنيو کموالی د ورايه ښکارېده، ترڅو په کور دننه او دباندي کي خلک د هيواد سياسي حالاتو او تازه خبرونو خبر سي. ددغه ويبلاګ په مرسته نه يوازي د هيواد، سيمي او نړۍ خبرونه په پښتو خپرېدل، بلکي د کندهار د خلکو د ستونزو د انعکاس يوه سرچينه هم وګرځېدل او پر مهال يې زيات چارواکي خپلو مسوليتونو درک او د خلکو د ستونزو حل ته متوجه کړل.

اسدالله زړه سواند په دې برخه کي نه ودرېد، بلکي د خپلو دوو خبريالانو وړونو صديق الله افغان او نقيب الله اسحاق سره يې په ۲۰۱۴ کال کي همدغه پاڼه www.tolokan.com پر ليکه کړه.

دا پاڼه به تر خپله وسه کوښښ کوي، چي د افغانستان، سيمي او نړۍ هغه مسايل تر تاسو ورسوي، چي تاسو يې غوښتونکي ياست. تلوکان به د يوې خپلواکي او ناپېلي رسنۍ په توګه د بې پرې معلوماتو په شريکولو او څېړني کي خپلي هڅي ونه سپموي او ډاډ درکوي، چي ستاسو هري ستونزي ته به د رسنيو د قوانينو په رڼا کي انعکاس ورکړي. ددې ويبپاني د جوړولو کي د تکړه ځوان صميم اسحاقزي د مالي مرستي او د ډيزاين په برخه کي د تکړه استاد هنرمل صاحب د هڅو هم مننه کوو، چي زموږ اوږه وګرځېدل.

تلوکان خبري ويبپاڼه

www.tolokan.com

info@tolokan.com

د پاڼي مسؤل اسدالله زړه سواند: ۰۷۰۰۳۱۲۱۲۶

د خبرونو مسؤل: صديق الله افغان ۰۷۰۸۳۶۲۳۶۳

تخنيکي چاري :نقيب الله اسحاق ۰۷۰۰۳۴۳۶۱۲