کور / تازه خبرونه / سرتاج عزيز :پاکستان به له اشرف غني سره ښې اړیکې ولري

سرتاج عزيز :پاکستان به له اشرف غني سره ښې اړیکې ولري

اسلام اباد: دازادۍ راډيو د خبرله مخې پاکستان هیله لري چې د افغانستان له نوي ولسمشر، اشرف غني، سره به ښې اړيکې ولري.د پاکستان د صدراعظم د امنيت او بهرنيو چارو د سلاکارسرتاج عزيز په وينا، د پاکستان او افغانستان خپلمنځي اړيکې د افغانستان د پخواني ولسمشرحامدکرزي د حکومت په اخري مياشتو کې خرابې شوې.پاکستان وايي، هيله من دی، په افغانستان کې به له نوي حکومت سره د افغانستان او پاکستان مخ پرځوړ اړيکې بيرته سمې شي.د پاکستان د صدراعظم نوازشريف د امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وال سټريټ ژورنال ته ويلي:″موږله حامدکرزي سره ښې خبرې کولې او له افغانستان سره مو د سوداګرۍ، د سرکونو، د برق او د رېل د خطونو د جوړولو په اړه پر مخ تللې اړيکې درلودې.خو د کال په منځ کې زموږ اړيکې مخ پرسړېدو شوې. موږ هيڅ پوه نه شوو چې ولې.″افغان چارواکو په ډاګه پرپاکستان، په ځانګړې توګه د دې هېواد پر استخباراتي ادارې، ISI، تور لګولی دی چې افغان طالبان استخداموي او افغانستان ته يې ليږي چې د کابل حکومت پرضد جګړه وکړي. دوی دا هم وايي چې؛ د پاکستان له خوا د افغانستان خاورې ته په زرګونو راکټونه ويشتل کېږي.وال سټريټ ژورنال د سرتاج عزيزله خولې وايي، داسې کارونه هيڅ منطق نه لري ځکه چې که افغان طالبان په افغانستان کې واک ترلاسه کړي، دا زموږ د امنيت لپاره ښه خبره نه ده.د ده په وينا، ISI له ۱۹۸۰يمې لسيزې راپه دې خوا له طالبانو سره هيڅ اړيکې نه لري.سرتاج عزيزوال سټريټ ژورنال ته دا هم ويلي چې، پاکستان پرېکړه کړې ده چې د افغانستان په کورنيو چاروکې به هيڅ لاسوهنه ونه کړي او د هيڅ ډلې، لکه د طالبانو، ملاتړ به ونه کړي.ښاغلی عزيز وايي، دا د افغانستان مسئوليت دی چې په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو مخه ونيسي، چې پر پاکستانۍ خاوره له هغه ځايه بريدونه کوي.ده ومنله، کله چې داسې پيښې رامنځته شوي دي، پاکستان د افغانستان خاوره ويشتلې ده.افغانستان وايي، پاکستان افغان طالبانوته په خپله خاوره کې خوندي ځايونه ورکوي. ښاغلي عزيز دا ادعا رد کړه او وې ويل:″موږ به خپله خاوره ستاسې د خاورې پرضد کارېدو ته پرې نږدو.″سرتاج عزيز له وال سټريټ ژورنال سره په خبرو کې وويل، دی هيله لري چې د ولسمشراشرف غني احمدزي حکومت به د حامدکرزي له حکومت سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې د ښه سمبالښت لپاره لاسليک شوی موافقه ليک پلی کړي.