کور / تازه خبرونه / په بلوچستان ايالت کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل سو

په بلوچستان ايالت کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل سو

د کوټې په شمول بلوچستان ايالت په نورو برخو کې هم د پوليو يا ګوزڼ ضد د واکيسناسيون درې ورځنی کمپاين پيل سو.
د روغتيا د نړيوال سازمان ډبليو اېچ او او د ماشومانو د نړيوال صندوق يونيسيف په مرسته د واکسين ورکولو ياد کمپاين به د اکتوبر مياشتې تر لومړۍ نېټې پوري دوام وکړي. د کمپاين په ترڅ کې به د ايالت يو نيم ميليون ماشومانو ته چې عمرونه يې تر پنځو کلونو پوري وي د ګوزڼ د ناروغي د مخنيوي لپاره څاڅکي ورکول کېږي.

د ايالت د روغتيا وزارت چارواکي وايي، د کمپاين په ترڅ کې به په زرګونه ګرځنده ټيمونه کور پر کور ګرځي او ماشومانو ته به د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکوي. چارواکي زياتوي، کومې ميندې او پلرونه چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي لپاره څاڅکي نه ورکوي، ارومرو په ياده ناروغۍ اخته کېږي.
د واکسيناسيون مسوولين له ديني عالمانو او قبايلي مشرانو غوښتنه کوي چې د ګوزن په ضد د مبارزې په کمپاين کې له ګرځنده ټيمونو سره همکاري او مرسته وکړي، څو دغه ناروغي په بشپړه توګه له منځه يوړل سي. او ميندې او پلرونه بايد خپلو ماشومانو د پوليو ضد څاڅکي او وټامن اې ورکړي.
سږ کال په پاکستان کې د ګوزڼ يوسل اويا مثبتې پېښي ثبت سوې دي. د بلوچستان ايالت په کوټه، پښين او کلاعبدالله سيمو کې په پنځو ماشومانو کې د ګوزڼ وايروس کشف سوی دی. يادې سيمې په رېډزون کې شاملې دي.

www.facebook.com/rafiullah.mandokhail