کور / سياسي / انګک، بنګک او کُلوله سنګک

انګک، بنګک او کُلوله سنګک

وو نه وو، په پخوا زمانو کې دري ملګري وو. د یوه نوم انګک وو بل بنګک وو او بل کُلوله سنګک.

کُلوله سنګک د انګک او بنګک نه لږ څه هوښیار بریښېده، خو په هوښیارې کې ئې د لیونیانو کارونه کول. دوي به خپل ورځنې ژوند د نورو نه په غنیمت کې نیول شوې دنیا باندي تیراوه. خو پر دي ئې هم قناعت نه وو حاصل شوي او تل به ئې ځان د ولس پاچا باله.

کلیوال د دي دری ملګرو او د هغو غورمالانو نه په تنګ راغلې وو. ځکه د دوی سره د ولس او ملت غم نه وو، هره ورځ به ئې خپل سرې کارونه کول او ځان به ئې د ولس ټیکدار باله.

یوه ورځ کلیوالو فیصله وکړه، چې په کلۍ کې ټاکنې تر سره کړي تر څو مالومه شې، کُلوله سنګک په ریښتیا هم د کلیوالو د تائېد وړ کس دي که هسې ځان د ولس پاچا ګڼې.

ټولو ومنله او په همغه ورځ ئې اعلان وکړ، که هر څوک ځان د ولس پاچا ګڼې میدان ته دی را ودانګې.

کُلوله سنګک ټول ولس د خپلو غوره مالانو د تاثیر لاندی راوستلې وو، او هیځ چا د هغو په مقابل کې د دریدلو لپاره زړه نه ښه کاوه.

کُلوله سنګک چې د ولس له هوډه خبر شو نو په ډاډه زړه ئې انګک او بنګک ته وویل؛ زړه مه وهې راځې، زه به ځان پاچاهې ته ونوموم او تاسې دواړه به زما معاوننین شې، هسې هم میدان خو مونږ ته شغالې دي، څوک زمونږه پر وړاندي نشې دریدلې او مونږ ګټونکې یو. بس هسئ به د وړو پوزه کیږدو چې زه د ولس ټاکل شوي پاچا یم او بیا چې هر څه مو خوښ وي هغه به کوو.

انګک او بنګک چې د کُلوله سنګک خبرو ته ځیر شو نو په زړه ئې خبره خوږه ولږیده او منخته ئې وکړه.

ولس نارامه وو او داسې څوک ئې نه تر سترګو کیده چې د بنګکیانو د ډلې مخې ته ودریږي. یو ناڅاپه یوه پوه بابا چې کالونه، کالونه ئې د بګکیانو کړنې په ځیر سره څارلې وي په ولس غږ کړ؛
زه به ستاسو په ملاتړ د بنګکیانو پر وړاندي ودریږم او ستاسو د حق غوښتونکې به شم، په دي شرط چې ټول به په یوالې دریږي، تر څو بریأ ته ورسیږو. بریأ به هم زما بریأ نه وي، بلکې ستاسو بریأ به وي او له ما نه به د هري کړنې ځواب غواړي. ولس چې د بابا خبري واوریدلې نو بابا ته ئې د زمری نوم په همغه ورځ ډالې کړ.

کُلوله سنګک چې خبره شو، نو په خندا ئې خپلو غورمالانو ته مخ کړ؛
هغه بې وسه بابا زمونږ پر وړاندي د مقابلې توان نلري، ټولې توپې او ټانکې له ما سره دي زړه مه وهې، سر له اوسه زه پاچا یم، او تاسې ټول کلې په کلې زما انځورونه ټک وهې او زما د بریأ غږ پورته کړي، تر څو ولس وډار شې او زما په پلو شې.

په رښتیأ هم چې د بنګکیانو ډله په شتمنیو، توپونو او وسلو ښه سمباله وه. خو د دوه څیزونو کمښت ورسره وو، چې یو ئې پوهه وه او بل د ولس ملاتړ.

د زمري بابا ټینګ عزم او پاک نیت ولس د بنګکیانو پر وړاندي را وپاراوه. او ټول ولس په یوه غږ د زمري بابا ملاتړ اعلان کړ.

ځنو زور واکانو چې د ولس حقونه ئې خوړلې وو، زمري بابا ته جرګه شول او هغه ته ئې وویل که تیر په هیر کړي نو ملاتړ به یې وکړي، خو زمري بابا واک ولس ته سپارلې وو او د ولس غوښتنه د تېرو غاصیبینو او حق خوړنکو سره حساب کول وو، چې په ښکاره ډول زمري بابا د ولس د غوښتنو پر اساس هغو غلو او غاصیبینو ته د نه ځواب ورکړ کومو چې د یوځای کیدلو لپاره امتیازات غوښتل.

خو برعکس د بنګکیانو دروازی د هر ډول غلو، غاصیبینو او لوټمارانو لپاره خلاصې وي. او هر هغه چا به چې د زمري بابا د انصاف په تله کې ځان پړ ګاڼه د بنګکیانو د ډلې سره به یوځاي شول.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون جوړ شو او د همدي کمیسیون لخوا دوه سیالې ډلې رسمأ اعلانې شوي.

لومړنې ډله د کُلوسنګک په مشري چې انګک او بنګک ئې مرستیالان وو رسمأ اعلان شوه. او دي ډلې خپل ټاکنیز کمپاین نوم د بنګکیانو د ډله په نوم ونوموله.

سیاله ډله د زمري بابا په مشرې جوړه شوه. زمري بابا یو بل قومې مخور چې پړانګ نومېده خپل لومړي مرستیال وټاکه او دوهم مرستیال يې هم د ولس یو بل هوښیار مشر باز وټاکه. دوي هم خپله ټاکنیزه ډله د زمریانو ډله ونوموله.

ټاکنې تر سره شوي او ولس په غوځ اکثریت سره زمري بابا ته خپلې رایې ورکړي.

کله چې بنګکیان خبر شول، چې ټاکڼې د دوي د تمې په خلاف د مقابلې لورۍ په ګټه سرته رسېدلې دي، نو تل په شان ئې ځانته د ځاي موندلو لپاره لاس په ټګې او برګې پورې کړ. خپل غوره مالان ئې سرکونو ته را وویستل او د نه منلو غږونه ئې پورته کړ.

برعکس زمري بابا د لوړي ارادي څښتن وو او تل ئې د ولس خیر غوښته د صبر او حوصلې نه ئې کار واخیست. خو بنګکیانو دومره شور او غوغا جوړ کړه چې د چم او ګاوڼ ټول خلک ئې هم پر ځان راخبر کړل.

کومو ګاوڼداینو چې د ولس خیر غوښته نو د زمريانو د ډلې او د بنګکیانو د ډلې تر منځ جرګه شول. او ځنو خو د خپلو اغراضو لپاره اور ته لمنه وهله.

اوضاع ورځ تر بلې ګډه وډه کېدله. خو دا ځل ولس د یوه داسې سپین ږیري د هیلو لمن نیولې وه، چې هغه پر ولس مئېن، د ولس له درده باخبره او د ولس د سوکالې لپاره په ټینګه اراده، کلک عزم او د ولس پر باور ئې میدان ته را دنګلې وو. دغه ستر مشر تل د وطن د خیر او ښیګڼې لپاره هلې، ځلې کړي وي او د بل هر چا نه پر دی ښه پوهیده چې د داسې خود غرضو اشخاصو سره څه ډول چلند وکړي.

مودي تېري شوي او د بنګکیانو اخ او ډب لا روان وو. او د هیواد له هر کونجه به ئې غورکې او پشکې کول. خو زمري بابا خوله پټه ساتلې وه. ولس هم چې نور د دعوؤ او لانجؤ نه ستړي شوي وو نور ئې د بنګکیانو ناندرو ته او د هغوي څو خود غرضو ملګرو ډولونو ته لاسونه نه پړکول. او دا د دي لامل شو چې بنګکیانو دم وخیژي او خپله ماتې ومنې.

زمري بابا د یو نوي ستر لارښود، مشر او د هیواد رهبر وټاکل شو. او هغه د خپل ترحم له مخې انګک، بنګک، کُلوله سنګک او د هغه پلویانو ته خپله غیږ پرانیسته او هغوي ئې د هیواد بچې وبلل.

انګک، بنګک، کُلوله سنګک او د هغوي غوره مالانو چې د زمري بابا اخلاص، پوهه، مینه ترحم د ولس او هیواد سره ولېدله نو د همغې ورځې نه ئې خپل ځانونه د هغه په خدمت کې وقف کړه، او د زمري بابا هري خبرۍ ته لبیک وایه.

اوس مهال د کُلوله سنګک په مشري انګک، بنګک او د هغوي ځنې غوره مالان د زمري بابا د فلسفې په لومړې ټولګې کې د انسانیت، اخلاق، وطندوستې او ترحم درس وایې.