کور / تازه خبرونه / د ولسمشر اشرف غني دوهم نمبر فرمان

د ولسمشر اشرف غني دوهم نمبر فرمان

د افغانستان د اساسي قانون د پنځوسمې مادې او د جمهوري ریاست لپاره د ټاکنو په دوهم پړاو کې د مخکښو نوماندانو د ګډې اعلامیې د دوهمې مادې او ضمیمي په رڼا کې او د ملي یووالې حکومت د جوړیدو پرسر د مخکښو نوماندانو د هوکړه لیک د شپږمې مادې د دوهمې برخې پر اساس د افغانستان د اساسي قانون تر تعدیل او د اجرایي صدر اعظم د پست تر جوړیدو پورې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت په دولتي تشکیلاتو کې، د اجرایي صدر اعظم وظایفو سره، د حکومت د اجرایي ریاست مقام جوړیدل منظور دي.
د 1393 لمریز کال د وږی میاشتې د دیرشمې نېټې د هوکړه لیک پر بنسټ د حکومت د اجرايي ریاست دندې او صلاحیتونو، د پورته ذکر شوي هوکړه لیک په شپږمې مادې کې تصریح شوي دي، چې دغه فرمان سره ضمیمه دي.
د ملي یووالې حکومت د جوړیدو پرسر د مخکښو نوماندانو د هوکړه لیک سره سم، د حکومت د اجرایي ریاست مقام لپاره مالي او اداري صلاحیتونه، تشکیل او د دغه مقام لپاره ځانګړیو تشریفاتو په اړوند به د دوو اونیو په ترڅ کې بیل فرمانونه صادر شي.

ډاکتر محمد اشرف غنی احمدزی
د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس