کور / تازه خبرونه / حامدکرزي له شهزاده کریم آغاخان سره وکتل

حامدکرزي له شهزاده کریم آغاخان سره وکتل

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامدکرزي د نړۍ د اسماعیلیه فرقې له مشر والاحضرت شهزاده کریم آغاخان سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، شهزاده کریم آغاخان د افغانستان په بیا رغونه او پرمختګ کې د حامدکرزي رول ارزښتناک وباله او ډاډ یې څرګند کړ چې دی به د افغانستان د خلکو د دوست په توګه له دغه هېواد سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

حامدکرزي په تېرو دیارلسو کلونو کې له افغانستان سره د شهزاده کریم آغاخان د خیریه موسسو د مرستو او همکاریو له امله مننه وکړه او د دغو مرستو پر دوام باندې یې ټینګار وکړ.