کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / « مړه شوه د خره لور»

« مړه شوه د خره لور»

د شپږم ټولګي شاګرد نعمت الله خان ته خپلو ټولګيوالو د پُښپُښک خطاب کاوه. ولي چي هغه به هميشه د ماشومانو لپاره د تلويزيوني ډرامې «عينک والا جن» پېښې کولې: « پُښپُښک… دم جادو دم دم… پُښپُښک…»

پُښپُښک چي په درسونو کي يې ستونزي درلودې، ځيني وختونه به د ښوونځي څخه هم تښتېدی او سېنماؤ ته به تلی. بيا به يې خپلو تولګي والو ته چي زياترو يې په ژوند سېنما د دننه نه وه ليدلې، د ليدلو فلمونو نکلونه کول.

يو وخت پُښپُښک خپل تکيه کلام بدل کړ او هر وخت به يې ويل : «مړه شوه د خره لور.»

کوم ټولګيوال ورڅخه پوښتنه وکړه: « هلکه دا دي چيري زده کړه.»

پُښپُښک ورته وويل: « دا مي په پښتو فلم کي واورېده. بدمعاشانو يوه ډمه رقصوله. دومره زياته يې ورقصوله دومره زياته يې ورقصوله چي بې هوښه سوه. بیا ورباندي بدمعاشان راټول سول او لاسونه يې ور واچول… تر څو يو بدمعاش نعرې کړې: مړه شوه د خره لور.»

په افغانستان کي د ډيموکراسۍ تيري لسيزي او په زياته د ولسمشرۍ د ټاکنو شرمونکو ډرامو راته خپل ټولګيوال پُښپُښک را په ياد کړ. اوس تماس ورسره نه لرم خو ډاډه يم چي د افغانستان د ډيموکراسۍ په هکله به وايي : « مړه شوه د خره لور.»

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ http://www.ahmadwali.achakzai.com/ څخه په مننه