کور / سياسي / ” خو؛ زموږ حکومت د امریکا په سفارت کی جوړیږی”

” خو؛ زموږ حکومت د امریکا په سفارت کی جوړیږی”

بیټ نیکه او جیو پولیټیک

له بیټ نیکه څخه خوشال بابا ته ،
بیټ نيكه خو دوګړو دعا کوله نه د سړو خو له خوشال خانه می ګیله داده چی دده د دستار سړی هم لیدای نه شی !

که تاسو د هندوستان نیمي قارې ته له فضا و ګوری نو له ډبرو جوړه یوه خورا غټه کاسه به ووینی چی کښتنی برخه یې په اوبو کي ډوبه سوې ده . دغه کاسه یوازی یوه خرابي لري او هغه دا چي په لوېدیځه برخه کی يې یو خوروکی اوښتی دی چي موږ او تاسو یې د خیبر دره بولو چي له ادمه تر دې دمه هندوستان ته د ننوتلو یوازنی دروازه وه . دا د جغرافیې همدغه لوبه یا تصادف دی چي د پېړیو په پوړیو کی يې زموږ د اولس سرنوشت ټاکلی دی او دا ځکه چی هر اروپایي او یا اسیایي قدرت چی د هندوستان د افسانوی طلایي دخایرو د لوټ په فکر کی وو له همدغي لاری تېرېدل .
که د هیواد شمال ته او هغي ستري نامریي دروازې ته و ګورو چي د امو پر سیند مرکزي اسیا ته د ننوتلو یوازنی لار ده نو د هیواد ختیځ ته ورته یو حالت به په مخالف جهت کی لرو . مرکزی اسیا د روسیې ، چین امریکا او اروپا د ستراتیژیکو ګټو مشترکه ساحه ده او ددغي سیمي هیوادونه هم د سطرنج د مړو مهرو پر ځای ددغي لوبي د لوبغاړو حیثیت موندلی دی . د ۱۹ پیړی د ستري لوبی د نوی پیل سره سره دغو هیوادونو اوس د انرژی ، اوبو او مخدره موادو په جیوپولټیکی قدر پوه سوی او تر منځ یې ښه په خرپ سیالي پیل سوې ده . دا طبعآ مشکله خبره ده چی ووایو چی دغه هیوادونه به ددغو امکاناتو څخه د قانون د حاکمیت ، ابادی او عدالت کار واخلی او که به د انګلیس د ورانوونکو ستراتیژیو ښکار سی اوهیوادونه به یې په فساد ، داخلی جګړو ، انتنیکی شخړو او مخدره مواد د استعمال قربانی سي .
له افغانستانه به د ناټو او امریکایي عسکرو تر ظاهري و تنی وروسته ، به له امو څخه بیا د کسپین تر بحیرې هیوادونو که به څه پیښ سي ؟ زه فکر کوم چی تر ټولو مهمه خبره به په سیمه کي د اوبو ګورننس او انرژی ګورننس وي د اوبو د فدرتونو یانی افغانستان ، تاجکستان او قرغیزستان تر منځ له یوې خوا او د تیلو او ګاز قدرتو یانی افغانستان ، ترکمنستان ، قزاقستان او ازبکستان تر منځ له بل لوري .
تر دوهمي نړیوالي جګړې وروسته هم ځینی اروپایي هیوادونه د فولادو او ډبرو سکرو پر بنا د مونټان یونین جوړ کړ چی خیر او ګټه یې ټولو غړو هیوادونو ته ورسیده ، د دغي سیمي حکومتونه هم د اوبو او انرژی پر بنا دغسي یو اتحادیه جوړولای سي چی ګټه به یې ټولو ته ورسیږی .
افغانستان لکه پورته چي مو وویل هم د هندوستان نیمي قارې او هم مرکزي اسیا ته د ننوتلو یوازنی دروازه ده نو ځکه موږ وایو چی زموږ هیواد د سارک او ایکو تر منځ د پله حیثیت لری . دا چي موږ د نړۍ د ستر تولید کوونکی یانی چین او غټ مصرف کوونکی یانی اماراتو تر منځ د اتصال کړی یو او د نړۍ د انرژی درو ډیرو وږو برخو یانی د اسیا جنوب شرق ، اروپا او چین ته د نل لیکی له لاری خپل ګاز صادرولای سو او په عین وخت کی خپلی تقریبآ ۹۶ میلیارډه مکعب متره اوبه د یوې ستراتیژیکی الې په توګه استعمالولای سو که زموږ نوري ستراتیژیکی زیرمی په نظر کی و نه نیسو نو به ښایی پوه سوي یاست چي زه د څه په باره کی خبري کوم خو ما بل ځای د هغه په باب څه لیکلي دي او دلته یې نه تکراروم .
خو …
زموږ حکومت د امریکا په سفارت کی جوړیږی ،
WTO لاسیلیک کیږی ،
او BSA راباندي تحمیلیږی !
غلامي مو مبارک سه وګړو ! د د ستار سړي مو کوم دی ؟
نوټ:
هیله ده چی بیا کوم طالب مالب او یا ایخوان میخوان را پیدا نه سی او ماته په ۸۵ حدیثه او ۳۱۴ ایته ثابت نه کړی چی د پردیو غلامی سوچه اسلام دی !