کور / روغتيا / خپل ځیګر او تریخې ومینځې

خپل ځیګر او تریخې ومینځې

کیدالۍ شې، چې د ځیګر او تریخې مینځلو د طریقې په هکله مو نه وي اوریدلې. دا یوه ساده، اسانه او بې خطره طریقه ده چې تاسو ته د ځیګر او تریخې د سلامتیأ ډاډ درکوې.

لازمه مواد:

چکوتره، د زیتونو غوړي او د ايپسون مالګه

۱- دوه دانې چکوترۍ( ګریپ فروټ) که دا نه پیدا کیږې نو پر ځاي ئې د لیمو څخه هم کار اخیستلې شي.

۲- نیم ګیلاس د زیتونو سوچه غوړې

۳- د ایپسون مالګه ( د ایپسون مالګه چې مګنیزم سلفیټ مالګې په نامه هم بلل کیږي. او کیمیاوې فرمول ئې MgSO4 دي)

د ایپسون مالګه

د ځیګر او تریخې د مینځلو شرطونه:

لدي مخکې چې دا عمل تر سره کړي، باید لاندینو ټکو ته پاملرنه وکړي:

* کوم داسي مرض ونلري چې بدن مو د مګنیزیم سلفیټ مالګې سره حساسیت ولري. او یا داسې درمل خورۍ چې د مګنیزیم سلفیټ له مالګې سره په تضاد کې وي.

* که د پښتورګو تکلیف لری نو له ډاکټر سره په مشوري او یا کوم کورنۍ ډاکټر تر څارنې لاندی دا عمل تر سره کړي.

* وکولائې شې چې د عمل په ورځ خپله ورځنې درمل د یوي ورځې لپاره ونخورې.

* باید سل په سلو کې د دي عمل تر سره کولو لپاره چمتو اوسې او په کلکه دا عمل هو به هو لکه څنګه چې لیکل شوي عملي کړي.

د ځیګر او تریخې د مینځلو لپاره چمتووالې:

کله چې د ځیګر او دتریخې د مینځلو او یا جلابو ته مو نیت پوخ شو، نو د عمل د اجرا کولو لپاره ورځ وټاکې.

که دلته مونږ فرض وګڼو چې، د عمل ورځ مو د پنج شنبې ماښام وټاکله، تر څو په سهار چې د جمعي ورځ ده، دمه وکړي. او یا که بله ورځ ټاکې د همدي پلان له مخې په لاندي ټکو عمل وکړي.

۱- د دوشنبې له ورځې نه، تر پنج شنبې ورځې دوه بجو پوري کم غوړه خواړه وخورۍ. او هڅه وکړي چې سبزی جات وخورۍ. دا ضروره نده خو د جلابو سره مو مرسته کوي تر څو د بدن د غوړو اندازه مو مناسبه شي. او د عمل په ورځ ښه نتیجه تر لاسه کړي.

۲- هڅه وکړی د دوشنبې څخه نیولۍ تر پنج شنبې د ورځې دوه بجو پورې د مڼې جوس په هر دوه یا دری ساعتونو کې یو ګیلاس وڅکې. که وس مو نه رسیږی کومه ضرور خبره نده، خو ګټه لري. ځکه د مڼې اوبه ستاسې ځیګر او تورې د عمل لپاره چمتو کوي.

د ځیګر او تریخې د مینځلو یا جلابو د عمل اجرأ کول:

ستاسو د پنج شنبې ورځې سهارنې چای باید بې غوړو وي او د دولس بجو د غرمې ډوډۍ مو هم بې غوړو وي. او د همدي ورځې دوه بجو څخه وروسته باید هیڅ ډول خواړه ونخورې. تر څو وروسته درته زړه بدوالې پیدا نشې. دا ډیره ضروره ده، که څه هم له اوبو څخه استفاده کولاې شې. خو د اړتیأ تر حده نه په مړه خیټه.

د همدي ورځې (پنج شنبې) په دوه بجو به یوه بوتل ته دري ګیلاس اوبه چې ۷۵۰ میلې لیتره اوبه کیږي واچوي. ورپسې به د ډوډي د خوراک کاچوغې په اندازه څلور کاچوغې د ایپسون مالګه یا د مګنیزیم سلفیټ مالګه ورواچوي. او بوتل ښه وخوروي تر څو د ایپسون مالګه په اوبو کې منحل شې. وروسته بوتل په یخچال کې کیږدي. که څه هم په یخچال کې ایښودل لازمې ندی، خو د څښلو لپاره ئې خوند ښه کیږي.

د دوه بجو څخه وروسته باید استراحت وکړي.

د همدغې ورځې (پنج شنبې) د ماښام په شپږو بجو (۶) د یخچال څخه د ایپسون مالګې اوبه چې په بوتل کې مو منحلې کړي، په څلورو ګیلاسونو کې په مساویانه ډول وویشې. بیا د همدي ګیلاسونو څخه یو ګیلاس اوبه وڅښې او دری نور ګیلاسونه یا بیرته په یخچال کې کیږدي او یا ئې هم بهر سرپټې کیږدی.

خپل د استراحت ځای ته بیرته لاړ شې او څملې. لکه څنګه چې مخکې وویل شول دا دوه ورځې ( د پنج شنبې ورځ او د جمعې ورځ) به په مکمل ډول استراحت کوي.

د شپې په اتو بجو (۸) یو بل ګیلاس د ایپسون مالګې اوبه چې مخکې له مخکې مو تیار کړي وڅښې. او بیرته ژر خپل بستر ته ولاړ شې او څملې.

که په ورته وخت کې مو تشناب ته اړتیأ پیدا شوه تشناب ته ولاړ شې خو بیرته په بیړه ځان خپل بستر ته ورسوې.

د یادونې وړ ده که غواړي چې وګوري دا عمل او یا جلاب نتیجه ورکړي او که نه نو لازمه ده چې یو متر جالې هر ځل تشناب ته د تللو پر مهال د کمود پر سر همواره کړي تر څو هر هغه څه چې تاسو غواړي د دي عمل په کولو سره له خپله ځیګره او تریخې لری کړی ووینې.

د شپې په نهو بجو او پینځه څلویښتو دقیقو (۹:۴۵) د چکوترې یا د تازه لیمو څخه نیم ګیلاس سوچه اوبه وباسې او د نیم ګیلاس زیتونو سوچه غوړو سره ئې په یوه داسې بوتل کې واچوي چې سرپوخ ولرې او ښې ئې وښوروې چې دواړه سره ګډ شې.

دا خبره ډیره ضروری ده چې د لسو بجو څخه مخکې ژر تشناب ته ولاړ شې تر څو لسو بجو ته د خوب لپاره چمتو اووسې. او دشپې لسو بجو (۱۰) ته باید تاسو د چکوتری یا لیمو اوبو او د زیتونو غوړی چې په بوتل کې ګډ کړي وڅکې او سمدستې پرته له کومه ځڼډه خپل بستر ته لاړ شې، په ښې اړخ څملې او د خپلې ښې پخې زنګون د ځنې یا مخ خواته پورته تر شلو دقیقو پوري ونیسې. او همداشان ویده شې.

د سهار په شپږو بجو (۶) باید له خوبه راپاځې او یو بل ګیلاس د ایپسون مالګې اوبه وڅکې او بیرته په بیړه څملې. ښه به دا وي چې د موبائېل او یا ساعت زنګ مو کوک کړي وي تر څو په وخت راپاڅې. په ورته وخت کې که تشناب ته مو اړتیا پیدا شوه بې له ځنډه ولاړ شې خو چې جالې مو له یاده ونه وځې چې د کمود له پاسه ئې خوره کړي، تر څو درته څرګنده شې څومره اضافه او غیر ضروره مواد مو له ځیګره او ترخې پاک کړي. دا اضافه مواد د باغکو او یا مټرو په څیر لوۍ او واړه شنه شیان دی.

دا د باغکو په څیر اضافه مواد دي، چې ستاسو د ځیګر او تريخې پر شأ او خوا راټول دي.

په اتو بجو (۸) بیا وروستې ګیلاس د ایپسون مالګې اوبه وڅښې او سمدلاسه بیرته څملې.

د همدی ورځې په لسو بجو (۱۰) چې د جمعې ورځ کیږي، خپل خوراک بیرته له نرمې غذا څخه لکه شوله او یا سوپ شروع کړي. خو باید خپل استراحت ته تر شنبې سهاره پورې ادامه ورکړې.

ستاسو عمل یا جلاب همدلته پای ته رسیږې. او تر اوسه به مو شمیر نیولې وي چې د ځیګر او تریخې نه مو څومره اضافه مواد لري کړي دي.

په لنډ ډول د عمل د اجرا یادونه:

* د عمل ورځ جمعه وټاکې
* له دوشنبې ورځې نه تر پنج شنبې غرمې دوه بجو (۲) پوري د کمو غوړې خوراک وکړي

* د پنج شنبې ورځې په دوه بجو (۲) د ډوډۍ نه پرهیز او ډوډۍ د خوراک څلور کاچوغې د ایپسون مالګه په درې ګیلاسه اوبو کې یا ۷۵۰ میلې لیتره اوبو کې واچوې او ګډ ئې کړي.

***** (۶ بجې) شپږ بجې د اپسون مالګې اوبه په مساویانه ډول په څلورو ګیلاسونو کې تقسیمې کړي او یو ګیلاس ئې وڅښې (لومړنې ګیلاس)

****** ( ۸ بجې) دوهم ګیلاس د ایپسون مالګې اوبه وڅښې

*****(۱۰ بجې) د شپې لس بجې د زیتون غوړیو او د چکوتری او یا لیمو اوبو منحل وڅښې او سمدستې په ښې اړخ څملې او خپل د ښې پښې زنګون پورته د مخ په لور تر شلو دقیقو پوري ونیسې او بیا ویده شې.

*****(۶ بجې د جمعې په سهار) دریم ګیلاس د ایپسون والا مالګې اوبو وځښې

*****(۸ بجې د جمعې په سهار) یا دوه ساعته د دریم ګیلاس څخه وروسته څلورم او وروستنې ګیلاس د ایپسون مالګې اوبه وڅښې

*****( ۱۰ بجې د جمعې په سهار) کولائې شې خپل لومړنې خوراک وکړي، خو نرمه غذا لکه سوپ یا شوله

ستاسې پرهیز تمام شو خو استراحت تر شنبې سهاره پوري باید وکړي.

که په پورتنې لارښود مو عمل کړې وي او د کمود پر سر مو جالې تړلې وي. نو حتمأ به مو په لسهاو تیږي ټولې کړي وي او له نتیجې به راضې شوي یاست.