کور / هراړخیز / آیا افغاني رسنیو خپله ملي دنده سرته رسولې؟

آیا افغاني رسنیو خپله ملي دنده سرته رسولې؟

راځم دي ته چې هر شي اوهرپدیده دخپل جوړښت او مسولیت له امله ځانګړی تعریف او مسولیت لري چې دهمغه تعریف اومسولیت پر بنسټ خپل کار سرته رسوي.
همدارنګه هره اداره اوسازمان دخپل جوړښت سره سم خلکوته خپل ټولنیزپیغامونه اوزیري لري.چې دغه پیغامونه کله یوې ټولنې ته نیکمرغي راوړي اوکله هم ټولنه له ستونزو اوناخوالوسره مخامخ کوي .دټولنیزو سازمانونو په جوړښت کې باید ډیره هڅه وشې ترڅو داسي موخې ورته جوړشي ترڅو دټولنې په پرمختیا او هوساینه کې زیاته ونډه واخلي. رسنۍ هم له دغه امرنه خالي ندي .دوی هم دټولنې په پرمختګ کې ډیره ونډه لري اوکله ناکله خوپه ټولنه کې دلویو بدلنونو لامل هم شوي .
لمړۍ به راشو درسنیو تعریف دندو اومسولیتونو ته
درسنیو دندې.
۱ــ په مسایلو دخلکو خبرتیا،ښوونه اوروزنه
۲ـ دخلکو رهبري اورهنمایې کول
۳ـ تفریح اوساعت تیری
الفـــ ـ راځو لمړی درسنیو خبري او روزنیز اړخ ته:
رسنۍ ټولنه په ملي او نړیوالو علمي ،سیاسي ،فرهنګي اونورو مهمو تحولاتو اوبدلونونو خبروي. خلکو ته دمسایلو پروړاندې احساس ورکوي اوهغوی دسیاست لوري ته ورکاږي. رسنۍ دټولنې دیوه دایمي ښوونکي په توګه دخلکو نیمګړی معلومات ورپوره کوي اوله ښوونکو اوزده کوونکوسره په درسونو کې مرسته اوکمک کوي.
ب ــ رهبري اولارښوونه : رسنې دیوملک په سرنوشت کې لوی لاس لري یو ملک رهبري کوي رهبران پکي پیداکوي اودنوي ځوانانو استعدادونه رابیداروي اودهغوی داستعدادونو په پرمختګ او ځلاکې ونډه اخلي. دوي خلک دسیاست لورته هڅوي اود ښې لارې بلنه ورکوي.
ج ــ درسنیو ددندو په اړه څیړونکي مختلف اندونه لري ۱ــــ لسول( چاپیریال ساتنې ته دخلکو تشویق او دټولنې دمختلو برخو ترمنځ یوالې راوستل کوم چې دمیراث په بڼه له یوه نسل نه بل نسل ته لیږدول کیږي درسنیو اصلي دندې بلي)
همدارنګه مرتن ولازارسفلد بیا درسنیو لمړۍ دنده اخلاقي دنده ګڼي اوزیاتوي چې رسنۍ دټولنې دبد اخلاقي اونامطلوبه دودنو په له منځه وړلوکې لوی لاس لري .دی رسنې دټولنې دملا تیرګڼي اوزیاتوي چې همدارسنۍ دي چې کله هم ټولنه دپرمختګ وچتوپوړیوته رسوي اوکله هم یوه ټولنه په ځمکه وهي.
اوس راځو درسنیو تعریف ته :
د چاپي ،الکترونیکي، تصویري اوغږیزو وسایلو له لارې دپیغامونو معلوماتو اواطلاعاتو درسولواوخپرولو وسیله رسنۍ ګڼل کیږي .
راځو دې ته چې آیا افغان رسنیو هم خپل مسولیتونه اودندې په ښه شکل سرته رسولي اوکنه !
له کله نه چې افغانستان ته دغرب وارداتي دیموکراسي اوتش په نامه دبیان ازادي راغلې له هغې تراوسه خلک د دیموکراسۍ دپلویانو لخوا په غیردیموکراتیکه توګه زورول کیږي ،دیموکراسي خو هم هسې دڅو زورواکو له پاره ده دوی چې هرڅه غواړي همغسې کیږي.بس د دیموکراسۍ ترنوم لاندې دخلکو په وږوسپاره وي .دبشرحقوق خو دبشردوستانو لخو ا ترټولو زیات ترپښولاندې کیږي.راځو درسنیو پرمختګ ته .
هغه پرمختګ چې په هغه کې زما بچیانو ته لات اوسومنات ښودل کیږي هغه پرمختګ چې ټوله ورځ په رسنیو کې نیمه بربنډ فلمونه ښودل کیږي . کوم پرمختګ هغه پرمختګ چې په هغه کې زما دملي مصطلحاتو پرځای دنوروهیوادو مصطلحات راوړل کیږي .هغه پرمختګ چې دافغان ستوري په نوم یوې فاحشې خپرونې زما ټول ځوانان را ته ډمان کړل .زه وایم ددې پرځای چې ځینې رسنۍ خپل ملي مسولیت اودندې ادا کړي دهغه خلاف پردیو ته کارکوی همدا ځینې رسنې دي چې زما ملي وحدت یې له منځه یووړ ،ځینې رسنۍ خو ددې پرځای چې زمونږ ماشومانو ته ښوونه اوروزنه ورکړي هغوی بې لاري کوی .زمونږ په ځینو رسنیو کې خو داسې سریالونه اوخپرونې خپریږي چې هغه په کورنۍ کې دمیړه اوښځې بیلتون ته زمینه برابروي .زه وایم نور باید خلک په دې غولونکو شعارونو ونه غولیږي ځکه دبیان ازادي حدود لري .دبیان ازادي همیشه او په هرځای کې دقوانینو طابع وي .کنه دا خو دبیان ازادي نه بلکې دبیان سپکاوی ده او مونږاوتاسو ته لازمه ده چې ددې سپکاوی مخه ونیسو اوپرینږدو چې پردي پال عناصر دبیان دازادۍ ترعنوان لاندي زمونږټولنه بې لارې کړي ،چې دغه کارمونږاوتاسو دملي او دیني ارزښتونو ته د پابندو رسنیو په جوړولو او دملي خپرونو له لارې کولي شو .
په درنښت