کور / سپورټي / ميوند اتلانو په دوهمه فوټبال لوبه کي هم بريا ترلاسه کړه

ميوند اتلانو په دوهمه فوټبال لوبه کي هم بريا ترلاسه کړه

ميوند اتلانو فوټبال لوبډلي په نننۍ لوبه کي د خپلي سيالي لوبډلي طوفان هريرود څخه دوهمه لوبه هم وګټل او ددې لیګ د روانو سياليو بريالۍ لوبډله اعلان سوی.

د پنجشنبې په ورځ لوبه ډېره جالبه وه، ځکه دواړي هغه لوبډلۍ پکښي د سيالۍ ډګر ته راووتې، چي په مخکنيو لوبو کي برياوي ترلاسه کړي.

ميوند اتلانو تر دې وړاندي د سیمرغ البرز څخه او طوفان هریرود د سپين غر بازانو سره لوبه مساوي کړې وه.

ددواړو لوبډلو ترمنځ لوبه ډېره سخته پيل سوه، خو بالاخره د ميوند اتلانو لوبډلي تکړه لوبغاړي خالد عرفان په ۳۵ دقيقه يو ګول وواهه.

هغه په تېره لوبه کي هم دوه ګولونه وهلي وه، چي د روان لیګ زيات ګول وهونکي هم وټاکل سو.

وروسته په داسي حال کي، چي دلوبي اخرنۍ ثانيې وي، د ميوند اتلانو لوبډلي بل لوبغاړي سيدابراهيم ګول وواهه او لوبه يې دوه د صفر په مقابل کي وګټل.

ددې لوبي ښه لوبغاړی امان الله توپان وټاکل سو، چي د طوفان هريرود د زیات ګولونو څخه يې ستانه وکړل.

ميوند اتلان دجنوب د فوټبالرانو او طوفان هريرود د لويديخ ولايتونو له لوبغاړو جوړه ده.

ددغه لیګ راتلونکي لوبه د شاهين اسمايي او عقابان هندوکش د لوبډلو ترمنځ، چي د جمعې په ورڅ څلور بجې ترسره کيږي.

دغه لوبي په ژوندۍ بڼه د لمر او طلوع ټلوېزونو څخه خپريږي.