کور / هراړخیز / دخوست بيارغونه د لسيزې په هنداره کې

دخوست بيارغونه د لسيزې په هنداره کې

د خوست بيارغونه د لمر په وړانګو کې

دا واقعيت دخوست ټولو شريفو ولسونوته څرګند دى چې په د تيره يوه ليسزه کې دغه ولايت کې دولسونوپه ګټه اساسي کړنې ترسره شوې ،لاسته راوړنې زياتې شوې اوپه بېلابېلو ډګرونو کې دپام وړ مثبت بدلون اوسمون رامنځته شوى دى، چې موږ ټولو ولسونه يې د دې لاسته رواړنو څخه سترګې نه شو پټولى ځکه چې د خوست هرې ولسوالۍ او يا هره سيمه ګورې په کې د توقع زيات بدلون رامنځته شوى او يا اوس هم د بدلون په حال کې ده.
که چېرې موږ او تاسې د غه د بدلون ، سمون او دنيکمرغۍ لسيزې ته پام وکړو ، نو په دې لسو يوولسو کلونو کې هرڅه د صفر څخه پيل شوې چې ډېرى کارونه يې بشپړ شوې او يا هم د بشپړاوي په حال کې دي.
خوست چې د ګران هېواد افغانستان يوه برخه ده اوله ځيګر څخه يې لېرې موقعيت لري نو په دې اساس زياتې توجه او د پام وړ ده ځکه چې د ګاونډيانو په خوله کې پروت ولايت دى او زياتې نفوس لرونکى دى چې په کې ميشت وګړي يې اکثر په نورو بهرنيو هېوادونو کې ناسته پاسته لري په تجارت او راکړه ورکړه پوهه دي فکرونو يې د نورو پرمختلليو هېوادونو له وګړو سره يو شان دي په خپلو اولادونو باندې په هرډول شرايطوکې تعليم کوي د خپلې وسې مطابق يې ورته زامينه برابره کړې د هېواد د نورو ښارونو په شان دخپل ګلالي خوست ښار ته ځانګړې ښکلا ورکړې رنګه رنګ مارکيټونه ، دوکانونه ، پارکونه، سړکونه ، پيادارونه ډنډونه، باغونه او داسې نور… په خپلو شخصي لگښتونو سره جوړ کړې دي.

د خوست ټول ولسونه د ښوونې او روزنې بهير سره د ځانګړې مينې په درلودلو سره د شيخ زايد پوهنتون سربيره پنځه نور شخصي پوهنتونونه، ليسې او داسې نور خصوصي زده کړنځايو نه لري چې په دې کې د خوست ميشتو ولسونو لوڼه او زامن د سالم روزنې تر چتر لاندې دخپلې خوښې زده کړې کوي چې دا د خوست په تاريخ کې نه هيردونکى بدلون او سمون دى.
زما په نظر چې څومره پرمختګونه او لاسته راوړنې په دې اوسني سوله پال ، زړسواند او په هيواد مينه شخصيت ولسمشر حامد کرزي په شتون کې رامنځته شوې د ټولو افغانانو لپاره د تل لپاره يو تاريخ بدلون او دولسونو په اذهانو کې يو درس پاتې شو،چې په دې سره په ټولو هېواد کې نه هيردونکى بدلون رامنځته او يا د رامنځته کېدو په حال کې دى.
ځکه چې په دې لسيزه کې داسې پرمختګونه رامنځته شول چې د هېوادوالو په اذهانو کې يې کوم تصور هم نه جوړېدو او نه په دې اړه چا دومره پراخ فکر کولاى شو،که چېرې کوم شخص د دې پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه چا فکر کړى واى او بيا يې چا ته د خپلو اذهانو په اړه معلومات وړاندې کولى نو کيداى د بل اوريدونکي يې د ده په اړه د ليوني ګومان کړى واى ځکه چې دغه کنډوله هېواد ګوره او بيا په کې داسې د بيارغونه ، ښوونې او روزنې اوداسې نور…لاسته راوړنو په اړه فکر.
په دې لسو او يوولسو کلونو کې د خوست د بيارغونه په هنداره کې زياتې بدلونونه ليدل کېږي چې دا په خپله د خوست د ولسونو او په خوست کې ميشتو دولتي او غير دولتي چارواکو شتون ثابتوي چې په دې ولايت د خلکو په غوښتونه د شته نظام په خاصې پاملرنې سره يې دې هېواد د پخوا انځور په سلو کې اتيا فيصده بدل کړى او يا د بدليدو په حال کې دى.
زما په نظر د خوست ولايت چې کوم دولتي او غير دولتي مامورينو شتون لرلى دى دغه نه هيردونکى بدلون د دوى په هڅو او بدريغه نه ستړې کېدونکو هلو ځلو نتيجه ده چې اوس مهال خوست د بيارغونې په ډګر کې ځانګړى مقام او ارزښت لري ، د دې ارزښت او مقام په درلودلو سره د هر لوړپوړي چارواکي توجع يې راجلب کړې او مربوطه ادارې په خپل وخت لارې چارې لټولې دي نو په همغه وخت کې بشپړې کړې دي.
غواړم چي په دې لنډه ليکنه کې په هغه پرمختګونو يو څو کرښې وليکم چې کوم د خوست په ولايت کې ترسره شوې دي هغه د د ډاډمن امنيت په اړه دي او که د بيارغونې ، ښوونې او روزنې د چاپيريال ساتنې او د غصب په اړه دي نو د نومونې په ډول يې دلته ذکر کوم.
• دټولو امنيتي ،کشفي اونظامي ارګانونو ترمنځ به دبشپړې اوپياوړې همغږۍ لپاره کار شوى.
• دتشکيل په زياتوالي ،اکمال ،تجهيز اودټولو امنيتي ارګانونو روزنې ته ته جدي توجه شوې.
• دوړتياوو دلوړاوي لپاره زيات محاربوي کورسونه او ورکشاپونه بشپړشوې دي.
• دامنيتي ستراتيژيکو نقطوڅخه هميشه ليدنې ،کتنې اوپرلپسې توګه څارنې شوې چې په ټول هېواد په پرتله په خوست کې امنيت د ډاډ وړ دى..
• قومي منازعات چې امنيت په وړاندې جدي ګواښ دى ،دکنترول اومخنيوي لپاره به منطقي ډول اقدامات ترسره شوي دي.
• غصب چې امنيت دټينګښت په وړاندې جدي ننګونه ده ،ددې مخينوي لپاره مبارزه نوره هم ګړندۍ روانه ده.
• دقتل کوونکو،غلو،لاره وهونکو،ماين اېښودونکو ،تېښتونکو ،مجرمينو او نورو غيرې مسوولو وسلوالو پرضد جدي اوقانوني اقدمات شوي چې په لسګونو غل، لاره وهونکي او مجرمينو نيول شوې او د قانون منګولو ته سپارل شوې دي..
دنوې رغونې اوبيارغونې په بنسټيزو پروژو باندې کړندى کار روان دى يا پشپړې شوې دى او يا د بشپړوي په حال کې دي:
دخوست ولايت په مرکز او ولسواليوکې دبيارغونې په يوشميرمهمواوبنسټيزو پروژو باندې کارپيل اويابه يې کارونه نور هم پراختياومومي اودخوست دپرمختګ لپاره به هڅې اورغنيزې کړنې نورې هم زياتې شي چې لاندې پروژوته په کتوسره جدي کار شوى دى او لا هم د ګرنديتوب په حال کې دى.
• دخوست دملکي نړيوال هوايي ډګراړوندنورو تاسيساتوپه جوړيدوبه کارونه پيل شي.
• دخوست ګرديز لويې لارې دجوړيدو چارې بشپړې شوې چې ترکومه پاتې ده په هغې کار هم پيل دى چې انشاء الله په دې لنډه موده کې به بشړې شي چې دغه لويه لار د ټولو خوستوالو لوى ارمان و او دغه دى اوس يې دغه ارمان د پوره کېدو په حال کې دى.
• دغلام خان بندردتاسيساتوپروژې کارونه پيل دى چې اوس مهال د بشپړېدو په حال کې دي.
• دګمرک دجوړيدونکو تاسيساتو کارونه ټول په ښه شان جوړ شول چې اوس د خوستوالو تجارو په خدمت کې دى.
• د خوست ټولو ولسواليو ته سړکونه په معياري ډول پخه شوې چې اوس مهال د خوستوالو سيموالو د ښه ارمه تګ او رتګ جوګه شوې چې د هر خوست مېشتي په ژوند کې ژور بدلون او سمون راغلى دى.
• دمتون ،فارم باغ او تورې وړۍ پلونو جوړ شول چې اوس يې د خپلو سيموالو ستونزې حال کړې ولسونه يې په ارم ډول سره ژوند تيره وي هم داشان د ،سيګۍ او د نورو پلونو کارونه هم پيل دى چې انشاء الله په دې لنډو وختونو کې به بشپړ شي.
• دڅلورو بندونو لکه دومنده ،سورکوټ،نريزې او مزغوره دبندونو دساحاتو سروې شوې چې په راتلونکې کې به دپلان سره سم پرې کارپيل شي.
• په اداري کمپليکس کې دډيرو ادارو ودانۍ گټې اخيستنې ته سپارل شوې .
• دپوهنتون اواداري کمپليکس ترمنځ دپًل پروژه باند هم ګړندۍ کار پيل دى.
• د خوست دملکي نړيوال هوائي ډګر لپاره ميليونو ډالرو پراختيايي بودجې منظورشوې کارونه يې هم پيل دى چې په رغيدو سره به نه يوازې د خوستوال مسافرو ستونزې حل شې او د ټول هېواد سربيره د ګاونډيو هېوادپاکستان هېواد د شمالي وزيريستان سيموال به هم له دې نړيوال هوايي ډګر څخه ګته پورته کړي.
• دقانون دحاکميت لپاره اغيزمن اقدامات شوى دي.
• : پوهنيزبدلون اوفکري رغونې پراختيا موندلى ده.
• دروغتيا پالنې په ډګرکې اغيزمن ګامونه اوچت شوي دي.
• دټولنيزې اوسياسي سولې دټينګښت لپاره ولسي هڅې پراخه شوې دى چې ثمره په ټول خوست کې د ډاډمن امنيت شتون دى.
• دکرنې اومالدارۍ په برخه کې اساسي پروګرامونه پلې شوي دي .
• دچاپيريال ساتنې اوپاکوالي لپاره پوره کار شوى دى چې د خوست ښار او سيمه د ښکلا انځور پياوړى کړى دى.
داهغه څه و چې زما په ذهن کې موجود و تاسو سره مې په دې لنډه ليکنه کې شريک کړل دا پرمختګونه نه يوازې په خوست کې ترسره شوې بلکې د هېواد په هر ولايت ، هره سيمه ، هرښار او په هر کلي او کوڅه کې ترسره شوې دي،نو هيله مې داده چې په ټول هېواد کې دپوهنيزبدلون ،مثبت پرمخيون ،ژورسمون ،دټولنيزعدالت تامين ،دقانون حاکميت ،ټولنيزه هوساينه ،بشري نيکمرغي ،بشري حقوقو او ازاديوته درناوى ،دسولې او امن واکمني ،دفکري ژورو منازعاتوپاى ته رسول ددولتي حاکميت ټينګښت ،ددوه اړخيزه درناوي دفکري بنسټونو پياوړتيا،نوې رغونه،بيارغونه،اقتصادي پرمختګ ،دولس اودولت ترمنځ ګډپوهاوى،دباورزياتوالى اوپه پايله کې دولسونو دغوښتنو،ارمانونو اوهيلوپربنسټ يو زرغون،سمسور،پرمختللى هېواد چې فرد فرد په کې په ارامۍ اونيکمرغۍ سره خپل ژوند وکړي.

ديو پرمختللي هېواد په هيله
سميع الله لمر