کور / علمي / د حرکت قوانین

د حرکت قوانین

د دې سلسلوي مقالو د لیکلو موخه د ورځنیو پدیدو په اړه ستاسې فزیکي تصور ته پراختیا ورکول دي، فزیک زموږ خاص اعمال نه بلکې ورځني ټول اعمال څېړې، په دې اساس مې د داسې مقالو د لیکلو او خپرولو تابیا ونیوله. دا او راتلونکې مقالې به ټولې د ورځنیو پېښو تحلیل او تجزیه مطالعه کوي. که عمر وفا وکړه نو ډېرې فزیکي جادويي پېښې به در وپېژنو.
تجربه: له یوه میز څخه د سرمیزي لرې کول
په زړه پورې او جادويي تجربه ترسره کول غواړو، نو د یوه میز څخه چې ظروف هم پرې اښول شوي سر میزې داسې را کش کوو چې ظروف په خپل هماغه حالت پاتیږي او نه مانتیږي ولې سرمیزې تر لري کیږي، دا کار ممکن دی مشروط په دې چې سر میزې په ډېر لوړ سرعت کش کړل شي. که سرمیزی سوکه سوکه کش کړو په دې صورت کې ظروف هم ورسره حرکت کوي، د میز څنډې ته راځّې او بالاخره په ځمکه رالویږي، که په لوړ سرعت کش کړل شي نو د میز په سر ظروف خپل د سکون حالت حفظ ساتی او ځای په ځای پاتې کیږي یوازې سرمیزې را کش او جدا کیږي. دلته باید ځینو نورو شیانو ته هم پام وشي لکه میز باید ډېر صاف وي، زخې او تیره ځایونه ونه لرې که داسې وی نو د سر میزۍ د کش کولو په وخت کې سر میزي په زخه کې نښلې او باعث کیږي څو تجربه مو ناکامه شي. د کش کولو سرعت باید فوق العاده وي ځکه که داسې نه وي نو بیا به د تجربې په پای کې د مات شوو ظروفو ټوټې را ټولو.

که مخکې له تجربې دا پوښتنې په ذهن کې ځواب کړی ستاسې د تجربې مثبت والي نور هم زیاتولی شي، هغه دا چې په کوم سرعت باید دا سر میزې را کش کړۍ څو ظروف ځای په ځای پاتې شي؟ یا په دې تجربه کې د ظروفو وزن څومره د تامل وړ دی؟ هغه میز چې سرمیزي او ظرفونه مو پرې ایښې څومره صیقل شوې او ښویه سطحه لري؟ د ظروفو لپاره داسې مواد کارول چې ښوی او لشم حالت ونیسي څومره مهم دی؟ او…
همدا اوس دا تجربه تر سره کړي او ووینۍ چې په ډېر عجب ډول د میز په سر ظروف ثاتب پاتې کیږي اما سر میزي ترې جلا کیږي، که فرضا تجربه مو ناکامه شوه یو ځل بیا یې تر سره کړی خو دا ځل سرمیزي په نسبتا لوړ سرعت کش کړی او یا د کش کاږلو طریقې ته تغیر ورکړۍ.
خو که د دې ټولو سره سره تاسې د میز، سرمیزۍ او… ته لاس رسۍ نه درلود، کېدای شي همدا کار په بل شکل وکړۍ، یوه سکه( اوسپنیزه روبۍ) په یوه سپینه پاڼه کېږدي، بیا دغه سپینه پاڼه په سرعت کش کړۍ تاسې په ووینۍ چې روپۍ په هماغه ځای پاتې کیږي او پاڼه ترې بیلیږي. د دې علت دا دی چې هر جسم خپل د سکون یا حرکت حالت ثابت ساتي، همدا وجهه ده چې د میز ظروف د سرمیزۍ د سرعت سره هیڅ کار نه لري د هغه کار یوازې د خپل سکون ثابت ساتل دی. بالعکس یو جسم خپل د حرکت حالت هم په همدې ډول ساتي، موټر په ډېر لوړ سرعت روان دي ته چې په موټر کې ناست یې ستا مالیکول مالیکول په هماغه سرعت چې موټر روان دی، روان دي؛ موټر دفعتا بریک نیسي، دلته ته د موټر په بریک کار نه لري ته خپل د حرکت حالت ثابت ساتي، نو د موټر د بریک په صورت کې تاسې مخې ته ټیله کیږۍ غوندې او یا مخې ته زور غوندې کړۍ. پس ویلی شو چې هر جسم خپل د سکون یا حرکت حالت حفظ او ثابت ساتي، دې قانون ته د نیوټن د حرکت قانون وایي.