کور / هراړخیز / د ولامبه چې یخ شې، خیریه لوبه

د ولامبه چې یخ شې، خیریه لوبه

پخوا زمانو کې کوم کس به چې ډیر هوښیار او یا چالاکه وو، نو د انګریز غږ به ئې پري کاوه، چې فلانې ډیر انګریز سړۍ دي.

روښتیأ هم چې انګریزان، انګریزان دي. اوسمهال انګریزانو د خیريه کارونه لپاره د پیسو ټولو نوۍ لارۍ، چارۍ خپلې کړي. چې هم د عوام لپاره ساعتیري ده او هم د خیرات ټولول.

ولامبه چې یخ شی (Ice Bucket Challenge) خیریه پروګرام ته د پیسو ټولو نوۍ لار ده، چې د انسان په مغزو کې د میکروب د مخنیوۍ د څیړنې او درمنلې لپاره پیسې راټولوي.

دا لوبه د پیژندل شو کسانو لخوا د کمري پر وړاندي یو سطل یخې اوبه په سر اړول کیږی، چې نوموړي کس بیا یو بل کس د لوبې لپاره نوموي تر څو یو سطل اوبه د هغه کس په سر هم ورواړوي.

لا تر اوسه د نړي پیژندل شوی څیرو لکه، جورج بوش، د مایکروسافت خاوند ( بل ګیټس) او ګڼ شمیر نورو مخورو کسانو پدي لړۍ کې برخه اخیستلې.

د برتانیې ورځپاڼې تلګراف له قوله هر کال ۱۵ میلونه پوڼډه ولامبه چې یخ شې لوبه دغې خیري اداری ته راټولې.

خو بیا په ورته وخت کې ځنې کسان د دي خیریې اداری پر وړاندي غبرګون ښودلې، او وایې چې، په میلونونو سطلونو پاکې اوبه موږ پداسې حال کې ضایع کوؤ، چې د نړي پر مخ ډیر وګړي پاکو اوبو ته د لاس رسې نه لرلو نه سر ټکوۍ.