کور / هراړخیز / د افغانستان د فوټبال ځلانده ستوری قاسم خان اتل

د افغانستان د فوټبال ځلانده ستوری قاسم خان اتل

نوم: محمد قاسم جان اتل
دپلار نوم: حاجي عبدالحبیب
عمر: ٣٦ کاله
د زوکړي ځای: کندهار ، دوهمه ناحیه
زده کړي: ۱۲ پاس له البیروني ښوونځي څخه
دفوتبال پیل: ۲۸ کاله وړاندي

د نن څخه پوره ٢٦ ویشت کلونه وړاندي ښاغلی محمد قاسم جان اتل په میوند فوټبال لوبډله کي لوبه پیل کړه او بیا دوه میاشتي وروسته اتفاق لوبډلي ته ځني ولاړی چی دا اته ویشت کاله وروسته لا هم په هماغه اتفاق لوبډله کي لوبیږي.
اتل محمد قاسم جان اتلس کلونه د کندهار په منتخبه لوبډله کي لوبیدلی دی چي په ۱۳۸۱ او ۸۲ کلونو کي د افغانستان د ملي ټیم لوبغاړی هم وو.
نوموړی وایی چي د افغانستان په ټولو ولایتونو کی یې د فوټبال لوبي کړی دی او ګڼي بریاوي یې را وړي دي.
اتل محمد قاسم جان د افغانستان د ملي ټیم سره بنګله دیش، تاجکستان، ترکمنستان، هندوستان او نیپال ته په رسمي سفرونو تللی دی.

محمد قاسم جان وايي چي د پامیر په دفاع کی د عصمت سره لوبه ورته سخته وه او د هغه سره د لوبي کولو دپاره به مي ډیر چمتووالی او تیاری کاوه.
د خپل کامیابي راز د زیاتي میني او په تلوسه تمرین کول را ښيي او د مشرانو لارښووني او د مینوالو تشویق هم د خپلی بریا اصلی ملاتړي بولي.
نوموړی وایي چي د اتفاق په ټیم کي د محمود او په منتخب ټیم کي د مختار احمد رؤفي غوندي سنټر اف یا مرکزي لوبغاړو سره یې همکاري ډیره هوسا او خوندوره وه .

اتل قاسم جان د افغانستان په کچه ۲۰ ځله د غوره لوبغاړي نوم او کپ ګټل او په نیپال هیواد کي د افغانستان د ملی ټیم لخوا د ښه لوبغاړي کپ اخیستل مهمي لاستي راوړني ګڼي همدا شان وايي چي ۱۶ ځله یې په کندهار او ۲ ځله یې په کابل کی د ښه ګول وهونکي په توګه کپونه وړي دی.

اتل قاسم جان اوس د کندهار د نویو ځوانانو د روزونکي په توګه دنده تر سره کوي چي د هیواد به کچه خورا ډیر مینه وال لري ، دیر وختونه به تیر سي خو د افغانستان او په ځانګړې توګه د کندهار فوټبال به د قاسم جان په نامه ویاړي او قاسم جان به د خپلو مینه والو پر زړه پاچهي کوي.