کور / هراړخیز / ایاقرآنکریم له بایبل څخه اخیستل شوی دی؟

ایاقرآنکریم له بایبل څخه اخیستل شوی دی؟

یوه اونۍ مي له یهودي عالم یوه عیسایی عالم اویوه دمسلمان په نامه سره چي وروسته راته معلوم شوچې مستشرق دی دمقدسونسخوپرسرچینه ((Source of Holly Scriptures بحث وکړ، ډيرپوښتنی سره تبادله شوې، چې مادبایبل پرسرچینوباندی ورته اوږده رڼاواچول، اودامي ورثابت کړچې بایبل الهي کتاب نه دي، چې تاسی کولای شی دابحثونه په (بایبل پیژندنه)کی ولولی؛ له دې څخه وروسته دوی راته درې بحثونه وټاکل اوهغه دادی:
۱: قرآن کریم دخدای کتاب نه دی.(نعوذبالله)
۲: قرآن کریم محمدصلی الله علیه وسلم پخپله لیکلی دی. (نعوذبالله)
۳: حضرم محمدصلی الله علیه وسلم اُمی نه وو. (نعوذبالله)
یهوداونصاریاددوی یوه بله ډله مستشرقین تل داکوښښ کوي چې داسی وښیي چې نعوذبالله قرآن کریم دخدای کتاب نه دی،کله چې له دوی څخه پوښتنه وشي چې ولی تاسی قرآن نه منی؟ نودوی داوایی چې داقرآن کریم دبایبل څخه اخیستل شوی دی اودادخدای کلام نه دی، یو کلام یاوینارااخیستل اوپخپل نامه کول ودې ته به انګلیسي ژبه کي (Plagiarism) پليجرزم وایی،دوی داوایی چې محمدصلی الله علیه وسلم قرآن کریم پلیجرایزکړیدی، (نعوذبالله)یعنی دیهودواوعیسایانودمقدسوکتابوڅخه ئې رااخیستی دی اوپخپل نامه یی کړیدی؛ (نعوذبالله).دیهودواونصاراؤعلماء تل داکوښښ کوي چې داکره کړی چې دقران کریم ماخذ اوسنی بایبل دی ، پردې موضوع باندی په زرهاووکتابونه لیکل شوی دی چې زه به په دې کتابونوکي ددروکتابونونومونه ذکرکړم:
1: Judaism in the Quran
2: The Source of Islam
3: The Source of The Quran
اوداسی نور….
داکتابونه دوی په اسلامي نومونوباندی نشرکوي اوخپروي یی همداوجه ده چې ځینی ناخبره مسلمانان هم ددوی تراغیزولاندی راشی،اووایی چې قرآن کریم داوسنی تورات اوانجیل څخه رااخیستل شوی دی (نعوذبالله)، مستشرقین داکتابونه په داسی ډول سره لیکی چې دکتاب پرپښتۍ باندی دمسجدمناره اویاکله هم کلمه طیبه وي، ایاتونه پکښې وي اواحادیث پکښې وي، دوی اکثره وخت مصنوعي ږیري ایږدی اوبیاهغه عکس خپروي،نوچې کله یوڅوک هغه کتاب ووینی نوضروربه ئې داسی ګمان شي دادبه داسلامي امت یوعالم وي، خوبرعکس هغه زهرپه ګوړه کي وي.
یهودووحضرت عیسی علیه السلام ته ویل چې ته هرڅه تبلیغوې دادي دتورات څخه رااخیستی دی نوځکه وموږته دقبول وړنه دي،ویهودوته بیامشرکینوویل چې تاسی داتورات له یونانیانواومجوسیانوڅخه اخیستی دی، اوداتورات دیوناني اومجوسي افکارویوه مجموعه ده، اوداسی نور…. نوداددې اهل کتابوزړه ناروغي ده،ددوی کتابونه خوالهي نه دي، نووهرکتاب ته دوی دشک په سترګه ګوري، همداوجهه ده چې دوی تل ناخبره مسلمانان په شک کي اچوي.
مناظراسلام مرحوم شیخ احمددیدات رحمة الله علیه چې کله په ۱۹۸۵ میلادي کال په جولای کي دډاکترانیس شروش چې یوفلسطینی عرب عیسایی نړیوال عالم ؤپه لندن کي په (رایل البرت هال) کي لومړی مناظره وکړه، دمناظرې موضوع وه ، ایاحضرت عیسی علیه السلام خدای دی؟ (Is Jesus God?) په دې مناظره کي انیس شروش وویل:
Seventy five percent of wonderful Quran in my wonderful language in Arabic is from the Bible
يعني ښکلی قرآن زماپه ښکلې عربي ژبه باندی ۷۵٪ سلنه دبایبل څخه رااخیستل شوی دی.
له دې ویناڅخه وروسته انیس شروش ۷۵ دقیقې درلودې خودی په دې ونتوانیدی چې یوسلنه یی هم ثابت کړی.
له دې څخه وروسته شیخ مرحوم احمددیدات رحمة الله علیه اوانیس شروش دوهمه مناظره وشوه ددې مناظرې موضوع وه، کوم یودخدای کلام دی قرآن که بایبل؟ (The Quran or the Bible which is God*s Word?) مرحوم احمددیدات رحمة الله علیه ورته چیلنج ورکی چی تاخوپه مخکنۍ مناظرې کي ویلي ؤچی ۷۵٪ سلنه قران کریم له بایبل څخه اخیستل شوی دی ، همدااوس دایی عربی باییل اودایی عربی قرآن ته ئې راته ثابت کړه!!!، خوانیس شروش ونتوانیدی چې یوه بیلګه ئې هم وړاندی کړي.

ایاقرآنکریم له بایبل څخه اخیستل شوی دی؟؟؟(۲)

احمددیدات رحمة الله علیه وویل چې نژدې ایات دقران کریم وبایبل ته یودی اوهغه دادی:
ô ( سورت الانبیاء : ۱۰۵)
ژباړه: اوپه زبورکی موږله نصیحته وروسته لیکلی دي چې دځمکي وارثان به زموږغوره بندګان وي.
په بایبل کي ودې ایات ته نژدې ایات دادی:
بختور هغوی دی چې حلیمان دی ځکه چې دوی به دځمکی وارثان شي. (انجیل متی ۵: ۵)
(انجیل شریف ۱۹۹۶)
حلیم به دځمکی وارث وي . (زبور۳۷: ۱۱)
(کلام مقدس- کاتولیک بایبل کمیشن پاکستان ۲۰۱۱)
که ودې ایاتونوته وکتل شي، لکه چې په قران کریم کی یی بیان شوی دی چې موږپه زبورکی لیکلی وه چې د(ځمکی وارثان به زموږغوره بندګان وي)) نوپه قران کریم کی چې کوم ایات ذکرشوی دی خدای ورته اشاره کړیده چی په زبورکی ماداسی فرمایلي وه، اوس خواصل زبورنشته، خوودې ایات ته نژدې دی.
یهود، نصارااومستشرقین وایی چې قران کریم لومړی الهي کلام نه دی، دوهم دامحمدصلی الله علیه وسلم لیکلی دی، دریم داچې داقران کریم محمدصلی الله علیه وسلم ۷۵٪ سلنه له تورات، انجیل اوزبورڅخه رااخیستل شوی دی اوپخپل نامه یی کړی دی (نعوذبالله)،اوس که موږوپورتنیوایاتونوته وګورونوهغه ایات چې داصلی زبورڅخه په قران کریم کي شته په قران کریم کي ورته په ښکاره ډول سره اشاره شوی ده چی په اصلي زبورکی داسی لیکلی وه، وبل لورته دانجیل متی لیکوال چې دزبورایات راوړی دی، دایی نه دی ورته لیکلی چې دادزبورایات دی، بلکې اصلاً دانجیل متی لیکوال دزبورایات پخپل نامه کړی دی.
بایبل هیڅکله دقرآن عزیزسرچینه نه ده اوس به تاسی دقرآن کریم اوبایبل پرتله وګوري.
دبايبل اوقران کريم پرتله:
قرآن کریم اوبایبل سره پوره په ټکرکي دي، زه به یی یوڅوبیلګې درته وړاندی کړم:
۱:
بایبل: عیسی دیوسف زوی دی. (متی ۱: ۱۶)
قرآن کریم: حضرت عیسی علیه السلام دبی بی مریمې زوی دی (سورة البقره : ۸۷، ۲۵۳، سورة آل عمران: ۴۵، سورة النسآء: ۱۵۷) اوداسی نور…..
دبایبل په ځینوفقروکي حضرت عیسی علیه السلام دداؤدزوی، په ځینوکي دخدای زوی ، په ځینوکی دبل چازوی، خوپه ټوله قرآن عزیزکي په هرځای کي دحضرت عیسی علیه السلام سره (عیسی ابن مریم) عیسی علیه السلام دبي بي مریمې رضی الله عنهازوی دی.
داڅنګه امکان لري چې قرآن دی له بایبل څخه اخیستل شوی وي، نه هیڅکله نه.
۲:
بایبل: عیسی بیایوه نعره اوچته کړه اوساه یی ورکړه (مړشو). (متی: ۲۷: ۵۰)
په بایبل کي دعیسی مسیح مرګ ، ترسرلیک لاندی یوه کیسه ده، چې حضرت عیسی علیه السلام څنګه ووژل شو ؛ اوحال داچې قران کریم داپه سپینواوسختوالفاظوسره ردوي اووایی:
قرآن کریم: اوددوی ددې خبرې (له کبله) چې موږبی له شکه دالله رسول دمریمې زوی عیسی وژلی دی په داسی حال کي چې دوی هغه نه دی وژلی اونه یی هم په دارځړولی دي.(سورة النسآء: ۱۵۷)
دادټوله اُمت مسلمه ایمان دی چي حضرت عیسی علیه السلام ژوندی دي، اونه وژل شوی دی اونه هم صلیب شوی دي.
داڅنګه امکان لري چې قرآن دی له بایبل څخه اخیستل شوی وي، نه هیڅکله نه.
۳: په بایبل کي راغلی دي چې درې خدایان دی اوودې ته تثلیث وایی چې دادعیسایت بنسټیزه عقیده ده لکه:
بایبل: درې دي چې ګواهې ورکوی په اسمان کي پلار،ځوی اوروح القدوس اودادرې سره یو دی. (لومړی لیک دیوحنا ۵: ۷- ۹)
(King James Version) (کلام مقدس، کاتولیک بایبل کمیشن پاکستان ۲۰۱۱
وبل لورته قرآن کریم داپه کلکه ردوي اووایی:
قران کریم: قران عزیزدتثلیث ردکوي:
مه وایاست چې (معبودان) درې دي ددغي (وینا) څخه ډډه وکړی (الله یوګڼی ځکه) چي داستاسوپه ګټه ده بې شکه چې الله یوالله دی هغه ددې نه پاک دي چې دهغه لپاره کوم زوی وي هرهغه څه چي په اسمانونواوځمکه کی دي دالله دي اوالله دوکیل په توګه بس دي. (سورة النسآء ۱۷۱)
په بل ځای کی قرآن عزیزفرمایی:
هغه کسان چې ويی ویل: بې شکه چې الله ددرې ګونو(معبودانو) دریم (معبود) دی په یقیني توګه چی کافران شول حال داچې بې له یوازینی الله څخه بل الله نشته اوکه ددغه شی نه چې دوی یی وایی، وانه وښتل نوهرومروددوی هغوکسانوته چې کافران شویدی دردناکه عذاب رسیږي.(سورة المآئده: ۷۳)
داڅنګه امکان لري چې قرآن دی له بایبل څخه اخیستل شوی وي، نه هیڅکله نه.

ایاقرآنکریم له بایبل څخه اخیستل شوی دی؟؟؟(۳)

۴:
بایبل: حضرت ابراهیم علیه السلام خپل زوی اسحاق قربانۍ ته بوتلی .(پیدایښت ۲۲: ۱- ۱۴)
وبل لورته په قرآن کریم کي حضرت ابراهیم علیه السلام خپل زوی حضرت اسماعلیل علیه السلام وقربانۍ ته بوتلی اواوایی:
قرآن کریم: بچیه! زه په خوب کي وینم چې زه تاحلالوم اوس ته ووایه (اسماعیله) ستانظرڅه دی؟ (سورة الصافات ۱۰۰- ۱۰۷)
داڅنګه امکان لري چې قرآن دی له بایبل څخه اخیستل شوی وي، نه هیڅکله نه.
۵: په بایبل کی څوځایه دمحرماتوسره زناشتون لری اوزناته تشویقول خوډيردي لکه:
بایبل: بیاسمسون وغزې ته ولاړی،اوهلته ده ویوې فاحشی ښځي ته وکتل اودهغې سره دننه ولاړی( هم بستری ئې ورسره وکړل) .( قضاة ۱۵: ۱)
وبل لورته قرآن کریم زناڅومری په سختوالفاظوسره غندی اووایی:
قرآن کریم: اوزناته مه نژدې کیږی بې شکه چې (زنا)بده (کړنه) اوبده لارده. (بنی اسرائیل:
۳۲)
داڅنګه امکان لري چې قرآن دی له بایبل څخه اخیستل شوی وي، نه هیڅکله نه.
۶: دبایبل لومړني پنځه کتابونوته (پیدایښت، خروج، لاویان،اعداد، استثناء) عیسایان اویهودتورات ورته وایی، که چیری قرآن کریم دتورات څخه اخیستل شوی وای نودتعجب خبره داده چې په دې پنځوکتابونوکي دقیامت ددې لویی ورځی هیڅ بحث نه دی راغلی، نه یی بیان شوی دی اونه یی نښي نښانې بیان شوی دی، وبل لورته یی په قرآن کریم کي پوره تفصیل بیان شوی دی،دقرآن عزیزدریمه برخه دقیامت حال، احوال اوبیان دی، داڅنګه کیدای شی چې قرآن کریم دي دبایبل څخه اخیستل شوی وي.
داڅنګه امکان لري چې قرآن دی له بایبل څخه اخیستل شوی وي، نه هیڅکله نه.
۷: دحضرت عیسی علیه السلام لومړۍ معجره په بایبل کي:
بایبل:
اوبه په شرابواړول- دګلیل په قانانومی ځای کي واده ؤحضرت عیسی علیه السلام هغه اوبه چي په منګیانوکي وې هغه یی په شرابوبدلې کړې،عیسی علیه السلام خپله لویی په ښکاره کړه، اومریدانوایمان ورباندی راوړ.(انجیل یوحنا ۲باب: ۱- ۱۳)
اوس تاسی ورته وګوری چې شراب جوړول داپه بایبل کي لومړۍ معجزه ده، نوټوله عیسایی نړۍ داشراب دثواب په نیت استعمالوی، دوی دافکرکوي چې حضرت عیسی علیه السلام (نعوذبالله) شراب خوښ وه نوموږخویی بیخی استعمالوو.
قرانکریم دبایبل سره په ټکرکي:
دحضرت عیسی علیه السلام لومړی معجزه اودشرابوبندیزپه قران کي:
هغه ورځ (یادکړه) چی الله به ووایی: ای عیسی دمریمې زویه زمانعمت پرخپل ځان اوپرخپلی موریادکړه کله چې مي په سپیڅلی روح القدوس ستامرسته وکړه له خلکوسره به دی په وړښت اوزړښت کی خبري کولې. (سورة المآئده: ۱۱۰)
دحضرت عیسی علیه السلام لومړۍ معجزه په قران کریم کي دده خبرې په ماشوم توب کي وه، کله چې دی دبی بی مریمې رضی الله عنهاپه غیږکي ؤاوداوبیت المقدس ته راغله نویهودو داولیدل چې ماشوم ورسره دي نودوی ناوړه خبرې پیل کړی له دې څخه وروسته بي بي مریمي وحضرت عیسی علیه السلام ته چې ددې په غیږکي وواشاره وکړه او خبري ئې پیل کړي.
دشرابوحرمت په قرآن کي:
ای هغه کسانوچې ایمان مو راوړی دئ بېشکه هم داخبره ده چې شراب اوخمار(قمار) اوبتان اوغشي (دفال، داڅلورواړه ټول) پلیت (نجس) دئ له کاردشیطان څخه دئ نوځان وساتئ تاسی له دې څخه له پاره ددې چې نجات ومومئ تاسی. (سورة المائده: ۹۰)
داڅنګه کیدای شي چې قرآن دی له بایبل څخه اخیستل شوی وي اوبیادی ورسره په ټکرکي وي؛ بلکې داهیڅ امکان نلري چې دادله بایبل څخه اخیستل شوی وی بلکې دادخدای کلام.
داڅنګه امکان لري چې قرآن دی له بایبل څخه اخیستل شوی وي، نه هیڅکله نه.

ایاقرآنکریم له بایبل څخه اخیستل شوی دی؟؟؟(۴)

۸: کفاره په بایبل کي:
بایبل:
خدای ددې دنیاسره داسی مینه وکړه چې خپل یکی یوزوی یی هم ورکړو چې هرهغه څوک چې په زوی یی ایمان راوړی هغه به هلاک نشی خودتل عمری ژوندون به مومی خدای خپل زوی دنیاته ددنیادمجرم کولودپاره نه دی رالیږلی بلکې ددې دپاره چې دهغه په وسیله دنیاخلاصون بیامومی. (انجیل یوحنا ۳: ۱۶- ۱۸) اوهم داسی نور…. ایاتونه
دعیسایانویوه پخه عقیده داده چې حضرت عیسی علیه السلام زموږدګناهونولپاره کفاره شو، وبل لورته بیاقران عزیزدکفارې سره په مکمله توګه سره په ټکرکي دی.
کفاره قرآن عزیزردوي:
هرچاچې لاروموندله، بې شکه چې دځان په ګټه لارمومي اوهرڅوک چې ئې بې لاري شو،بې شکه چې دځان په تاوان بې لاري کیږي، اوهیڅ باروړونکی دبل چابارنشی وړی. (سورة بنی اسرآئیل: ۱۵، سورة الانعام: ۱۶۴، سورة فاطر: ۱۸، سورة الزمر: ۷، سورة النجم: ۳۸)
داچې قرآن عزیزدبایبل سره په ټکرکي دی څنګه کیدای شي چې بایبل دي دقران کریم سرچینه شي ، نه هیڅکله نه.
داڅنګه امکان لري چې قرآن دی له بایبل څخه اخیستل شوی وي، نه هیڅکله نه.
۹: په بایبل کی حضرت عیسی علیه السلام دخدای زوی دي:
وګوری داسمان نه دااوازراغلی، دازماخوږزوی دی چي په ماګران دي اوزه ترې رضایم.
(انجیل متی ۳: ۱۷)
دازمامحبوب زوی دی دچانه چې زه رضایم. (انجیل متی ۱۷: ۵)
هغه پاک پیداکیدونکی ماشوم دخدای زوی دی. (انجیل لوقا ۱: ۳۵)
خدای ددې دنیاسره داسی مینه وکړه چې خپل یکی یوزوی یی هم ورکړو چې هرهغه څوک چې په زوی یی ایمان راوړی هغه به هلاک نشی خودتل عمری ژوندون به مومی خدای خپل زوی دنیاته ددنیادمجرم کولودپاره نه دی رالیږلی بلکې ددې دپاره چې دهغه په وسیله دنیاخلاصون بیامومی. (انجیل یوحنا ۳: ۱۶- ۱۸)
قرآن کریم دبایبل سره ټکردي:
قرآن کریم:
نه یی څوک زیږولی اونه له چازیږدلی دی اودهغه هیڅ سیال نشته. (سورة الاخلاص: ۳، ۴)
اوهغوی وایی رحمان څوک په زوی ولی نیولی دی،په رښتیاسره چې ډیره سپکه خبره موجوړه کړیده، نژدې ده چې (ددوی) ددغی (خبرې) له کبله اسمانونه وچوي اوځمکه څیری شي اوغرونه ټوټې ټوټې راولویږی، په دې خبره چې دوی رحمان(خدای) ته داولاددشتون ویناوکړه، اودرحمان داشان نه دی چې څوک دي په زوی ولی ونیسی. (سورة طه:۸۹- ۹۳)
اوداسی نور ایاتونه.
داڅنګه امکان لري چې قرآن دی له بایبل څخه اخیستل شوی وي، نه هیڅکله نه.
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ایاقرآنکریم له بایبل څخه اخیستل شوی دی؟؟؟(۵)

۱۰: په بایبل کی دانبیاءعلیهم الصلوة والسلام په حق کي ګستاخي:
حضرت نوح علیه السلام شراب وڅیښل اولوڅ پریوت (نعوذبالله):
حضرت نوح دهقان ؤاوهغه اولنی سړی ؤچي دانګوروباغ یی جوړکړ یوه ورځ هغه شراب وڅیښل اونشه شوخپل کالي یی وایستل اوپخپل خیمه کی لوڅ پروت ؤ. (پیدایښت ۹: ۲۱)
حضرت لوط علیه السلام زناوکړل اوشراب یی وڅیښل (نعوذبالله):
بایبل: مشري لورئې خپلی کشري خورته وویل: زموږپلارزوړشویدی دلته په دې شاوخواکي داسی سړی نه پیداکیږی چې زموږسره واده وکړی لکه څنګه چې په ټوله دنیاکي رواج دی راځی چې خپل پلارنشه کړواودهغه سره څملو، ترڅودهغه نه اولادونه ولرواودخپل پلارنسل ژوندی وساتو. نوپه هماغه شپه یی په خپل پلارشراب وڅیښل اومشره لورئې دخپل پلارسره څملاسته اودی دهغې په څملاستواوپاڅیدوباندی پوه نشو.
په بله ورځ مشری لورکشري ته وویل: تیره شپه زه دخپل پلارسره څملاستم، راځی چي نن شپه هم په هغه باندی شراب وڅښواوته ورسره څمله، نوموږهریوبه دخپل پلارنه اولادولرو، نوهغه شپه یی هم پخپل پلارباندی شراب وڅيښل اوکشره لوریی دخپل پلارسره څملاسته، په دې ډول دحضرت لوط دواړې لورګاني دخپل پلارپه وسیله امیدواري شوې . (پیدایښت ۱۹: ۳۰- ۳۸)
حضرت یعقوب علیه السلام پرراحیل مین ؤ(نعوذبالله):
بایبل: لابان دوې لورګانې درلودی دمشري نوم لیه اودکشری نوم راحیل دلیه سترګي ښکلی وې مګرراحیل ښایسته وه،اوښکلی اندام یی درلودحضرت یعقوب په راحیل باندی مین شوی ؤاووئې ویل : که چیری ستاکشره لورماته راکړی زه به ستا۷ کاله خدمت وکړم.(پیدایښت ۲۹: ۱۶)
دحضرت یعقوب علیه السلام زامنودخپلي مورسره زناوکړل(نعوذبالله):
بایبل: هغه وخت چې حضرت یعقوب په هغه سیمه کی اوسیده روبین ولاړاودخپل پلاردوینځي بلهې سره ئې زناوکړل اوحضرت یعقوب علیه السلام له دې څخه خبرشو. (پیدایښت ۳۵: ۲۲)
دحضرت یعقوب علیه السلام زوی یهودادخپلی نږورسره زناوکړل (نعوذبالله):
(پیدایښت ۳۸: ۱۳- ۱۹)
خدای وموسی علیه السلام ته په قهرشو(نعوذبالله)
(خروج ۴: ۱۰- ۱۸)
حضرت هارون علیه السلام وبنی اسرائیلوته دسروزروخوسی (ګیلګی) جوړکړاوهغویی عبادت کاوه (نعوذبالله).
(خروج ۳۲: ۱- ۵)
بی بی مریمې اوحضرت هارون علیه السلام دحضرت موسی علیه السلام مخالفت وکی،خدای پردوی باندی قهروکی، بی بی مریمه یی په جذام ناروغۍ باندی اخته کړه (نعوذبالله).
(شمیر۱۲: ۱- ۱۵)
حضرت داؤدعلیه السلام رقص کاوه اولوڅ شو(نعوذبالله).
(۲سموئیل ۶: ۱۴- ۲۳)
حضرت داؤدعلیه السلام زناوکړل (نعوذبالله).
(۲سموئیل ۱۱: ۲- ۵)
حضرت سلیمان علیه السلام بت پرسته ؤ(نعوذبالله)
(۲ تواریخ ۸باب)
په بایبل کي درواغ وانبیاءته منسوبول یوعادي کاردي، لکه یرمیاه علیه السلام درواغ وویل، یسعیا علیه السلام درواغ وویل اوداسی نور…
قران کریم دبایبل سره په مکمله توګه سره په ټکرکي دی
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ایاقرآنکریم له بایبل څخه اخیستل شوی دی؟؟؟(۶)

دانبیاء مقام په قران کریم کي:
قرآن عزیز:اووموبخښل دغه (ابراهیم) ته (زوی) اسحاق او(لمسی) یعقوب زیات، اودغه ټوله ګرځولی دی موږنیکان. (سورة الانبیاء: ۷۲)
اسماعیل اوادریس اوذوالکفل دغه ټول دی له صبره کوونکو، اوداخل کړی ووموږټول دوی په رحمت خپل بیشکه دوی ټول دی له صالحانونیکانوکاملانو.(سورة الانبیاء: ۸۷)
اووموباښه داؤدسلیمان چې ښه بنده ؤبیشکه چي دی رجوع کوونکی دی (الله ته).(سورة ص: ۳۰)
نه ؤکافرشوی سلیمان ولیکن شیطانان کافران شوی ووحال داچي ښوده به ئې خلکوته سحر.(سورة القره: ۱۰۲)
ای اولاده دهغه چاچي سورکړی ووموږسره له نوحه، بیشکه چې نوح ؤبنده ډيرشکرایستونکی. (سورة بنی اسرائیل: ۳)
بیشکه چي الله غوره کړی دي آدم اونوح اواولاده دابراهیم(اوابراهیم) اواولاده دعمران (اوعمران) پرټولوخلکو.(سورة آل عمران: ۳۳)
سلام دي وي (دالله) پرنوح په عالمیانوکي.(سورة الصفت: ۷۹)
اوزکریااویحیی ته اوعیسی اوالیاس ته دوی ټوله صالحان ؤ،اسماعیل اوالیسع ته اویونس اولوط ته اوداټولوته فضیلت ورکړی ؤموږپرتماموعالمیانو(پخپل وخت ددوی). (سورة الانعام: ۸۵- ۸۸)
اولوط ته ورکړی ؤموږنبوت اوپوهه. (سورة الانبیاء: ۷۴)
اویادکړه !بندګان زماابراهیم اواسحاق اویعقوب خاوندان دلاسونواوسترګو(دښواعمالوکونکي اولیدونکی)، بیشکه موږخالص کړی دی دوی په خالص خوی سره په ذکریادولودکور(اخرت)، اوبیشکه دوی زموږپه نزدخامخاله غوره کړی شووبهتروخلکووو اویادکړه! اسماعیل اوالیسع اوذوالکفل اودغه ټول ؤله خاوندانودخیر. (سورة ص: ۴۵- ۴۹)
ای موسی بیشکه ماغوره کړی ئې ته پرټولوخلکو(دزمانې ستا) په پیغامونوخپلو اوپه کلام خپل سره. (سورة الاعراف: ۱۴۴)
سلام دی وي (دالله له لوری) پرموسی اوهارون باندی بیشکه موږداسی جزاء ورکوونیکو کارانوته دوی دواړه له هغوبندګانوڅخه زموږدی چې مؤمنان دي. (سورة الصافات: ۱۲۰- ۱۲۳)
ای داؤده ! بشکه موږته ګرځولی ئې خلیفه په ځمکه کي پس حکم وکه په منځ کي خلکوکي په حق سره. (سورة ص: ۲۶)
اوموږداخل کړل ټوله (انبیاء) په رحمت خپل کښې بیشکه چې دوی دي له صالحانواونیکانوکاملانوڅخه. (سورة الانبیاء: ۸۶)
په الهی کلام قرآن عزیزکی الله جل جلاله څنګه ښه دخپلوغوره استاځوستاینه کړیده، کله قرآن وایی دادخیرخلک وه، کله وایی دارښتنی مؤمنان وه، کله وایی دادالله خاص بندګان وه، کله وایی دوی پخپلووختونوکی پرټولوخلکوغوره وه، کله الله جل جلاله پردوی باندی سلام وایی، کله وایی دوی شکرایستونکی وه اوداسی نور… په څومري ښوسره ئې یادکړیدی، وبل لورته په بایبل کی دالله جل جلاله ودې مخلصواستاځوته دزنا، دشرابو، درقص اوداسی نورو…. لغوه تهمتونه دی العیاذبالله.
نوتاسی یی سره پرتله کړی چې دبایبل کومه فقره دقرآن عزیزسرچینه ده؟؟!!
داڅنګه امکان لري چې قرآن دی له بایبل څخه اخیستل شوی وي، نه هیڅکله نه.
داسلام په کورکي ټول انبیاء علیهم الصلوة والسلام معصوم دی، دوی دځمکي پرمخ دالله جل جلاله غوره انسانان دي، له دوی څخه بل څوک غوره نشته، چې دادمسلمانانوایمان اوعقیده ده.
۱۱: دبایبل ټکرونه، غلطیانې، فحشاء، پوچې اوله عقله وتلی فقرې، بې ثمره بحثونه هیڅکله دقرانکریم دبلاغت، فصاحت، وضاحت، دمفهومه ډک، دانسانیت دمکملې ضابطې، دبشریت دفطري شریعت سرچینه ، ددنیااواخرت لارښود سره نشی پرتله کیدلای، اوداسی خوهیڅ امکان نلري چې بایبل دی قرانکریم سرچینه وګرځي.
په بایبل کي څه شی شته چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورڅخه اخیستی وای؟ دانبیاء توهین، پوچۍ خبرې، له عقله لیری فقرې، حتی دالله جل جلاله شان کي داسی شیان پکښې دي چي سړی ورته حیران شي، ټوله بایبل دساینس په رڼاکی غلط دی، نه داخلاقوڅه قوانین پکښې شته، نه دټولنې بنسټ پکښې شته، نه دژوندپه هکله څه پکښې شته، نومحمدصلی الله علیه وسلم ودې ته اړتیانه درلوده چې دبایبل څخه یوشی کاپی کړي.

قرآن عزیزدالله جل جلاله کتاب دی، اوالله جل جلاله دنن څخه ۱۴ پیړۍ مخکی وټولوکفاروته چیلنج ورکړیدی چې که تاسی شک اوشبهه لری چې دادخدای کتاب نه دی نوتاسی ددې کتاب په شان یوسورت جوړکړی یایوایات یالس ایاتونه جوړکړی، خوترنن ورځی پوری دکفارودډیرکوښښ باوجوددوی ونتوانیدل چي یوایات ددې قران کریم په شان جوړکړی.
دوی عربی کلام جوکړی دی چې په هره برخه کي یی (بسم الله الرحمن الرحیم) شته، اوداسی نوردقران الفاظ اوجملې یی پکښې استعمال کړیدی، یالکه (فرقان حق) چې دوی جعلی کتاب جوړکړیدی داټوله دوی دقرآن کریم په مقابل کي جوړکړیدی، خودوی به هیڅکله هم وخپلوشومو موخوته ونه رسیږي. داچیلنج به ترقیامته پوری باقي وي.
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ایاقرآنکریم له بایبل څخه اخیستل شوی دی؟؟؟(۷)
ددوی بله ادعاداوه چي
نبی کریم صلی الله علیه وسلم اُمی نه دی:
ددوی دوهم اعتراض دادی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم اُمی نه ؤبلکې هغه داقرآن کریم پخپله لیکلی دي؛ ددوی دادعاپه مکلمل ډول سره غلطه ده داځکه چي:
۱: کله چې دحدیبیې تړون لاسلیک کیدی نودمکې مشرکینواعتراض وکی چې په تړون کي به دمحمدصلی الله علیه وسلم سره (رسول الله) نه لیکي، داځکه چې موږدی نه منوچې ته رسول یی،دتړون لیکونکي حضرت علی کرم الله وجهه ته ئې وویل چې داتوری(رسول الله) دتړون څخه خراب که،نبی کریم صلی الله علیه وسلم وحضرت علیه کرم الله وجهه ته وویل چي (رسول الله) خراب که!حضرت علی کرم الله وجهه ورته وویل چې زه داکارنشم کولای، نورسو ل الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل چې داتوری دي چیری لیکلی دي، زه یی خبرابوم، نوحضرت علی کرم الله وجهه ورته وویل چې دغه دی، نبی کریم صلی الله علیه
وسلم هغه توری (رسول الله) خراب کړ.(تاریخ ابن کثیرټوک ۲: ۵۷۶)
۲: ایاپه ټوله عیسایی اویهودي نړۍ کی داسی څوک ثبوت لري چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم پخپل ژوندکي بایبل ومخی ته نیولی وو؟؟؟ نه هیڅکله نه. نوڅنګه کیدای شي چي نبی کریم صلی الله علیه وسلم دی قران کریم له بایبل څخه اخیستی وي. نه هیڅکله نه.
۳: ایایوڅوک داثبوت لري چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم ترنبوت مخکی دقرآن کریم یوایات یایومفهوم یایوه کیسه کړیده؟؟ ونبی کریم صلی الله علیه وسلم ته پر۴۰ کلنی باندی نبوت ورکول شو،دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په دي ۴۰ کلني ژوندکي هیڅ عیسایی یایهودي دانشی ثابتولای چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم دی دقرآن کریم یوایات ویلی وي،که چیری نبی کریم صلی الله علیه وسلم مبارک قرآن کریم دبایبل څخه اخیستی وای، نوضروربه یوه ورځ بایبل ورسره وای، اویابه ئې په ژوندکي تل دبایبل خبري کولای، بلکې کله چې پر۴۰ کلنۍ باندی نبوت ورکول شوله هغه څخه وروسته چي کله
وحی راتلې نونبی کریم صلی الله علیه وسلم هغه تبلیغولې.
داڅنګه امکان لري چې قرآن دی له بایبل څخه اخیستل شوی وي، نه هیڅکله نه.
نوربیا…
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ایاقرآنکریم له بایبل څخه اخیستل شوی دی؟؟؟(۸)

قرآن کریم دانسان کلام نه دی:
دقرآن کریم هره کلمه پردې باندی دلالت کوي، که دادانسان تخلیق وای نوداسی کتابونه به ډيراوس عیسایانو، یهودواونورولیکلی وای، اوس یوڅوبیلګې ددې لپاره راوړوچې دادالله جل جلاله کلام دی اوحضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم نه دی لیکلی، هغه په حقه دالله رسول دی.
۱: په قرآن کریم کي جنین پوهنه (Embryology):
قرآن کریم: اوموږانسان له سریښناکي خټی څخه جوړکړ،بیاوګرځاوه کیښودموږ(اولاده د)دغه (آدم) نطفه (تړلی څاڅکی دمنی) په یوقرارګاه محکم(رحم کښې)،بیاموږوګرځوله موږدانطفه ټوټه دوینو(کلکه سریښناکه) بیاوګرځوله موږدغه ټوټه دوینویوه وړه بوټئ دغوښوبیاوګرځوله موږدابوټئ دغوښوهډوکي بیاورواغوستله موږدې هډوکوته (پس له پیداکیدودرګونواودپلواونورو) غوښه بیامو(ژوندی ) پیداکړدی په پیدایښت بل سره (په نوي صورت) پس ډيرلوړلوی دی شان دالله چې ډیرښه پیداکوونکی دی.(سورة المؤمنون: ۱۲- ۱۵)
همدارنګه دابیان په (سورة حج: ۵، سورة قیامه:۳۷- ۳۸، سورة فاطر: ۱۱، سورة دهر:۲، سورة طارق: ۵- ۷، اوداسی نور…) سل کاله مخکی په جنین پوهنه باندی هیڅوک نه پوهیدی نوڅنګه کیدلای شي چې دادي دخدای کلام نه وي، داڅنګه امکان لري چې په داسی صحرایی سیمه کي، بې وسایلو(الټراساوڼډ، ایکس رې، اونور..) دی نبی کریم صلی الله علیه وسلم په خبروای، بې له وحی دالله جل جلاله.
۲:خوږې اوبه له ترووڅخه ، یوسمندرله بل څخه پرده لري.
په قرآن کریم کي راځي:
دوه سمندرونه یی نښتی خوشي کړیدي چې سره یوځای شي ددواړوپه منځ کي یوه پرده ده چې نه ګډیږی بوپه بل باندي. (سورة الرحمن:۱۹، ۲۰)
داپرده په ټولوسمندرونو، رودونوکی شته، ددې بلګې زښته ډيري دي، لکه دنیل رود دسپین سمندرګي سره لیدونکې پرده لري چې کله دوی سره یوځای کیږی، په جبل طارق کي اطلس سمندراوسپین سمندرچې سره ګډیږی داپرده له ورایه معلومیږی، سره بحیره دهنددسمندرګي سره، دمصرپه دلتاکي چې دوه رودونه سره یوځای کیږي داپرده له ورایه معلومیږی اوداسی نور…
دنن څخه ۸۰ کاله مخکي ساینس پوهان په دې وتوانیدل چې داسی سمندرونه یی پیداکړل چې خوږې اوبه اوترخې اوبه سره یوځای کیدلې اوګډیدلې نه،چې له همدې کبله ډيروخلکواسلام راوړی چې کله دقران کریم دااعجازیی ولیدی، نودعربوپه داسی وچه دښته کي چې دڅیښلواوبه نه پکښې پیداکیدلی داسمندرونه چیري وه؟ایاکوم عیسایی یایهودی عالم یاتاریخ پوه داسی شواهدلري چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم مبارک په دغه وخت کي دسمندرسفروکی؟؟؟ نه هیڅکله نه. داامکان نلري چې دادي دیوه انسان کلام وي، بلکې دادالله جل جلاله کلام دي .
۳:دعسلومچۍ اوعسل:
قران کریم: اوستارب دشاتومچیوته الهام وکړچې له غرونواوله ونواوڅپروڅخه چې (خلک یی جوړوي) ځانته کورجوړکړي، بیاله بیلابیلومیووڅخه خورئ اوله هغولاروڅخه ځئ چې ستاسورب درته هواری کړیدی دهغه له ګیډوڅخه دبیلابیلورنګونودڅښلوشی وځی چي په هغه کی خلکوته شفاء ده بې شکه چې په دی کي دهغه قوم لپاره چی فکرکوي یوه نښاه نه ده.
(سورة النحل: ۶۸- ۷۰)
اوس که موږودې مبارکوایاتوته وګورنودشاتودمچیوټوله ژوند، دهغونظم، دژوندترتیب، عسل، دهغورنګونه اوعسل شفاء دی داټوله پکښې دي، پنځوس کاله مخکي انسانان دمچیوپه ژوندباندی نه پوهیدل،دعسلوپه ګټونه پوهیدل، اوس دساینس په ترقۍ سره عسل ترسلودزیاتوناروغیودرملنه ده، چې تاسی کولای شی دحقیرپه کتاب (اسلام اونوي ساینسي څیړنې ۱ ټوک) کی وګوري، داعصابولپاره،دمعدې لپاره، دپوستکی لپاره، اوداسی نورو… لپاره پوره درملنه ده.
چې په اوس وخت کی ددومری امکاناتوپه شتون کی انسانان څه لږپه دې پوه شول چې عسل شفاء ده، نوپه داسی غیرمتمدنه ټولنه لکه جزیرة العرب کی څنګه داامکان لری چې یوڅوک دي دعسلوپه هکله ۱۴۰۰ کاله وړاندی داسی وړاندوینه وکړی، داپه ښکاره ددې ثبوت دي چی دادیوه عادي انسان لیکنه نه بلکې دادالله کلام دي.

ایاقرآنکریم له بایبل څخه اخیستل شوی دی؟؟؟(۹)

۴: دقرآن چیلنج:
قرآن کریم: ووایه که انسانان اوپیریان سره یوځای شي څوددې قرآن په څیرراوړی نوهیڅکله ددې په څیرنشی راوړی که څه هم ځینی ددوی دځینونورومرستندویان وي . (سورة بنی اسرائیل: ۸۸)
که دادانسان کلام وای نوالله جل جلاله وټوله نوع انسان اوپیریانوته چیلنج نه ورکوي ، دادالله کلام دی نوځکه الله جل جلاله وایی چې که تاسی په دې کي شک لري نوتاسی یی ولیکی، چې داکاربه هیڅکله ترقیامته پوری څوک ونکړی اونه هم کیدلای شی.
۵: دقرآن کریم وړاندوینې:
په قرآن عزیزکي ۲۲ وړاندوینې شتون لري، چې ټوله عیسایی اویهودي نړۍ ورباندی شاهده ده چې هغه ټولې حقي اوثابتي شوې، دقرآن کریم بل اعجازپه دې کي دی چې په تیروخت باندی ئې هم رڼااچولې ده، له حضرت آدم علیه السلام څخه نیولې داسلام ترراتګ پوري. زه به اوس دلته یوڅودقرآن کریم وړاندوینې وړاندي کړم.
۱:
قران کریم: (د) روم (امپراطوری) ماتی وخوړه، په نژدې ځمکه کي (یی ماتی وخوړه) اودوی به دخپلی ماتی خوړووروسته ژربیابرلاسی شي په څوکلونوکي پریکړه له دې پخوااوتردې وروسته دالله ده اوپه هغه ورځ به مؤمنان خوشحاله شي.(سورة الروم: ۱- ۵)
کله چې داایاتونه نازل شول نوابی بن خلف دحضرت ابوبکرصدیق رضی الله عنه سره دسلواوښانوشرط کښیښودی، ۹ کاله وروسته رومیان پرفارس باندی غالبه شول اودقرآن کریم وړاندوینه وټولوته ښکاره شول حضرت ابوبکرصدیق رضی الله عنه هغه ۱۰۰ اوښان له ابی بن خلف څخه راوستل.
ایاپه عیسایی اویهودي نړۍ کی همداسی وړاندوینه یوکس کړیده؟ ایادادیوه عادي انسان وړاندوینه ده؟ که دیوه پیغمبرصلی الله علیه وسلم؟ ایادالله څخه پرته بل څوک هم په دې خبرؤ؟ نه هیڅکله نه. داښکاره ددې ثبوت دی چې دادالله کلام دی اوبس.
۲: دمکې دفتح وړاندوینه:
بې شکه چې الله دخپل رسول دغه خوب رښتیاکړ، که الله وغواړی هرومروبه تاسی په امن سره اوبې له ویري دحرم مسجدته ننوځي په داسی حال کي چې به دخپلوسرونودخرییونکواویالنډونکی واوسی نوالله په هغه څه چې تاسی پری نه پوهیږی پوه واوله دې څخه مخکی نژدې بریاوي درکړي. (سورة الفتح: ۲۷)
دمکې فتح دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په مبارک ژوندکي په برخه شوه، دافتح بیله الله وبل چاته معلومه وه؟ نه هیڅکله نه.
اوداسی نورې ډیروړاندوینې چي په قرآن کریم اوپه احادیثوکي شتون لري.
دروم لوی راهب مسلمان شو
حضرت عمررضی الله عنه یوه ورځ په مسجدکی آرام کاوی،یوڅوک یی ولیدی چې وسرته یی ولاړدی اوکلمه شهادت یی ویله،حضرت عمر رضی الله عنه ورڅخه پوښتنه وکړه چې خیردی؟ راهب ورته وویل چې زه دروم دهغوعلماؤڅخه یم په عربي اوپه نوروژبوسره خبری کولای شم، اوښه په پوهیږم؛ مادیوه مسلمان بندي څخه داایات واوریدی (من یطیع الله ورسوله)،بیامي غوروکی ودې پایلوته ورسیدم چې دغه ایات ترهغه څه چې پرحضرت عیسی علیه السلام باندی نازل شوی دي ترهغوټولوجامع ایات دی. (بائیبل سې قرآن تک:۲ټوک پاڼه- ۳۱۵)

ایاقرآنکریم له بایبل څخه اخیستل شوی دی؟؟؟(۱۰)

دقرانکريم پرحقانيت باندی دغيرمسلموساينس پوهانو ګواهی
1: کيت ايل مور:(Keith L. Moore)
دجنين په هکله
ډاکټرکیت ایل مورچی دامریکا اوکاناډادتشریح الاعضاء (Anatomy)پخواني مشروو، اوپه 1994 کال کی ئې په همدې برخه کی د(جې، سي بي ګرانټ) جایزه هم ترلاسه کړل اوپه همدې برخه کی ئې ډېرخدمتونه هم کړیدی، وایی:
زه دډېروخت راهیسی دسعودی عربستان په جده په العزیزپوهنتون کی پرجنین پوهنه (Embryology) باندی دسنتوپه رڼاکی کار کارکوم زه ډېرورته حیران شوم چی 1400 کاله مخکی څنګه دجنین پوهنې په اړه خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم کوم معلومات ورکړی وه اواوس هک پک هغه موږڅیړواوحال داچی په هغه وخت کی ددې علم په هکله هیچامعلومات نه درلودی اونه هم تصورکېدای شوای، هغه څه چی زه وایم داډېرښکاره دی،داچی دقرانکریم وړاندوینی چی دجنین په هکله ئې کړی دی ، چی ساینس ئې ټولې منی دا به په راتلونکوکی معلومه شی۔
ده په مصرکی په یوه کانفرنس کی یوه مقاله ولوستل اوداسی ئې پکښې لیکلی وه:
زه دقرانکریم معلوماتو دجنین پوهنې په اړوندډېرخوښ کړم چی څومره ښکلی مراحل اوکره معلومات پکښې دی، اوزما لپاره دنورومعلوماتودراټولولولپاره سرچینه شول، اوزه دامنم چی دااحکامات وخاتم الانبیاء حضرت محمدصلی الله علیه وسلم ته دوحی په ډول سره راغلی دی، داځکه چی له ده څخه وروسته ترڅو پېړیوپوری لاساینس پوهان په دې هکله په هیڅ نه پوهېدل۔
دسایسن دترقۍ له کبله دجنین پوهنه نوره پېچلې شوه، اوپېچلې ده، اوکوم اصطلاحات چی په قرانکریم اوسُنت نبوی صلی الله علیه وسل کی ذکرشوی دی، هغه ډېرساده، اوجامع دی، چی ددې علم بنسټ ئې جوړکړی هم دی اوزه ددې سره پوره موافق یم۔
دتیروڅلورولسیزوراهیسی ددې علم بنیادښکار شوی دی، اوحال داچی په قرانکریم کی ددې علم بنیادپه 7 عیسوی پېړۍ کی ایښودل شوی وو۔
2: پروفيسرارمسټرانګ (Professor Armstrong)
پروفیسرارمسټرانګ دامریکاپه خلای څېړنیزمرکز (NASA) کی کارکاوی، اوکنساس په پوهنتون کی دفلکیاتواستادهم وو۔
دپروفیسرارمسټرانګ څخه ډېرپوښتنی وشوی، چی یوه پوښتنه داوه :
همدااوس چی کوم نوی الات اوفضایی بېړۍ تاسی لری اوپکښې تللی یاست اودافلکیات موخپله مشاهده کړید دی، تاسی څه نظرلری چی کوم ایاتونه 1400 کاله مخکی دفلکیاتوپه هکله څه ویلی دی داڅنګه پرتله کوی؟
ددې سوال ځواب په داسی لنډوخت کی څه مشکل کاردی، داځکه چی ووخت ته پوره اړتیالری، زه په دې حیران یم چی 1400 کاله مخکی وړاندوینی اوزمااوسنی مشاهدات څنګه پرتله کړم، خوحقیقت دادی چی داهرڅه سره ورته دی، اوداهم درته وایم چی زه څه وایم هغه ډېرروښانه دی، داچی ساینس به داهرڅه منی دادراتلونکی تجربواووخت خبره ده۔

ایاقرآنکریم له بایبل څخه اخیستل شوی دی؟؟؟(11)
دقرانکريم پرحقانيت باندی دغيرمسلموساينس پوهانو ګواهی

3:پرفيسروليم هي(Professor William Hay)
ولیم هې دامریکادکلوریډودپوهنتون دسمندرپوهنې (Oenology) پروفیسردی۔
ولیم هې دامریکادسمندرپوهنې یومشهوره پروفیسردی، دې بیاپه ټولوکی مشوره اودلوړمقام څښتن دی، شیخ عبدالمجید اې زندانی دهغه څخه دسمندردسطحې، لوړې ژورې، دسمندروپرمینځ واټنو نه، دسمندرځمکه اوداسی نورې پوښتنی وکړی چی ولیم هې ئې په ځواب کی وویل:
وماته داډېره په زړۀ پوری دی چی کوم معلومات په قرانکریم کی شته هغه معلومات زمالپاره دټولونورومعلومات سرچینه شول؛ اودقرانکریم معلومات دسمندرپه هکله ډېرنوی، هېښونکی اوپه زړۀ پوری دی۔
اوزه داتصدیق کوم چی قرانکریم یوالهی کتاب دی، داځکه چی په هغه وخت کی داایاتونه په داسی وچ دښت کی نازل شویدی چی هیڅ سمندرهلته نه وه، اوپه دې علم کی ترډېروخته پوری موږواقف نه وو۔
4:پرفيسر دُرجاراو(Professor Durja Rao)
پروفیسردُرجاراوچی په شاه عبدالعزیرپوهنتون کی دسمندردمځکې پوهنې استادوو، اوشیخ عبدالمجیدزندانی دقرانی ایاتودحقانیت په هکله ورڅخه وپوښتل:
تاسی په قرانکریم کی دساینسی معلوماتوپه هکله څه وایاست؟ اوحال داچی امام الانبیاء صلی الله علیه وسلم 1400 کاله مخکی په دې پوهیدی تاسی دقرانکریم پرتله دنوی ساینس سره څنګه کوی؟
دادهرشی په هکله چی په قرانکریم کی معلومات ورکول شوی دی په پوره تفصیل سره، ودې ته هرڅوک حیران شی، اوداکېدای شی چی په هغه وخت کی انسانانوپه څه شیانوکی څه محدودعلم درلودی، اوقرانکریم هرڅه داسی په تفصیل سره بیان کړیدی چی دادانسانی عقل اوپوهې څخه لوړدی، اوزه دامنم چی قرانکریم دمافوق الفطرت دیوې سرچینی څخه راغلی دی۔
5: پروفيسرسياويدا(Professor Siaveda)
پروفیسرسیاویدادجاپان دسمندردځمکپوهنې(جیولوجی) تجربه کاره اونامتو پروفیسردی۔
شیخ زندانی په یوه ځانګړی ملاقات کی ورڅخه ډېرې پوښتنی دقرانکریم دحقانیت په هکله وکړی، چی دغرو، سمندرو، دغرودجوړښت اودمځکې پرمضبوطوالی باندی مشتملې وې، اویوه پوښتنه ئې داورڅخه وکړل:
دکایناتوهغه پټ رازچی اوس ساینس پوهانوپیداکړی دی، اوهغه 1400 کاله مخکی په قرانکریم اوسنت نبوی صلی الله علیه وسلم کی موجودوو تاسی ورته په څه نظرګوری؟
زه په دې باوریم چی داهرڅه دپټورازونه نه ډک اودپوره یقین وړدی، تاسی چی هرڅه وایاست هغه ټول یقینی اوحق دی، اوداکتاب (قرانکریم) له ټولوکتابوڅخه امتیازلری، اوزه درسره موافق یم۔
6: پروفيسر تيجاتت تيجاسن
(Professor Tejatat Tejasen)
پروفیسرتیجاتت تیجاسن دتایلینډپه چیانګ مائی پوهنتون کی دتشریح الاعضاء(اناتومی) پروفیسردی۔
پروفیسرتیجاسن دقرانکریم اوجنین پوهنې دمختلفومقالو مطالعه وکړل، ده څلورورځې دمسلمانانواوغیرمسلمانانوسره په دې هکله خبرې وکړی، دسعودی عربستا ن په ریاض کی ئې په اتم سعودی میډیکل کانفرنس کی داسی وویل:
دتیرودرې لسیزوراهیسی زمالیوالتیادقران سره زیاته شویده، کومی مطالعې چی ماکړیدی دادرته ویلای شم چی 1400 کاله مخکی چی قرانکریم دکوم شی بیان کړیدی هغه ټول حق دی؛ اودقران هره خبره دساینس یوبنسټ دی چی ددې حقیقت څخه هیڅوک سترګې نشی پوټولای، محمدصلی الله علیه وسلم که څه هم په لیک اولوست نه پوهیده خوبیاهم ئې دداسی پوره هستۍ داسی ښکلی پېغامونه ئې وخلکوته ورسول چی هغه ددې ټوله کایناتوپیداکوونکی دی، چی هغه ته خدای یاالله وایی۔
زمالپاره دااړینه ده چی کلمه د(لااله الاالله محمدرسول الله) ووایم۔
پروفیسرتیجاسن داکلمه وویله اومسلمان شو، اوده په پای کی زیاته کړل چی ودې کانفرنس ته ترکلمی ویلوڅخه ماسوابل قیمتی شی مانه دی راړی۔

ایاقرآنکریم له بایبل څخه اخیستل شوی دی؟؟؟(12)
دقرانکريم پرحقانيت باندی دغيرمسلموساينس پوهانو ګواهی

7:پروفيسر يوشيدی کوسن
Kusan) (ProfessorYushidi
پروفیسریوشیدی کوسن دجاپان درصدګاه مشردی۔
شیخ عبدالمجید اې زندانی دپروفیسرڅخه داسمانودپیدایښت، دځمکې اواسمانوترمینځ تعلق، اودداسی نورومعلوماتو په هکله ډېرقرانی ایاتونه ورته وړاندی کړل؛ چی وروسته پروفیسریوشیدی کوسن ورته په دې حیران شوچی قرانکریم داسمانواوکایناتوپه هکله داسی معلومات ورکړیدی، چی هغه دده دمشاهداتوسره پوره سمون خوری؛ اودقرانکریم هرڅه ډېرواضح اوروښانه دی۔
موږچی کله دفلکیاتوپه هکله معلومات وځانته حاصلوو، هغه ډېرمحدوداونیمګړی دی، داځکه چی داپراخه کهکشان اوفضاء لیدل په دوربین کی هیڅ امکان نلری، اوموږئې پریوه ډېره وړه برخه باندی پلټنې کوواوبس، اودقرانکریم معلومات داسمانواونورلوړوکا ئیناتوپه اړه باندی ډېرپه تفصیل سره دی، چی په راتلونکی کی به دقرانکریم داایاتونه زموږلپاره پوره لاره پرانیځی۔
8: پروفيسرايلفريډکرونر
(Professor Alfred Kroner)
پروفیسرایلفریډکرونردجرمنی(المان) دمینز(Mainz) دپوهنتون دجیولوجی دعلم یونامتواووتلی پروفیسردی۔
پروفیسرکرونرپه نړیواله سطحه سره یومنلی استاذدی، دی دساینس په نړۍ کی په دې باندی ډېرشهرت لری چی یوئې عملی کارډېرکړیدی اوبل داچی پرنوروباندی تنقیدونه ډېرکوی، کله چی دزندانی سره مخامخ شونوهغه ورته ډېرایاتونه اواحادیث ورته وړاندی کړل اووروسته ئې داسی وویل:
زه دمحمدصلی الله علیه وسلم په دې معلوماتودرلودلوسره ډېرحیران یم چی یوڅوپېړۍ مخکی ساینس پوهانودعصری تجهیزاتوپه درلودلوسره وتوانیدل چی څه ناڅه په پوه شی اودی صلی الله علیه وسلم 1400 کاله مخکی په خبروو۔ دپوره توجه خبره خولاداده چی دی په هغه وخت په هستوی علم (نیوکلیرفزیکس) باندی هم خبروو، چی په هغه وخت کی پرځمکه باندی هیڅوک ورباندی نه پوهیدی اودقرانکریم سرچینه ضرورداسمانوڅخه ده۔
که چیری دقرانکریم ایاتونه اودساینس حقایق دمځکی دپیدایښت په اړه سره پرتله کړو، نودابه وویل شی چی دواړه یوشانته دی، اوددوی اصطلاحات سره موافق دی۔ اوکه په ساده ژبه سره ووایم نوقرانکریم دساینس یوپوره مکمل کتاب دی ، چی په راتلونکی کی به دهغه هرایات نوی ساینس ثابت کړی۔
9: پروفيسرجيرالډسی جيوئرنګر
(Professor Gerald C Goeringer)
پروفیسرجیرالډسی دامریکادواشنګټن ډی سی دجارج پوهنتون دژونکودژوندپوهنې(Cell Biology)، دجنین پوهنې دطب (Medical Embryology) پروفیسر اومرستیال(Coordinator) دی۔
کله چی شیخ زندانی ورسره ولیدل نوورڅخه ئې وپوښتل چی دجنین پوهنی په علم کی تاسی څه نښانې لری؟ ایادحضرت محمدصلی الله علیه وسلم په وخت کی هم دجنین پوهنې څه متن شتون درلوی؟ شیخ داهم ورته وویل چی دجنین چی کومی مرحلې دی هغه په دې ډول ۔۔۔۔ سره په قرانکریم کی شتون لری۔
دډېروبحثوڅخه وروسته هغه دسعودی په اتم طبی کانفرنس کی داسی وویل:
په قرانکریم کی چی کومه تشریح دنراوښځې دجوړه کېدوڅخه وروسته دجنین پیدایښت دی، اودهغه ټولې دورې اومرحلې په پوره تفصیل سره بیان شویدی، له دې څخه اضافه تشریح ناشونې ده، اودقرانکریم ټول اصطلاحات داسی په تفصیل سره دی چی څه موده مخکی هیڅوک ورباندی نه پوهیدل۔ په قرانکریم چی څومره تفصیل شویدی ددې تفصیل پوره معلومات به په راتلونکوڅوپېړیو کی وشی، داساینس پوهان لاهم دقرانکریم په ډېرپټورازونونه پوهېږی۔
داسلام دحقانیت لپاره تاسی کولای شي چي زماحقیرکتاب (ماولی اسلام قبول کړ؟)اوهمدارنګه دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دنبوت دتصدیق په هلکه دغیرمسلمانانوڅرګندونې تاسی زماپه کتاب (فخرالموجودات حضرت محمدصلی الله علیه وسلم دنوروپه آند) درسره ولولي. دغیرمسلمانانولیکنې داسلام دتصدیق لپاره موږپه دې باندی راوړچې داسلام، قرآن اودنبی کریم صلی الله علیه وسلم مبارک دښمنان لاپه دې باندی اقرارکوي چې اسلام حق دی ، بیاوهیڅ دلایلو ته اړتیانشته.

پاي
په اسلامي پاکه مینه
ستاسوورور
عبدالغفارجُبیر
جمعه، اګست ۲۲، ۲۰۱۴