کور / سياسي / د ويلز له غونډي د طالبانو ٧ غوښتني

د ويلز له غونډي د طالبانو ٧ غوښتني

دافغانستان حساس سياسي حالت ته په کتو لازمه ګڼو چي د ويلز نړيوالي غونډي ته د طالبانو غوښتني کټ مټ درته خپرې کړو.(اداره)

ټاکل شوې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ چې د روان کال د سپتمبر میاشتې له ۴ نېټې سره سمون خوري، په بریتانیه کې د ناټو غړیو هېوادونو غونډه پیل، او په ۵ نېټه پای ته ورسي، نوموړې غونډه چې د بریتانیې په ویلز ښار کې جوړېږي، نېږدې د شپېتو هېوادونو مشران، او په عام ډول د مختلفو کچو شاوخوا دوه سوه مشران ګډون پکې کوي.
دا چې غونډه د اوکراین او د سیمې د ځینو نورو مسایلو تر څنګ زمونږ د ګران هېواد افغانستان دراتلونکي په اړه هم خبرې کوي، دافغانستان اسلامي امارت له فرصت نه په استفادې د نوموړې غونډې د ګډون کوونکو پام لاندې څو ټکو ته را اړوي:
لومړی: د افغانستان د روانې غمیزې یوازینی حل د اشغال په پای ته رسولو کې دی، دا هغه حقیقت دی چې ټول پرې پوهېږي، دا د افغان مظلوم ولس بنسټيزه غوښتنه ده، او دا غوښتنه د ټولو سماوي او وضعي قوانینو له مخې د افغان ولس یو مشروع او قانوني حق دی، ځکه انسانان آزاد او خپلواک پیدا شوي، او د خپلواک ژوند کولو حق لري.
دوهم: تاریخ ثابته کړې، چې زور هېڅکله د ستونزو د حل لاره نه ده، په ځانګړي ډول تیرو دیارلس کلنو بمباریو، وژنو، زندانونو او ځورونو وښودله چې هېڅوک، که څه هم چې ډېر زور او زر ولري، نشي کولی په آزادو ولسونو په ځانګړي ډول افغان ولس خپلې غوښتنې تحمیل، او خپلواکي یې سلب کړي! ځکه خو باید له دې وروسته د زور پالیسي نوره تجربه نشي. د ستونزو د هواري یوازینی دایمي او معقول حل په انصاف، عدالت او مظلومانو ته د هغوی د حقوقو په ور کولو کې دی.
دریم: د افغانستان اسلامي امارت په دې باوري دی چې افغان ولس یوازې د یو خپلواک، اسلامي او له هر ډول قومي، ژبني او مذهبي تبعیض پرته افغان شموله نظام تر سیوري لاندې سره را ټولېدی شي، او دا هغه هدف او آرمان دی چې افغان ولس یې د تر لاسه کولو لپاره په ملیونونو قربانۍ ور کړې دي. او اوس هم د همدې هدف لپاره قربانۍ ور کوي؛ ځکه خو باید دغه کړیدلی ولس نور پرېښودل شي تر څو له هر ډول زور او فشار پرته خپل برخلیک په خپله وټاکي.
څلورم: د افغانستان اسلامي امارت ټولو ته ډاډ ور کوي چې نه د چا په داخلي چارو کې لاسوهنه کوي، اونه په خپلو داخلي چارو کې د نورو لاسوهنه زغملی شي، نه د بل لپاره د ضرر رسولو پالیسي لري او نه د بل د ضرر تحمل کولی شي. او نه به چا ته اجازه ور کړي چې د افغان خاوره د چا په ضد استعمال کړي.
پنځم: اوس باید ټول پوهېدلي وي چې د افغانستان اسلامي امارت د افغان ولس اصلي استازی دی. اسلامي امارت کولی شي د افغانستان د ستونزې په هواري کې مرکزي رول ولوبوي؛ ځکه اسلامي امارت د ولس له منځه راپورته شوی، او له ولس سره په هر غم او درد کې شریک پاتې شوی، چې له همدې امله ولس باور پرې کړی.
شپږم: بهرنیانو ټولټاکنې د دیارلس کلن اشغال تر ټولو لویه لاسته راوړنه ګڼله، په دې فکر چې افغانستان ته یې ددوی په اصطلاح دیموکراسي راوړې، افغان ولس ته یې په خپله خوښه د خپلې خوښې مشر ټاکلو فرصت برابر کړی، خو نن دا دي ټول ګوري چې ددوی دیموکراسي څه شوه؟ او ټولټاکنې یې په کوم لوري لاړې!! هغه ټولټاکنې چې دوی د خپل دیارلس کلن اشغال ثمره ګڼله، دا دي ټول شاهد دي چې د تاریخ شرم وګرځېدې! داسې چې نور ټول دانتخاباتو د نوم په یادولو شرمېږي!
اووم: له پلان سره سم ټاکل شوې وه چې د ویلز په غونډه کې به ددوی په اصطلاح د افغانستان منتخب ولسمشر ګډون کوي، خو دا دي اوس خبره د دوی د ټولو هیلو او هڅو پر خلاف را وڅرخېده! او ددې ټولو ناکامیو او ګډوډیو اساسي لامل اشغال دی، تر څو چې اشغال پای ته نه وي رسېدلی، تر هغه دافغانستان ستونزه نشي هوارېدی. له همدې کبله د افغانستان اسلامي امارت د نوموړې غونډې په ټولو ګډونکوونکو غږ کوي چې د ځمکنیو حقایقو او واقعیتونو په رڼا کې داسې معقولې پرېکړې وکړي، چې له یوې خوا د افغان ولس خپلواکي تضمین، او اشغال پای ته ورسوي، او له بلې خوا نور د افغان کړېدلي او مظلوم ولس د ځورولو، کړولو، وژلو، زنداني کولو او شړلو لړۍ ته د پای ټکي کېښودل شي.

د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۵/۱۱/۷ ه ق
۱۳۹۳/۶/۴ ه ش
۲۰۱۴/۹/۲ م