کور / سياسي / دمعلم عطا نور په جواب کي د لالي حميدزي غبرگون

دمعلم عطا نور په جواب کي د لالي حميدزي غبرگون

دافغانستان ملت ته! اسلام علیکم!
دوستانو په دې باندي به تاسي پوهیږي، چي تر اوسه پوري موږ چوپ پاته وو، دا په دې مانا نه، چي موږ ګوتڅنډنه نسو کولای او یا دا جرئت نه لرو، بلکي موږ د افغانستان او اساسي قانون ته په احترام قایل یو.
هو دا چي نن د ۹۰٪ نیوي فیصده ټاکنو نظارت بشپړه سوې او دوئ په دې پوه سوي دي، چي موږ وبایلل او پایله د تحول او دوام ټیم وګټل.
د دوئ کوتڅنډنه په دې مانا ده، چي په راتلونکي حکومت کي واک ترلاسه کړي او دخپل شخصي ګټو په فکر کي اوسي.
موږ د دوئ په مقابل کي پر ټول هغه ولس ژغ کوو، چي هیڅ کله او هیڅ ځای پرېنږدئ، چي څوک دي بیا وطن په اور کي واچوي او بیا دي د زرغون او نارنجي رنګونو نارې ووهي. هیڅوک پری نږدی چي وطن کي مو ګډوډئ ته بوځي.
زه ستاسو توجه څو نقطو ته را اړوم:
۱ـ د ډاکټر نجیب دحکومت په وخت هغه پنځه فقره يي طرحي ، چي دسولي په هکله وه هم دغه ډله وه، چي مخالفت یي وکړ.
۲ـ د حزب اسلامي چي مشري يي ګلبدین حکمتیار کوئ له هغوئ سره دوئ جنګ کوئ.
۳ـ د حزب وحدت چي مشري یی عبدالعلي مزاري کوله له هغوئ سره دوئ جنګ کوئ.
۴ـ جنبش ملي سره دوئ جنګ کوئ همدا شان له طالبانو سره دوئ اخته وه. په اوس وخت کي دکرزي د حکومت په مخالفت کي دوئ ولاړ وه.
اوس بیا د تحول د تداوم د ټیم سره ، چي دافغانستان غیرتمند ولس باور په وکړ او اکثرو رایه وکړه ، دوئ د خلکو باور له مینځه یوړئ.
دوئ د خلکو ارادې ته سپکاوي وکړئ.
څوک چي دملت رایه ته په حق نه ګوري، څوک چي په ملت باور نه کوي، څوک چي د بل په تګلاري روان دی خپلي برنامې نه لري نو موږ نه د ایران برنامو ته اړتیا لرو او نه هم د نورو موږ یوازي غواړو تحول او دوام او خپله افغانۍ برنامه.
موږ دنړیوالي ټولني دنظارت خبره ورسره ومنل – موږ دهر مرکز د رایو دنظارت غوښتنه چي د دوئ وه ومنل . خو نن دوئ نه دافغانستان قانون مني، نه دافغانستان دټاکنو قانون مني نه هم دنړیواليٍ ټولني خبره مني.
نو؛
موږ د دوئ په مقابل کي پر خلکو ږغ کوو، او ورته وایو، چي هر هغه څوک چي افغانستان قوانین نه مني او نه ورته احترام لري.
په افغانستان کي جنګ غواړي په افغانستان کي بربادي غواړي. دا چي ۳۰ کاله دلته جنګ او هر څه روان وه د دې ټوله پړه پر دوئ اچوو او پر خلکو ږغ کوو، چي د قاتل، غاصیب او غلو په مقابل کي سره رایو ځای سي ځکه بیا یو نیم لنډغرو د پردیو سره پروتوکولونه امضا کړیدي افغانستان او افغانان د بربادۍ خواته بوځي او افغانستان خرڅ کړي او یا هم به جنګ يي بدل کړي.
موږ دافغانستان بر حال محترم رئيس جمهور باندي ږغ کوو
موږ پر ملل متحد باندي ږغ کوو
موږ دافغانستان دانتخاباتو کمیسون او شکایاتو کمیسون باندي ږغ کوو
چي ژر تر ژره دي د رایو نهايي پایله اعلان کړي ځکه افغانستان په ډیرو اساسو شیبو کي قرار لري، که چیري داسي څه ونه سي نو ملامت به دوئ ټول وي.
او موږ نه نارنجي او نه هم زرغون رنګ لاره خپلوو او نه هم دا منو موږ د افغانستان دقوانینو او دخلکو د ارادې سره سم اقدام کوو.
او پر خلکو بیا هم ږغ کوو. چي د مدني حرکتونه په ۳۴ ولایتو کي شروع کړي او د داسي لنډغرو په مقابل کي چي دهغه رنګونو نارې وهي چي افغانستان يي پخوا هم داسي رنګو یو ځل بربادۍ خواته بیولي وو او دوئ بیا غواړي.
نو په مقابل کي یی اماده اوسئ!
ستاسي ورور
دکندهار خلکو استازی محمد نعیم لالی حمیدزی په اولسي جرګه کي
د موادو مخدرسره دمبارزې ددکمیسون رئیس.​