کور / هراړخیز / راتلونکې دولت دی روږدي موټروانان راټول کړي.

راتلونکې دولت دی روږدي موټروانان راټول کړي.

هیواد مو نه یواځې د ترهګرو، مافیأ، ځان وژنکو، غلو، غاصبینو، او نورو شومو پدیدو او تهدیداتو لاندی دي، بلکې روږدی موټروانان هم په سلګونو هیوادوال هره میاشت وژنې!

د سرکونو په پخول مو ملیونونو ډالر لګولۍ، خو د سپینې کرښې اچول چې ډرایور ته د سرک حدود ټاکې او په زرګونو ډالرو لګښت غواړي پام ندۍ شوي!

د هیواد جغرافیأېې موقیعت، له مخې هیواد مو د پراخو غریزو سمیو لرنکې دي، چې اکثر سرکونه مو لوړې او ژورې لري، او دا هم د ترافیکې پیښو له لاملونو څخه شمیرل کیږۍ.

همداشان د ترافیکو ګډ وډ قانون، ترافیکې قوانینو ته بې احترامی او د قانون نه پلۍ کیدل هم دغه ډول ناوړو حوادثو ته لاره هواره کړی ده خو د دي ټولو لاملونو څخه لوي فکتور روږدو ډریوانو ته د خپل ژوند سپارښت دي. چې تل ئې زمونږ هیوادوال د غم په تغر کینولې.

که سمه پلټنه وشې نو د هیواد اویأ سلنه د لینونو ډریوران ټول په چرسو روږدۍ دي. او د هرې اوږدې لارې ډرایور د دمې پر مهال د سګرټې ښې لوخړې پورته کوي!

د داسې غمیزو د مخنیوۍ لپاره یوه ډیره ساده، اسانه او کوچنې آله شته. چې د یو پوکې په واسطه د انسان په وینې کې د هر ډول نشې موادو او دوا اثرات په ډاګه کوي. دا آله د ډیرې ناڅیزه بېه په مقابل کې کولاې شې زمونږه د لسګونو زرو بې ګناه هیوادوالو د مرګ مخنیوۍ وکړې.

اوس سوال دا دي، چې ایا، زمونږه ژوند د دولت ټیکدارنو پر وړاندی دومره ارزښت نلرۍ چې دا بې ارزښته آله وپیرې او د غمیزو مخنیوې وکړي؟