کور / سياسي / د وچ لرګي هم څوک مالک خو وي!

د وچ لرګي هم څوک مالک خو وي!

يو لاطيني متل دی چې يو سرجن خپلې تجربې د يتيمانو پر سرونو کوي. په سياسي حواله د ملکيت د دعوې د نشتوالې سره په زړه لړزونکې توګه د مخامخ شمالي وزيرستان تصوير د يو يتيم تصوير دی خو پاکستاني رياست د تجربو تر عمر را تېر شوی ښکاري، شپږ شپېته کاله يې دا ټوله خاوره د تجربه ګاه په توګه استعمال کړه، جناح صاحب رښتيا وئيلي و چې هغه يوه تجربه ګاه جوړول غواړي چې هلته به بيا اسلامي نظريات تجربه کېږي. د جنرل ټکا خان دا تاريخي جمله چې د دوی خلک نه بلکې زمکه پکار ده، د زمکې قبضه کولو ټولې تجربې د انسانانو پر سرونو وشوې، سټراټيجکي ارزښت لرونکې زمکه له بده مرغه د پښتنو زمکه ده او د پاکستان رياست دا زمکه پکار ده.
زموږ يو دانشور ډېره درنه خبره کوي چې د فاټا سياسي او انتظامي حثيت د يو غېر موصل يا وچ لرګي په مثال پاته شوی چې هيڅ ډول کرنټ نه ترې تېرېږي. د پاکستاني رياست د اوسنيو پوځي عملياتو په نتيجه کې چې د خاورې بچي انسانان له يوې لويې غميزې تېرېږي، د پښتانه قام حساس وګړي په دې له يو شديد ذهني کرب سره مخامخ دي چې په دې وچ لرګي کې دومره نرۍ ليکه هم د اوبو نه شته چې څوک پکې د قامي سياست کرنټ احساس کړي. چا دومره هم و نه وئيل چې که څه هم دا تر يوه پېړۍ زيات عمر يو وچ لرګی پاته شوی خو دا د بل چا نه زما لرګی دی. د وچ لرګي هم يو ملکيت وي. د چا په باغ کې وچې ونې هم کوم پردی څوک په تبرونو نه شي وهلی او لرګي يې نه شي وړلی. د تورو تورو غرونو د تورو تورو غنو، لرګيو او ډبرو هم څوک مالکان وي، دا خو ژوندي خلک دي، تاريخي قبيلې او خېلونه دي، د لويو لويو امپراتوريو په وړاندې درېدلي پښتانه دي، دوی څنګ بې ملکيته کېدی شي؟
بل څه نه دي، ددې ټولې غوړېدلې تراژيدۍ يو ساده مقصد دی، د خلکو اختيار پر خپل ژوند او خپله زمکه کمول او ختمول يې مرام دی، د تېرو لسو کلونو په تجربه کې ليدل شوي چې که چېري د طالب مورچه نه وي نو د پوځ پوسته به بيا ضرور وي، په سوات کې د ترهګرو پر ځالو پوځ خپله پراخه پوسته يادګار کړه، پرون د جنګ اختيار د بل و او نن د امن اختيار د بل دی، کوم يو ښه صورتحال دی دا پر خپل ځای يو سوال خو لنډه يې دا چې پر خپله خاوره د خپل اختيار دعوه يې شنډه کړه، جنتي سوات له جنګه تر امن پورې تر يو دوزخي سقوط تېر شو، نسکور شو.
د سقوط او نسکورېدا په دې خونړۍ پروسه کې خلکو د خپلو سترګو په وړاندې دا تجربه کړه چې د ترهګرو مورچه او د پوځ پوسته په خپلو کې هيڅ جنجال نه سره لري، د مورچې ځای چې په پوسته نيول کېده، په لکونو مقامي قامي وګړي درپه در کړل شو خو مطلوب کسان پر ډېره خوندي لار يو خوندي ځای ته ورسول شول او بيا د ټولو طالبانو مشري وروسپارل شوه، په شمالي وزيرستان کې هم کټ مټ دا لوبه تکرار شوه، “مېلمانه او نازولي خلک” خوندي ځايونه ته ورسول شول او ګنهګار ولس ته کډې ور په شا کړل شوې، پر سرو تودو لارو په لوڅو پښو وشړل شول، د پښتنو د ابرو، عزت او درنښت احساس ته ښه دروند ګوزار ورکول شو، نيژدې يو ميليون نارينه، ښځينه، بوډا ګان او ماشومان په قطارونو کې خيرات ته ودرول شول.
د ترهګرو له مورچې او د “ساتندويانو” له پوستې سره په تعلق او غبرګون کې تاريخي رېښي لرونکي قامي سياسي تنظيمونه هم آخر د خپل ډسپلن او نظرياتي مزي په ساتلو کې له يو ډول شکست و ريخت سره مخامخ کېدی شي ځکه چې په يو رياست کې د محکومو قامونو سياست چې د حصه دارۍ، شراکت دارۍ او ګوزارې سطحې ته راولوېږي، د رشتو او تعلقاتو نوعيت د يو ژور تغير له پړاؤ سره لاس و ګرېوان شي، په نورو ټکو، د شراکت دارۍ سياست د خپلې ټولنې پر غم ژړا او فرياد خو کولی شي، د غم زېږونکې سرچينې خلاف څه پوزيشن هرګز نه شي خپلولی.
مستشرقين غوندي خلک او رياستي سرچينې د شمالي وزيرستان د اوسنيو حالاتو په نتيجه کې د هغه ځای د مقامي خلکو دوه تصويرونه زموږ مخې ته وړاندې کوي، چې دا ټول ځپلې او مرستې ته محتاج خلک دي يا دا چې د شر سرچينه په اصل کې دوی دي، ګني بل ځای داسې ولې نه کېږي. دا ساده، برسېرن او مبالغه امېز اپروچ موږ له اصل صورتحال څخه لرې وړي،په دې دواړو تصويرونو کې چې کوم حقيقت ورک او له نظره لوېدلی دی هغه په ټولنه کې موجود تضادات دي او تضادات رغوونکی قوت يا رياست دی. په مجموعي توګه په پاکستان کې د پښتني ټولنې يو لوی اکثريت که پاکستاني رياست له خپلو وسايلو، امن، روزګار، ډوډۍ او علاج څخه محروم ساتلی او ځپلی دی نو يوه لويه طبقه داسې هم شته چې دې رياست نازولې، په ترخ کې ساتلې او د استحصال په دې کاروبار کې يې د ځان انډيواله ګرځولې ده، د دروېش دراني يو شعر دی:
دښمن په زوره ننوت په کور د پښتانه
خو دغه کار يې هم وکړ په زور د پښتانه
زموږ قامي سياست له دې تضاد سره په برخورد کې په خپل مقبول ولسي ډسکورس کې څه څرګند وضاحت نه وړاندې کوي خو کله چې ددې سياست له مخکښو کسانو څخه له پښتنو سره د رياست د تعلق وضاحت وغوښتل شي يا له دوی څخه د کوم رېډيکال پوزيشن د غوره کولو هيله وشي نو د دوی معذرت خواهانه دريځ دا وي چې دا کار به په چا کوې، په لنډو ټکو کې دا مجبوري بيان کړل شي چې لاهور او کراچي ته تلونکي ګاډي به څوک راګرځوي، د لاهور او اسلام له منډۍ سره به څه کوو، يوازې دا نه بلکې اوس خو لويه مجبوري دا ده چې له آرمي، سول سروسز او پارلمان څخه څوک څنګه راستنولی شو؟
د دې ډول مجبوريو په صورت کې د شمالي وزيرستان د اوسني صورتحال سره زموږ د قامي سياست تعلق هم دومره پاته کېدی شي چې د بې کوره شوو او ځپل شوو پښتنو د “مرستې” لپاره کوم خېراتي کېمپ ودروي، د څه هنګامي جرګې يا جلسې هيله خو نه شي کېدی. په دې تېرو څو اونيو کې په هره مانا له مسوولو او استازو سياسي مخکښو کسانو څخه دا واورېدل شول چې دا د سياست وخت نه دی بلکې د مرستې وخت دی. زما غوندې چا په فهم کې لږ تر لږه دا فلسفه نه راځي چې په وزيرستان کې د طالبانو موجودګي څومره غېرسياسي ده، ترهګري څومره غېرسياسي مسئله ده، پوځ عمليات څومره غېر سياسي دي او د وژل شوو، بې کوره شوو او ځپلو پښتنو حالت څومره غېرسياسي دی؟
ددې ټولې تراژيدۍ په “غيرسياسي” کولو کې د انساني مرستې د جذبې تحت چې هر څه وشول، ددې د ستاينې تر کار وړاندې موږ بايد دا حقيقت په پرانيستو سترګو وځيرو او تسليم يې کړو چې زموږ د خيرات کڅوړې د پنجاب د جهادي تنظيمونو د خېرات کڅوړو ته نه شي رسېدی، هغوی په هره مانا تر موږ شتمن، څاربه او منظم خلک دي او چې چرته هم لاړ شي هلته يې د پښو واضح خاپونه پاتېږي، هغوی خپلې جوړې کړې لارې بيا ودانې ساتي، موږ يا خو د انتخاباتو په ورځو شپو کې پر خپلو لارو ځو او يا د خېرات د وېشلو په ورځو شپو کې، له فاټا سره مو له بده مرغه دا د انتخاباتو رشتې هم نه دي پاته شوي.
د پښتنو په وطن کې د روانې خونړۍ جګړۍ په هکله موږ په خپل لاس يا د خپلې مجبورۍ له کبله خپل آپشنز محدود کړل، موږ دوه آپشنز تر غور لاندې ونيول چې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره خو يا د مزاکراتو آپشن دی او يا د پوځي عملياتو، زموږ په وطن کې يا خو د ترهګرو د مورچې آپشن دی او يا د پوځ د پوستې آپشن!! دريم آپشن، څلورم، پنځم آپشن له موږ سره نه و، موږ ځانته جوړ نه کړ يا موږ پرې بحث کولو ته تيار نه شو. وجوهات يې څرګند دي.
موږ پر مزاکراتو او هم پر پوځي عملياتو يو اختلافي نوټ خو ورکولی شو خو ددې بغېر بله څه لاره چاره ځانته نه شو لټولی، په دې خوارځواکي کې زموږ د ارزښت پېمانه ورځ په ورځ رالوېږي، له خپلې خاورې سره زموږ د تعلق او ملکيت دعوه ورو ورو د خلکو له ذهنونو په وتو ده، موږ که پر دې يوه آسانه نکته هم خپل قامي سوال تشکيل کړی وای چې که له اټکه ورپورې د ترهګرو فېکټري ونړول شي نو نه د مزاکراتو څه اړتيا پاتې کېږي او نه د پوځي عملياتو،، نو نن مو ښايي دا روح لړزونکي فکري ستړې نه وای په برخه شوې. د وزيرستان د ملکيت دعوه د وخت د حکومت نه بلکې د هغه چا مسووليت و چې په خپله يې دا دعوه کړې وه چې موږ ددې کور مېلمانه نه بلکې مالکان يو. څوک ولې له يو مېلمه حکومت څخه هيله ولري، څوک ولې له مېلمنو ګيلې وکړي؟ د پښتنو په وطن کې حکومتونه هم ملېمانه دي او ترهګر هم مېلمانه خو دا دواړه د پښتنو مېلمانه نه دي بلکې د پاکستان مېلمانه ديٍ. زموږ د سترګو تته شوې رڼا اوس په پاکستان او پښتنو کې څه فرق کولی هم شي که نه؟ که د آرمي، بېوروکرېسي او پارلمان په کچه وکتل شي نو په پاکستان او پښتنو کې څه خاص فرق نشته خو که يي د نړېدلو کورونو، ورانو ښارونو، سوځېدلو لاشونو، پراخو هديرو، در په درو خېلخانو او په سره ګرمي کې په لوڅو پښو روانو وږو تږو بوډاګانو، ښځو او ماشومانو په کچه دا فرق وکتل شي نو د پاکستان او پښتنو تر منځ دومره واضحه فرق دی څومره فرق چې د دو دښمنانو تر منځ کېدی شي. سوال په دې ځای کې دی چې زموږ په قامي سياست کې اوس څوک ارزښت هغه اولني تعلق ته ورکوي او که دې ورستني تعلق ته؟ دا سوال نور ډېر واضحه ځواب غواړي، د نه ځواب يا مبهم ځواب په صورت کې که ولس پر ورکو تورو لارو مړ شي خو ډېر بااثر او نوموړي کسان به هم د خپل حثيت او سياست جنازه پر خپلو وږو پورته کړي. آخر په رياست کې د شراکت دارۍ عمل څوک عام وګړی ولې په وړو ګوندونو کې وکړي، ولې نېغه په نېغه مقتدرو حلقو او لويو ګوندونو ته د رسايي کوشش و نه کړي؟ د متوسطې طبقې له وګړو څخه د بدلون يا مزاحمت د سياست د هيلې لرلو پر ځای دا هيله لرل پکار ده چې که نن د کوم وګړي کور په فاټا او پښتونخوا کې دی، سبا بايد په لاهور، پنډۍ او اسلام آباد کې کور ولري، د موټروې سهولت د هم دې هيلې د تر سره کولو سهولت دی. له اسلام آباده کابل ته د هوايي سفر له سهولته يوازې دومره ګټه اخيستل کېدی شي چې څوک پښتون د نوازشريف د ځانګړي استازي په حېث پرې له حامد کرزي سره ليدلو ته لاړ شي او له هغه غوښتنه وکړي چې ستاسو له خوا دې پاکستان ته د رايجو خطراتو مخه ونيول شي.سلېمان لايق وايي:
د پښتون ماڼۍ په شخړو کې کيږدۍ شوې
د پنجاب تورې کيږدۍ سپينۍ ماڼۍ شوې
زه دې تورو تقديرونو ته حيران يم
چې زموږ په لاس کې تورۍ هتکړۍ شوې
(دا ليکنه د “پښتون” مجلې د اګست ۲۰۱۴م په ګڼه کې خپره شوې، د مجلې په مننه په “لراوبر” کې خپرېږي)
Twitter: @khanzamankakar