کور / نثر / د امیرکروړ، شيخ بيټني او میرزاخان انصاري په شعرونو کي انساني کرامت

د امیرکروړ، شيخ بيټني او میرزاخان انصاري په شعرونو کي انساني کرامت

1. د امیر کروړ سوري په وياړنه کي انساني روزنه:
د هيواد نومیالی مشر او پېژندوی شاعر امیرکروړ سوري چي په دوهمه هجري پېړۍ کي يې د غور په منديش کي واکمني درلودله تر اوسه پوري د پښتو د پېژندل سوو شاعرانو په ډله کي لمړی ځای لري.
امیر کروړ سوري د امیر پولاد سوري زوی و، چي په ۱۳۹ هجري کال د غور په منديش کي امیر سو او جهان پهلوان يې هم باله ځکه، چي امیر ډېر غښتلی او پهلوان ؤ، په يوه تن له سلو جنګاورو سره جنګېدئ، ځکه يې نو کروړ باله، چي مانا يې ده کلک او سخت.
د تاريخ سوري د رواياتو له مخي امیر کروړ سوري په ۱۵۴ هجري کال د پوشنج په جنګونو کي ومړ، او تر ده وروسته يې زوی امیر ناصر د غور پر ځمکو واکمن سو.
محمد بن علي البستي په خپل اثر تاريخ سوري کي کاږي: د عباسي دعوت پر مهال امیر ډيري سوبي وکړې نو يې دا بيتونه وويل چي د ادب پوهان يې وياړنه بولي. د امیر کروړ سوري له ټولي وياړني څخه موږ يوازي يو بيت را اخلو ښايي له موضوع سره څه اړخ ولګوي:
خپلو وګړو سره لور پېرزوينه کوم دوی په ډاډينه ښه بامم ښه يې روزنه کوم
تل يې ودنه کوم له ما اتل نسته
امیر کروړ سوري د خپلي پورته وياړني په پورته بند کي پر داسي څه باور لري چي همېشه يې هر ولس له خپلواکمن مشر څخه د ټولو انساني ارزښتونو په ملتيا غوښتونکي وي او غواړي چي پالنه او روزنه يې په ډاډينه او اطمينان سره وسي. خو امیر کروړ سوري وايي: چي زه داسي يو واکمن يم، چي پر خپلو خلکو او ولس لورينه او پېرزوينه لرم او تل دوی روزم،ځکه د امیر کروړ سوري د پورتني پاړکي څخه د امیر کروړ مينه له خپل ولس او ټبر سره ښه څرګنديږي. ښايي دده په شان به په افغاني ټولنه کښي ډېر کم داسي مشران او واکمنان وموندل سي، چي خپله ټولنه او خپل ولس د انساني درناوي او بشري ارزښتونو په روڼا کي وروزي.

د امیر کروړ سوري دغه وياړنه د حال په ژبه موږ ته دا پيغام راکوي، چي ښايي واکمن همدا ډول وي.
2. د بيټ نيکه په اشعارو کي انساني درناوی
د پښتنو په لرغونو اسېدنځاينو کي بله ډېره مهمه او تاريخي سيمه د سلېمان د غرو لمني دي، چي په ځينو تاريخي اثارو کښي د کسي غره په نامه هم راغلي دي. په ياده سيمه کي ميشتي پښتني ټولني د نورو نورمونو تر څنګ مسلط فرهنګي نورمونه هم درلودله، او د همدې غره په لمنه کي يې په سلګونو پښتانه شاعران روزل سوي دي.
د کسي غره په لمنو کي د روزل سويو شاعرانو له ډلي څخه تر ټولو معلوم سړی، شيخ بيټنی دی، چي د ژوند زمانه يې د دريمي هجري پېړۍ شاوخوا ټاکل کېدای سي. د یاد ملي مشر او د پښتو ژبي د ستر شاعر د خواږه شعر انګازې په ټوله سيمه کي خپرې وې.
چي سلېمانو ماکو هم ددې ملي شخصيت په اړه په خپل اثر تذکرةالاولیا کي دده د اند او ژوند په اړه موږ ته دومره څرګندوني کړي دي چي پر يو ملي مشر سربېره يې دی يو خوږ ژبی شاعر هم را پېژندلی دی. شيخ بيټ نيکه د خپل ژوند پر مهال ګڼ شمېر شعرونه ويلي دي او دده په شاعري کي ډيري ټولنيزي او انساني ښېګڼي نغښتي دي.
د شيخ بيټ نيکه په شعرونو کي له انسان او انساني ارزښتونو سره مينه له ورايه معلوميږي، ځکه ښايي چي هغه وخت ګڼ شمېر انسانان د پرديو يرغلونو ښکار ګرځېدلي وي خو دی ددې ټولني ښکلا د انسانانو په ډېرښت کي ويني او دانسانانو د ډېرښت سره يې د خپلي ميني له امله دا شعر ووايه:
لويه خدايه لويه خدايه​​ ستا په مينه پر هر ځايه
غر ولاړ دی درناوي کي​​ټوله ژوي په زاري کي
دلته دي د غرو لمني​ زموږ کيږدۍ دي پکښي پلني
دا وګړي ډېر کړې خدايه لويه خدايه لويه خدايه
شيخ بيټ نيکه په خپل پورته مناجات کي خپل خالق (ج) ته له خپلي تنهايي څخه شکايت کوي او د وګړو د ډېرېدلو لورينه ترې غواړي.

3. د میرزاخان انصاري په شعرونو کي د انسان درناوی
میرزاخان انصاري د نورالدين زوی او د بي بي شمسو له لاري د بايزيد روښان لمسی دی. د زېږېدلو نېټه يې نه ده معلومه خو په ۱۰۴۰ هجري قمري کال د ( دکن ) نومي ځای کي په يوه جګړه کي په شهادت ورسېدی، او د مړيني ڼېټه يې د دولت لواڼي د يوه شعر څخه داسي ښودل کيږي:
د دکن په جنګ شهید شو خوشنود اوسه
په تاريخ د زر څلوېښت دده ګذر و
د دبستان مذاهب په وينا چي د شاجهان پر وخت د دکن د دولت اباد په جګړه کي په شهادت ورسېدی.
ميرزاخان انصاري د ( روښانه پير ) د مکتب پېرو او ملاتړی و او په همدې لاره کي يې زياتي مبارزې هم کړي دي. ميرزاخان انصاري شاعر هم و، چي د شعرونو يو دېوان هم لري، چي په کندهار او کابل کي خپور سوی دی. ميرزاخان انصاري د خپلو اشعارو په زياته برخه کي انسانانو ته پند اوروي او تر څنګ يې د اسپارښتنه کوي، چي انسان بايد له بدو خويونو واوړي او خپل انساني ژوند د سمون پر لاره برابر کړي.
صراط المستقيم دی دا منزل يې په ډېر بيم دی
د شیطان مکرونه ډیر دي لابدتر د نوس غليم دی
دنوس پیروي مه کړه بد يې حال بد يې تعليم دی
د اولاد لومه يې کېښوه بل ښايست يې زر و سيم دی
يو حصار يې نام و ننګ سو حال يې رنګ په رنګ نعيم دی
په دنیا به معمور نه سي چي په نغوته د رجيم دی
چي د نفس ورمونه نغوږي ولهم عذاب الیم دی
چي تر دا ازمايښت تیر سو د کامل قوت سلیم دی
پر میرزا يې عنايت سو هوالتواب الرحيم دی
میرزا خان انصاري په خپلو خوږو شعرونو کي د انسان هدف تګلاره ټاکلې ده، ځکه دی ددې دنیا ژوند مجاز بولي، نو ښايي چي انسان د حقيقي ژوندانه له پاره د سمون لاره خپله کړي.
دی وايي:
څوک طلب د اخرت کا د چا مينه له دنیا ده
هلکان باندي شیدا سول دنیا څرنګه زېبا ده
ګوره کله شو لا کله د عالم دغه غوغا ده
کل عالم کا ددې چاري چار يې واړه بې وفا ده
دا لومړۍ وه تر واړه پاته سوې له هر چا ده
نو د ميرزاخان انصاري په فکر د انسان د درناوي څرک په همدې کي دی، چي ټول الهی احکام پر خپل ځان ومني، د خپل ژوند په ټولو اړخونو کي هغه پلي کړي او ددې فاني نړۍ له کثيفو کړنو څخه لاس پر سر سي، تر څو د انسانيت د بشپړاوي معراج ته ورسيږي.