کور / هراړخیز / د کوئټي په ښار کي وافغان قونسلګري ته يوه لنډه کتنه

د کوئټي په ښار کي وافغان قونسلګري ته يوه لنډه کتنه

ددي لپاره چي ممالک يو له بله سره ارتباط پيدا کړي او دې ارتباط ته انکشاف ورکړي او د هغي په استحکام کي د سولي د تحکيم په لار کي زمينه ښه مساعده سي ، نو يو شمير اشخاصو او سياسي نماينده ګيوته په بهرنيو هيوادونو کي په مختلوفو وختونو کي ارشد ضرورت وي .
چي ترڅو د سياسي غوښتنو سره سم د بين المللي روابطو د پراختيا لپاره سياسي نمايندګان هر هيواد ته چي ويي غواړي ويي ليږي او د هر هيواد چي ورته راوليږل سي ويي مني .
چي په يادو نماينده ګيو کي عبارت له : سفارت او قونسلګريو څخه دي . چي سفارت او قونسلګری ځانته بيل قوانين او اجرآت لري ، چي موږ يي دلته سفارت او د سفير په دندو او صلاحيتونو ياد اوري نه کوو ، يوازي د يو قونسل او قونسلګری د کارکوونکو پر هڅو او و ملي ګټو ته پر ژمند تيا روڼا اچوو .
د يو هيواد د ملي اعضاوو په کتار کي کله چي د غيري مرکزي اعضاوو د مطالعي رشته ښه اوږده کړو ، نو حتماَ يوي داسي برخي ته رارسيږو چي اهميت يي ددولتونو تر منځ په اقتصادي برخو کي او د دولتونو د انتسابونو د روابطو په اړه او هغه د قونسل يا قونسلانو څخه عبارت دی ، چي د سياسي نماينده ګيو په نسبت زيات واک نه لري .
چي يوه قونسلګري په خپله ځانته يوه حوزه لري چي دا حوزه د خاوري د هغي برخي نه عبارت ده ، چي د يو قونسلي حکم ور په کښي جاري کيږي او دا حکم يي د اعتبار وړ ګڼل کيږي . ددي حوزو اهميت اوس دبل هر وخت نه زيات دی او هيوادونه ورته په درنه سترګه ګوري . قونسل او د قونسلګری مامورين ددي حق لري ، چي د خپل دولت ملي علامه (بيرغ) د خپلي قونسلګری پر ماڼی وځړوي .

اويا په لنډ ډول قونسلګری او د قونسلګری دندي واضح کړو :

قونسلګري : قونسلګري هغه اداري واحد دی ، چي يو دولت يي د خپلو اتباعو د حقوقو او ګټو د ساتني لپاره د يو بل دولت په تجارتي مرکزونو اويا بندرونو کي جوړوي . قونسل له ځايي چارواکو او خلکو سره سر وکار لري او په سياسي چارو کي چي د سفارت له دندو څخه حسابيږي لاس نه وهي ، مشر قونسل او قونسل له مصؤنيت او له پولي څخه د بهر حقوقو څخه برخمن وي .

د قونسلګری دندي : د استوونکي دولت د ګټو او اتباعو ساتنه ، د استوونکي او قبلوونکي تر منځ اقتصادي ، تجارتي او کلتوري اړيکو ته وده ورکول د خپل دولت د اتباعو لپاره د پاسپورت ، سفر ، تذکري ، د اسنادو تصديق او داسي نورو خدمتونو ترسره کول په هوايي ، بحري او ځمکنيو ټولو برخو کي .

کله چي په ۱۹۶۳ م کال د ملګروملتونو د مؤسسي له خوا ديو کانفرانس تشکيل وسو او ددې باعث سو ، چي قونسلي مؤسسي د دپلوماتيکي مؤسسو په څير باندي وويشلي ، بايد وويل سي چي دا تصنيف پخوا تر دي هم موجود و خو ددي کانفرانس په وسيله يوار بيا تائيد سو .

چي د ملګرو ملتونود غړيتوب او ددي پريکړي سره سم زموږ ګران هيواد افغانستان هم د خپلو اقتصادي ، کلتوري ، مذهبي او ستراتيژيکي ګټو په خاطر د نړی په مختلفو هيوادونو کي خپل سفارتونه او قونسلګری پرانستې .

چي له دغه جملي څخه يي په پاکستان کي هم خپل سفارت او قونسلګری ، چي دوي قونسلګری يي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په لانجمنه سيمه ( محکوم افغان وطن ) پيښور او کوټه کي يي دکار فعاليت پيل کړ.

په افغانستان کي د سياسي حالاتو د بدلونونو له وجي يي د ۱۹۹۲ – ۲۰۰۱ م کال پوري په نيم حالت کي کرار درلود ، خو کله چي په افغانستان کي د امريکا او ناټو د پوځي حضور سره سم د ښاغلي حامد کرزي دوره پيل سوه ،موږ ټولو افغانانو خوشحالي څرګندول چي نور به مو په ګران هيواد کي دا ورور وژني او خپلمنځي اختلافات ورک او زموږ هيواد به د مرستنديو ټولونو په مل تيا ډير ژر د يو مترقي او سوله ييز هيواد په څير را څرګند سي .

چي ددغو خوشحاليو له امله زياتره افغان کډوال خپل ټاټوبي ته بيرته ستانه سول ، خو متاسفانه چي ددولت د هغو نا اهلو او د خپلو شخصي ګټو د پالونکو چارواکو دکړو وړو او د رقيبو هيوادونو د شومو اهدافو له امله لا تر اوسه د جګړي سره لاس او ګريوان يو .

چي زه د يو محکوم افغان په حيث خپلو ټولو حکومتي ادارو ته نظر ورواچوم ، زموږ د هري اداري سکوت يا ړنګيدل په ياده اداره کي نا اهله چارواکو تقرر ، رشوت ، خپلولي او په ټولنه يا ملت کي د مشروعيت دلاسه ورکول بولم .

خو هغه څوک چي بيا د ملت په درد او غم کړيږي او د ملت لپاره ستري لاسته راوړني ولري د غازي امان الله خان ، پاچا خان او خان شهيد رنګه له لاسه ورکوو تر خپل وپردي پالو ته ډيره ښه ترجيح ورکوو .

چي موضوع راڅه اوږده او بل لوري ته ولاړه نه سي، زه به خپل اصلي موضوع ته راسم

: په کوټه کي چي افغان قونسلګري شتون لري ددي قونسلګری د چارواکو وظايفو ته وګورو په دي ۱۳ کلنه دوره کي به يي دومره لاسته راوړني درلودای چي په ټول بلوچستان کي پراته قومونه او کډوال به د افغاني ننګ او د دواړو دولتونو تر منځ د ښو اړيکو او د پردي کلتورونو د يرغلونو د مخنيوي لپاره افغاني جذبي داسي راژوندی کړي وای چي په ډپلوماتيکي اصولو کي به يي ساری نه وای ، خو افسوس چي د حکو مت پاليسي داسي جوړه نه ده او که چيري وي يا د چارواکو د غفلت له وجي داسي ونسوه .

د ښاغلي کرزي صيب ! په حکومتي دوره کي دلته مختلفو جنرل قونسلانو لکه ښاغلي حبيب الله الله ايار ، ښاغلي علي احمد بابک ، ښاغلي محمد صادق داود زی ، ښاغلي محمد داود محسني او ښاغلي حاجي غلام محمد بهادور دندي ترسره کړې ، چي ديادو ښاغلو په دوره کي فکر نه کوم چي يوداسي غونډي يا مجالس ترسره سوي به وي چي د ټولو افغان کډوالو محکومو افغانانو او يا پاکستاني چارواکو ناستي کړي وي ، چي د سيمي او د دواړو هيوادونو تر منځ او د خپلو اتباعو دستونزو په راکمولو او د اړيکو په پياوړتيا کي مهم رول اداکړي .

هر ملک ځان ته ملي ورځي لري او ددغو ورځو په وياړ په خپلو هيوادونو کي دننه او په بهر کي په خپلو سفارتونو او قونسلګريو کي په ښه شانداره مراسمو تجليلوي ، خو افسوس زما خپل په ياد کي يوه ورځ د افغانستان د ازادۍ کليزه د ښاغلي محمد داود محسني په دور کي ترسره سوه ، مخکي که سوي هم وي خو زما سره يي داسي ثبوت نسته چي زه يي وړاندي کړم او نه به هم شايد سوي وي . خو سږ کال (۲۰۱۴م ) د ښاغلي کرزي صيب! د حکومت په اخرنيو شپو کي يو داسي تکړه ، تاند او رښتنی ځوان چي (وحيدالله مومند) نوميږي مقرر سوی .

چي دافغان قونسلګری په ټول تاريخ کي يي يو داسي ريکارډ جوړ کړ ، چي د خان شهيد او پاچا خان اراوحي به هم ځيني خوشحالي وي . هغه داچي د ۹۵ يمي کليزي په وياړ يي په قونسلګری کي يوه داسي ستره لمانځ غونډه ترسره کړه چي په کښي بلوچستان کي ټولو ميشتو قومونو بلوڅانو ، پښتنو اود هزاره ګانود ملتپالو ډلو مشرانو اود حکومتي اداروغړو ګورنر ، وزيراعلی ، دبلوچستان د صوبايي حکومت وزيرانو او د پارلمان غړو ګډون درلود . چي يادي غونډي کي د افغانستان دملي بيرغ څخه جوړ سوی کيک د خان شهيد د فرزند او دبلوچستان د ګورنر ښاغلي محمدخان اڅکزي له خوا د غونډي د افتتاح لپاره پري سو ، چي دا د کيک پريکول د خان شهيد د فرزند له خوا د خان شهيد د بچودافغانيت ښکارندوينه کوي او دبلوڅ ملت پالوګډون هغه د ګورګين په ختمولو کي د ميرويس نيکه د راتګ زمينه مساعدوي او د شفيق موريد دا سندره چي : «ما همه افغان هستيم » او په تالار کي د ټولوګډونوالو له خوا په چکچکو بدرګه کول د ملي يوالي ضمانت ورکوی . او ساميرا ناز دا سندري چي : « دا لوی افغانستان دی » پر دريځ باندي د ويلو د زوړ تاريخ د بيا راتلو زيری وړاندي کوی ، خو افسوس پر دي چي داسي وطنپالو ځوانانو ته زموږ په ټولنه کي ډير کم ځای ورکول کيږي . يو داسي وطنپال ته بايد موږ دومره قدر او ځای ورکړو چي د تاريخي افغانستان په بيا جوړولو او د ملي ګټو په خوندي کولو کي ستررول ولوبوي .

نو د ګران هيواد د هغو افغانپالو مشرانواو نوي رئس جمهور څخه د يو محکوم افغان په حيث دا هيله لرم ، چي داسي ځوانانو لکه : وحيدالله مومند څخه د افغان ملت د دردونولپاره د درملوکار واخيستل سي
چي نورګران افغانستان د ترقی او پرمختګ ولوري ته لاړسي .