کور / سياسي / شکمنه خپلواکي

شکمنه خپلواکي

د ولسمشر کرزي په لومړيو دوو يا درو کلنو کي د ټول هيواد په کچه امنيتي وضعيت ارام او هيوادوال ډېر خوښ وو.
موږ له مشرانو څخه د خپلواکۍ د ورځو او په کندهارکي د مېلو زياتي کيسې اورېدلې وي.
په هغه لومړيو دوو يا درو کلنو کي به د زمري له اته ويشتمي مخکي د خپلواکۍ جشن لمانځلو لپاره دنوي ښار په سټوډيوم سيمه کي د بېلا بيلو ميلو او د سندرغاړو د کمپونود چمتووالي ترڅنګ په سلهاوو ځوانان د خاکرېز ولسوالۍ ته د شاه اغا زيارت،په ارغنداب ولسوالۍ کي بابا صاحب زيارت، په شاه وليکوټ ولسوالۍ کي ددهلې بند او ځينو نورو مېله ځايونو ته به په خورا شوق سره روان وو.
موږ به هم د راډيو لپاره د ځانګړو خپرونو د جوړولو په لړ کي بېلا بيلو مېله ځايونو ته تللو، چي خورا به مو ساعت تيرو.
د لوستونکو به په ياد وي، اکثره رياستونو به د سندرغاړو داسي محفلونه جوړ کړي وو،چي ډېر کندهاريان اود نږدې ولايتونو مېله وال به پرله پسې همدلته پاته وو.
د همدغو ملي ورځو دلمانځلو په لړ کي چي به مي ځيني مهال، د شپې پر يوه يا دوې بجې د سټوډيوم په سيمه کي د خلکو زياتي ګڼي ګوڼي ته وکتل، نو د مشرانو هغه خبري به راپه زړه سوې، چي د ظاهرخانۍ او داودخانۍ د جشنونو په اړه به يې راته کړي وې.

د ځانمرګى بريدونو، بمباريو، عامه وژني، چاودنو، د امريکايانو د چاپو او نورو خطرنو تصور لاهم دچا په زړه کي نه ګرځېدى، ټول خلک ان سپين ږيري او سپين سرې به مي هم ليدل، چي د خپلواکۍ په يادو مېلو کي به يې په خورا ملي ولولو سره ګډون کاوه او د مرکو پرمهال به يې د خندا په ډله خوله دتيرو او اوسنيو جشنونو پرتلې راته کولې.
هيڅ چادا فکر لاهم نه کاوه، چي يوکال يا دوه کاله وروسته به په همدغه سټوډيوم سيمه کي، چي اوس پکښي د ملي سندرو لوړ ږغ د دښمنانو غوږونه کڼوي ، يوځل بيا د وينو، ژړا او چاودونو شاهد وي.
د اوسنۍ رڼاګانو پرځاى به د چاودني تور دودونه د اسمان مخ پوښي.

د ملي جشن د( زمري اته ويشتمي ) په ورځو کي به زموږ د راډيو اکثره خپروني همدغو ورځو ته ځانګړي سوي وې، چي د بېلا بيلو پروګرامونو جوړولو په دوران کي به مو له راغلو مېله والو څخه د دې ورځي په اړه ډول ډول پوښتني کولې، چي يوچا به يوډول او چا به بيا بل ډول ځوابونه راکول.
دمرکو راټولولو په لړکي يوه شپه ناوخته ومي له يوځوان څخه د خپلواکۍ په اړه پوښتنه وکړه ، تاسي پوهيږى چي ددغه ځوان خبرو زه ولي حيران کړم؟
ځوان، چي هغه دچا خبره سم فېشني هم و او سپيني عينکي يې لګېدلو ګروپانو ته خورا ښې ځلېدې زما د پوښتني په ځواب کي له ماڅخه خپله پوښتنه وکړه: ( ايا موږ ازاد يو؟) ځوان خپلې پوښتني پسې اوږدې کړې او زياته يې کړه ، ايا ازادي داسي وي، چي له چا موږ ازادي اخيستې ده هغه زموږ امنيتي ټينګوي؟
ايا تاسي ازادي دې ته واياست، چي د يو ملک پوځيانو مو وشړل، خو په بدل کي يې تر څلوېښت زيات نور راغلل؟
ايا دا خپلواکي ده، چي موږ د خپلو هغو ګاونډيو څخه، چي تر موږ په سلهاو کلونه وروسته ازاد سوي دي، ډېر وروسته پاته يو؟
که رښتيا درته وليکم، په هغه وخت کي ماته ددغه ځوان پرله پسې پوښتنو خوند رانه کړ، ليکن اوس چي له هغې شپې څخه نږدې لس کاله تيريږي او زموږ په ټول هيواد کي د نا امنيو ګراف د راغلو دوستانو(!) مسلمانو ګاونډيانو(!) د ځينو تش په نامه واکدرانو او زموږ دبې اتفاقيو په سبب ډېر پر لوړه تللى، چي هيڅ چا يې په رښتياهم تصورنه سواى کولاى.
اوس، چي هره ورځ له راډيو څخه د چاودنو، توغنديز اوځانمرګي بريدونو، ړنډو بمباريو، خپلمنځي شخړو، وژنو او نور… خواشينوونکي خبرونه واورم، نو د هغه ځوان پرله پسې پوښتني مي يوځل بيا په ذهن کي کتار کتار او د هيواد پر ازادۍ مي شک په يقين بدل سي.
١٣ – اګسټ – ٢٠١٤ کندهار ښار ، چوڼۍ