کور / سياسي / راتلونکي ولسمشر او اجراییه رییس ته زما مشوره

راتلونکي ولسمشر او اجراییه رییس ته زما مشوره

کله چې شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ، ځینو کسانو فکر کاوه چې د دې هیواد مسئله نوره پای ته ورسېده، سور پوځ به ژر ټول باالقوه او باالفعل مخالفین وځپي او د افغانستان دموکراتیک جمهوریت به (د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند) او په تېره بیا رفیق ببرک کارمل تر مشرتابه لاندې د سولې او سوسیالیزم د کمپ په یوه پیاوړي هیواد بدل شي!
زما په یاد راځي چې کابو یوه میاشت وروسته یوه متقاعد برتانوي جنرال یا سیاستپوه له BBC سره په مرکه کې وویل چې که روسانو له دې یرغل څخه مخکې، له موږ سره مشوره کړې وای، مونږ به هیڅکله هم افغانستان ته د سرتېرو د استولو خوښه نه وای ورکړې!
د هغه متقاعد برتانوي جنرال یا سیاست پوه یوه خبره په ځای وه؛ ځکه چې دوی ته په نولسمو او شلمو پېړیو کی په افغانستان کې د دریو جګړو او په پای کې د ماتې د تجاربو کتاب په مخ کې پروت و او پوهان خو ځکه وایي چې تاریخ ښه په دقت ولولئ چې پخوانئ تېروتنې بیا تکرار نه شي!
خیر د خدای کړه وو، د بنده ورته کاته و. شوروي سرو پوځونو په افغانستان کې ماته وخوړه. په دې هیواد کې د تنظیمونو د ټوپکیانو تر منځ داسې کورنئ خونړئ جګړه پیل شوه چې د هیواد پاته مادي او معنوي شتمني یې په اوبو لاهو کړه؛ خو اتلان، مسببین او مجرمین یې اوس هم باج غواړي او د مناصبو، پیسو، امکاناتو او قراردادونو د چور له پاره د ملي وحدت په حکومت کار کوي او داسې نور!
هو! د دې تورتم د پای ته رسولو له پاره د طالبانو اسلامي تحریک مټې ونغاړلې چې خپله په یو بل تورتم بدل شو او بیا د امریکا، برتانیا او پنځه څلوېښت نورو هیوادونو سرتېرو په افغانستان ودانګل، طالبان یې نسکور کړل؛ خو داسې اداره یې جوړه نه کړه چې هم دوی خیر وویني او هم د افغانستان خلک!
زما په یاد راځي چې له دې لوی یرغل یوه میاشت تېره وه چې په ماسکو کې د افغانستان د جګړې د وژل شوو، معیوبو، معلولو او لیونیانو پوځیانو د شوری مشر له BBC سره مرکه وکړه او وې ویل چې که برتانویانو له موږ سره مشوره کړې وای، موږ به هیڅکله هم په افغانستان باندې د څلورم یرغل اجازه نه وای ورکړې!
اوس په افغانستان باندې د امریکا او ناتو او نورو ملګرو هیوادونو د یرغل دیارلسم کال دی؛ خو وضع دومره پېچلې، نازکه او ماتېدونکې ده چې په دریو میاشتو کې هر څه په بل مخ اوړیدلی شي. هغه وخت به نه ولسواکي پاته وي او نه هم د لوېدیځوالې تصنعي ولسواکي جهادي او غیر جهادی ملګري!
د افغانستان خلکو د 1393 د حمل په 16 او د جوزا په 24 د ولسمشرئ په ټاکنو کې برخه واخسته. د دې ټاکنو په دوهم پړاو کې چې ډاکټر اشرف غني او داکتر عبدالله پکې ولاړ وو، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په وینا څه باندې اته ملیون کسانو رأیې ورکړې دي؛ خو داسې ښکاري چې زموږ د وارداتي، تحمیلي او تصنعي ولسواکي په سیوري کې، دا د خلکو رأیې نه دي چې سرې کرښې کاږي او بریالی او نابریالی معلوموي؛ بلکه دا د امریکا سکرتري آف ستیت ښاغلی جان کری دی چې د افغانستان له پاره ولسمشر او تګلارې ټاکي!!
ښاغلی جان کري موږ ته دا ځلې د ملي یووالي د حکومت نسخه راوړي چې حتی د ډاکټرانو اشرف غني او عبدالله رسمي ویندویان یې په رسنیو کې سم نه شي تشریح کولای. آیا موږ ملي یووالی نه لرو چې اوس جان کري د یووالي تجویز کوي او که څه بله ستونزه شته؟
د اشرف غني ویندوی وایي چې ملي یووالی یعنې دا چې د دوی د مسلکي او متخصصو کسانو حکومت به د ټول افغانستان استازیتوب کوي؛ خو د عبدالله سړي وایي چې نه زموږ ونډه به اپوزیسیون، اجراییه ریاست او 50% ټوله اداره او امکانات وي!
اوس راځم دې ته چې که دا حضرات له ما څخه مشوره غواړي، زه په ډېرو صفا او سپینو کلماتو ورته وایم چې له ماضي څخه پند واخلئ، ناکامې تجربې بیا مه تکراروئ، افغانستان د پاڼ په ځنډه ولاړ دی، بهرني ځواکونه وځي، بهرنئ مرستې کمیږي، د خلکو او دولت ترمنځ دومره واټن دی چې په نوري کلونو باید محاسبه شي، د هیواد له نیمایي ډېرې ولسوالۍ عملاً سقوط دي او هیڅ راز اداري، مالیاتي، قضایي او خدماتي فعالیت نه لري، مخالف وسله وال پروان، وردګو، لوګر او کاپیسا ولایتونو ته رسېدلي، هسې نه چې د دواړو ډاکټر صاحبانو ارمانونه خدای مه کړئ پوره نه او خبره تر هغه دوو کلونو پورې ونه رسي چې په اساسي قانون کې بدلون راولي، یو ولسمشر وي او بل اجراییوي لومړی وزیر!
دې دواړو حضراتو ته زما مشوره دا ده چې د ټاکنو پایلې، د افغانستان د خلکو نظر ته د احترام په نامه ومني، یو ولسمشر شي او بل د یوه منظم، شفاف او قانوني اپوزیسیون لارښود.
دوه هندوانې په یو لاس کې نه نیول کيږي. (پوزیشن) او (اپوزیشن) په یوه وخت کې نه کیږي. یو دې پوزیشن ته لاړ شي او بل دې اپوزیشن سمبال کړي!
دا حضرات باید په دې پوه شي چې خلکو دوی ته نه؛ بلکه د دوی کړنلارو ته رأیه ورکړې چې یو ځای کيدل یې ډیر وخت غواړي او عملي هم نه دی.
په پای کې وایم که د اجراییه ریاست، وزارتونو، ولایتونو، تنظیمی ګتو، قوماندانیو، سفارتونو، قراردادونو، امکاناتو، صلاحیتونو او چور موضوع نه وي، هر څوک دې خپل ځای ونیسي. ګټونکی ولسمشر او بایلونکی د اصلاح غوښتونکي، منتقد او پیاوړي اپوزیسیون مشر.
خو که اصلي خبره په ګتو کې وي او ظاهراً د افغانستان، خلکو، ملي منافعو، ملي یووالي او ګډ حکومت ویناوې کیږي، پایله به يې همداسې وي لکه زه چې اټکل کوم. د واکمنئ د پای ورځې به ډېرې رانژدې شي!!