کور / سياسي / راځې له ترکيې ئې زده کړو!

راځې له ترکيې ئې زده کړو!

میاشتې کیږي چې افغانان یوه د کار سړي یا د یوه مشر په لټه کې دي خو نه میندل کیږي! د ترکیې هیواد بیا دا مزل په یوه ورځ کې پلې کړ، او خپل مشر ئې وټاکه!

موږ ئې باید له دوست هیواده زده کړو او سر له اوسه مټې را ونغاړو. تېر هیرکړو خو له ننګونو ئې زده کړه، هر څه چې وشول، وشول، خو د راتلونکې ولسمشره وغواړو چې نور دي ولس نه کړوي. او که د ولس رائېو ته ارزښت ورکوي نو د خپل کاري مهال ویش د پیل سره سم دي د ټاکنو د پروسې په اصلاحاتو کار وکړي. تر څو په راتلونکو پیځو کالونو کې خداي مکړه چې بیأ له داسې ننګونو سره مخ نشو.

تر هر څه دمخه دي د ولسمشرئ لپاره د نومؤلو شرایط تر غور لاندي ونیسئ. تر څو د کار سړي وکړي شئ ځان ونوموئ او نور ئې د لارۍ خڼډ نشي.

نوماند باید دي ته اړ وي چې د ټاکنو پایلو ته غاړه کیږدي، او ټاکنې د ننګونو سره مخ نکړي.

د ټاکنو د کمیسیون غړئ باید د ټینګې ارادي او عمل خلک وي، نه دا چې د یو پلورل شوي تلویزیون له خوا دي د ټاکنو د کمیسیون رئېس د یوه ځانګړئ کاندید په پلوي محاکمه کوي، او رئېس صیب هم ورته په عاجزي غاړه ږدي!

د ټاکنو کمیسیون غړي دي د ترکیي په شان دوست هیواد سره د ټاکنو تخنیکې زده کړي وکړی، تر څو د ولسواکې ارزښت تر پښو لاندي نشي.

د ټاکنو مراحل دي کمپیوټري شئ. اوس پدي برخه کې سوال پیدا کیږئ چې د افغانستان په ځیر غریب دولت به دا امکانات له کومه کړي، چې دا سیستم کمپیوټري کړي؟

باید ووایم چې، په اوسنیو شرایطو کې مو دا دوه ځلې ټاکنې له کومي دولتې بودیجئ نه تر سره کړي؟ حتمأ به خبر یاست چې نه!

نو که چیري نړیوال زمونږه ټاکنې دوه ځلې تر سره کولاي شي، دوي حتمأ کولای شي چې راتلونکو ټاکنو ننګونو نه د مخه د ټاکنو د پروسئ پر اصلاحاتو پانګونه وکړي.

مونږ نه یواځئ د ټاکنو زده کړه د خپل دوست هیواد ترکیې نه وکړو، بلکې په هر ډګر کې د ترکیې له نیکو پیرزوینو او په منطقه کې د یواځنئ خواخوږي نه د زده کړي په ډګر کې مرسته وغواړو.