کور / سياسي / دهېواد ملي ګټي دسياستوالو ترګټو ډېري مهمي دي

دهېواد ملي ګټي دسياستوالو ترګټو ډېري مهمي دي

افغان ولسونو دڅه پاسه درېنيمو لسيزو جنګ جګړو او ناخواولو څخه ښه ورځ نه ده لېدلې او نه هم د هېواد په مختلفو سيمو کښي دملکي افغانانو د بې ګناه وژني څخه خلاص سوي دي هره ورځ ملکي کسان تلفات ورکوي او ستونزي زغمي .
حقيقت دادئ چي دتېري يوې لسېزي راهيسي چي دولسواکۍ نظام رامنځ ته سوي او هرپلو ته د ديموکراسي خبري کېږي او خلک دې ته هواداره کېږي چي دخلکو حکومت دئ دخلکو لخوا پرخلکو باندي ،ولي بدبختانه چي دتل په څېر موږ دخپلو شخصي ګټو په خاطر دهېواد ملي ارزښتونه او ګټي له پامه غورځولي دي ،هغه په دې معني چي په هېواد کښي په سوله ايزډول دواک دانتقال په موخه په هېواد کښي ټاکني ترسره سوې او دهېواد اکثريت وګړو په ډېرو سختو شرايطو کښي ګډون په کښي وکړ او خپلي رايې دخپلي خوښي وړ کانديدته وکارولې ،داچي دهېواد داساسي قانون او دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون له لوري دموجوده قانون له مخي هيڅ يو کانديد ونه توانيد چي پنځوس جمعه يو رايې خپلي کړي انتخابات دوهم پړاو ته ولاړل ،دافغانستان کمو امکاناتو ته په کتو سره د دوهم ځل انتخاباتو له پاره هم چمتوالي ونيول سو او د جوزا دمياشتي پر څلروېشتمه نېټه دوهم واري انتخابات ددو کانديدانو ډاکتر اشرف غني احمدزي او ډاکترعبدالله عبدالله ترمنځ ترسره سول چي بيا هم دهېواد فردفرد په پراخه توګه ګډون په کښي وکړ او خپل ملي رسالت يې پرځاي کړ او خپل دخوښي وړ کانديد ته يې رايې ورکړې ولي بدبختانه چي دانتخاباتو دختم سره سم کوم ټيم چي بايلونکی وو مخکي له دې چي پايلو ته انتظار وباسي خپلي اړيکي د ټاکنو دکمېسيون سره پرې کړې او په ټاکنو کښي يې دپراخي درغلي دکولو موضوعات راسربېره کړه چي دهېواد سياسي حالات نور هم ډېرسره ترينګلي او اقتصادي حالت دصفرخواته روان سو .
خلک په اندېښنو کښي دي او د رايو نتيجه لامعلومه نه ده ،د پاکستان له خوا راکيټي بريدونه پرکنړ ادامه لري ،دهېواد په ډېرو ولايتو کښي ناامنيو زور اخيستی هره خوا بې ګناه افغانان ستونزي ګالي د چوکي علاقه مندان دخپلو ګټو په نظرکي نيولو سره دهېواد دتېرو لسو کالو لاسته راوړني او دهېواد ملي ګټي د خپلو شخصي اغراضو په موخه قرباني کوي .
دهېواد د سياسيونو له پاره اړينه ده چي دنړۍ د هېوادونو په څېرترهرڅه وړاندي دخپل شخصي ذوق پرځای دهېواد ملي ګټي ،ارضي تماميت ،د سرحدونو ساتنه ،د فقر او غربت څخه د ولسونو خلاصول ، دملي او امنيتي ځواکونو پياوړي کول ،تعليم او تربيې ته وده ورکول او ترهرڅه وړاندي په خپلو منځو کښي دهرډول قومي ،ژبني ،سمتي او مذهبي موضوعاتو دله منځه وړلو او دملي يوالي او دافغانستان د ګډ کور دګڼلو په موخه لاسونه سره ورکړي او هېواد دروان کړکېچ او بحران څخه وساتي .
موږ افغانانو ډېرښه فرصتونه په تېرو لسو کلو کښي دخپلو يوشمېر سياسي حلقو د نه پاملرني په وجه دلاسه ورکړي دي او که چيري وضعيت همداسي ادامه پيدا کړي دنياوال چي همدا اوس ددې بحران ننداره کوي لابه نور هم خپلو مداخلو ته ادامه ورکړي او يوځل بيا به په هېواد کښي دمرګ ژوبلي او مهاجرتونو لړۍ جريان پيدا کړي او بيا به همداغه کسان چي افغانستان ورڅخه ويو بدلوري ته روان دئ د افغانستان په تاريخ کښي ددې دردېدلي اولس له پاره مجرمين وي او دمحاکمه کولو غوښتنه به يې کېږي .
يوځلي بيا د ټولو هغه سياسيونو څخه چي عملاً د هېواد ناخوالي ويني او په جدي توګه يې دحل له پاره اقدام نه کوي په اصل کي ددې ستر ملت سره جفا کوي او دوی ته د ورکړل سو رايو درناوی نه لري او هيڅ دوي ته هېواد ارزښت نه لري صرف او صرف خپلي شخصي ګټي او دپرديو له پاره کار کول يې هدف دئ او همدا يې په نظر کښي دي .
د يو سوکاله او ارام افغانستان په هيله .