کور / سياسي / ښه حکومتولي اوکه درغلي او فساد

ښه حکومتولي اوکه درغلي او فساد

سریزه
نن سبا په نړیواله کچه منل شوئ او څرګند حقیقت دئ چې دیوه ملک له بحرانه د راوتو، دبیوزلۍ د کمولو، او د هیواد د پرمختګ لپاره ښه حکومتولي او د درغلیو کمول او ورکول د دولتونو او ملتونو لپاره خورا اړین کار دئ چې بیله دې دهغوي پرمختګ ممکن ندئ. زموږ په ملک کې هم د ښې حکومتولۍ د پیژندلو او ټینګښت او د درغلیو د ورکولو لپاره ډیره اړتیا ده ترڅو ملک له موجوده وابستګۍ او بحرانه راووزي او په خپلو پښو ودریږي. په افغانستان کې په ښه حکومتولۍ باندې پوهه او دهغو اهمیت مخ په زیاتیدو دئ او دولت هم دې ته یو څه توجه کړې ده. ملت او اړوندې مدني ټولنې هم په خپل وار سره څه ناڅّه د ښې حکومتولۍ په نه شتون او ورڅخه د راپیدا شوي فساد په شتون خبر دي. خو که موږ غواړو چې ښې پایلې په دې اړه ولرو نو باید په اسنیو اړنوندو نړیوالو میتودونو باندې ځان پوه کړو ترڅو ښې پایلې لاسته راوړو.

څرګنده ده چې زموږ په خلکو، دولتي او نادولتي چارواکو او د خصوصي سکتور په کارکوونکو کې د حکومتولۍ او د ورپورې تړلو درغلیو او فساد په هکله پوره معلومات نشته ، په دې هکله بېلې بېلې انګیرنې شته او اړینه ده ترڅو په دې هکله ډېر کاروشي. له دې کبله په دې لیکنه کې هڅه شوې ترڅو حکومتولي، ښه حکومتولي، دښې حکومتولۍ لپاره اړین شرایط، درغلي او عوامل یې، اړوند نهادونه او تقویه یې، اړینې کړنلارې، اړینې وړتیاوې وپیژنواو خنډونه په ګوته کړو.

حکومتولي او فساد یو شئ نه بلکه دوه بیل څیزونه دي خو تړاو لري

حکومتولي (Governance): یوه بسته د نهادونو ده دکوم په واسطه چې حاکمیت او واک په یوه ملک کې په کار اچول کیږي، عامه پالیسي ګانې پلي کیږي او عامه څیزونه او عامه خدمتونه رسول کیږي.

حکومتولي په یو ملک کې موږ ته راښيي چې په واک کې خلک، ګوند او یا ائتلاف د اقتدار په وخت کې څومره د قانون حاکمیت ته ژمنتیا لري. آیا عدالت او مساوات ته ژمنتیا لري او کنه؟ پریکړې او فیصلې په رڼه او شفاف شکل کوي او څومره خلک و اړینو مالوماتو ته لاسرسئ لري؟ خلک په پریکړو کې څومره مشارکت کولای شي او په مهمو مسئلو څه تاثیر لري او کنه؟ خلکو ته ټول ګټې پروګرامونه تطبیقوی او عامه خدمتونه په عادلانه توګه رسوي او که نه؟ په ټولنه کې د کمزورو خلکو لاس نیوئ کوی او که څنګه؟ په پای کې آیا دولتي حاکمیت او قدرت د ټولو خلکو په خدمت کې دئ او که د شخصی، ګروهي او تنظمیي ګټو لپاره ورڅخه کار اخیستل کیږي؟

همدارنګه درغلي یا فساد (Corruption) د شخصی ګټو لپاره د عامه او دولتی پوست یا واک کارولو ته وایي. درغلي د حکومتولۍ په سیستم کې دحساب ورکولو په اړیکو کې د پاتې راتلو پایله ده. دا ډېر ځله د عامه خدمتونو رسولو په کمښت او د پانګونې د ناوړې او ضعیفې فضا په موجودیت کې راڅرګندیږي. له دې کبله حکومتولي د فساد سره د مبارزې په لار کې او د مرسته کوونکو او تمویلوونکو سره د کار لپاره د شروع یو کلیدي ټکئ دئ. که دولتي مصارف ډېر زیات شي نو د لوړې کچې فساد په ګوته کوي. ددې مانا داده چې کله د حکومتولۍ سیستم له ستونزوسره مخ شي، نو خلکو ته به عامه خدمتونه به یا بیخي نه وړاندې کیږي او یا به ډېر کاواکه او کمزوري وي. د پانګونې په وړاندې به خورا زیات خنډونه شتون لري. درغلي او فساد په حکومتي سیستم او ټولنه کې رامنځته کیږي او د ټولنې پرمختګ به له زیاتو خنډونو سره مخامخ کوي. که موږ غواړو له دولت او ټولنې څخه فساد او درغلي ورک کړو نو باید د ملک په حکومتولۍ کې ژور او هر اخیزه اړین بدلونونه راولو او په ژمنتیا سره یې پلي کړو.

دحکومتولۍ سیي پیژندنه خورا مهمه ده او حکومتولي له دوو سیستمونو څخه چې د عرضې او تقاضا خواوې دي جوړه ده. ددې مانا داده چې هم په دولت کې رهبري، وړتیا، سیاسي کلکه اراده، مالي سیستمونه او نور باید موجود وي. همدارنګه اړینه ده چې په ملت کې د ښې حکومتولۍ لپاره کلکه غوښتنه او پوهه شتون ولري ترڅو د قانون له مخې دولت او دولتي نهادونه محاسبې ته اړباسي.

دحکومتولۍ سیستمونه: عرضه او تقاضا

د عرضې خوا: وړتیاوې او سازماني جوړښتونه لکه رهبري، مهارتونه، بشري زیرمې او د مالي مدیریت سیستمونه – کوم چې په دولتي نهادونو کې ځای په څای وي ترڅو ټول ګټې څیزونه او خدمتونه وړاندې کړي.

دتقاضا خوا: نهادونه او حساب ورکونه: جوړښتونه – ټاکنې، سیاسي حزبونه، پارلمان، قضایي سیستمونه، آزاد مطبوعات، د مدني ټولنې سازمانونه، حساب ورکوونکي محلي حکومتونه کوم چې دملک خلکو او سازمانونو ته توان ورکوي ترڅو دولتي نهادونه په حساب ورکولو مجبور کړي.

د ښې حکومتولۍ او نورو پرمختیا يي اصولو تړاو

باید ومنو چې د ښې حکومتولۍ، مشارکتي پرمختګ، بشري حقونو او د نظام د ولسواکه کولو تر منځ اړیکې شته او یو پر بل باندې تکیه کوي او یو له بله رنګ اخلی او ورڅخه متاثر کیږي. که یوه له دې څیزونو ته په سپکه سترګه وکتل شول نو هرومرو پرنورو بده اغیزه شیندي اوله بلې خوا د ددې څیزونو دهر یوه تقویه د هربل په تقویه مثبت اثر اچوي. په دې شیانو کې ځینې بنیادي اصول شته لکه بشری حقونه، دمشارکت اصول او نور لکه حساب ورکول، شفافیت او روڼوالئ او د عامه او یا دولتي سکتور ښه مدیریت چې د پرمختیا د موخو په توګه هم پیژندل کیدای شي. ځینې موخې لکه د قانون حاکمیت باید دواړه د پرمختګ موخه او غایه او هم د پرمختګ وسیله وګڼل شي.

د ښې حکومتولۍ عرضه او د هغو لپاره په ټولنه کې غوښتنه او تقاضا دیوې سکې دوه مخه او یوله بله سره لازم او ملزوم دي. ددې مفهوم دادئ چې د ښې حکومتولۍ عرضه د حکومت او دولت دنده ده او باید اړینه وړتیا ولري ترڅو وتوانیږي اړین اصلاحات راولي. نو په دولت کې باید پوره سیاسي اراده، وړتیا، په هیواد مین او ریښتیني کدرونه او اړینې کړنلارې او پالیسي ګانې او نور شتون ولري ترڅو په حکومتولۍ کې اصلاح راولي او په پای کې درغلي او فساد ورک کړي. خو په اصل کې باید ومنو چې ډېر ځله په وروسته پاته ټولنو او ان په ټوله نړۍ کې په یوه او بل شکل دولتونه د عوامو له فشار څخه پرته سم کار نه کوي او د ښې حکومتولۍ لپاره دخلکو غوښتنه او فشار مهم ځای لري نوباید ورته کار وشي. همدارنګه زموږ په ټولنه کې د ښې حکومتولۍ لپاره د غوښتنې موضوع ترډیره له نظره غورځول شوې ده او ځکه زموږ د ملت هلې ځلې د فساد د ورکولو په هکله ښې پایلې نلري. فاسد چارواکې ضعیف وجدان لري، نه له خدایه او نه له خپل وجدانه شرمیږي ددوی مخه نیول او له فساد څخه راګرځول، په دولتي چارو کې و روڼ چلند ته دهغوی اړ ایستل د خلکو د کلکې غوښتنې او فشار په پاي کې اړین او حتمي کیدلئ شي. باید پوه شو چې پوه او خبر ملتونه چې لوړ سیاسي او ټولنیز شعور ولري دا فشار به سيي توګه په چارواکو راوړلای شي او اړینه ده چې دعامه پوهاوي له لارې د خلکو سره کار وشي.

دښې حکومتولۍ لپاره زمینه برابرول

اړینه ده چې د ملک دحالاتو سره سم، د نړیوالې پوهې او تجربو له مخې، د تجربه لرونکو داخلي کارپوهانو په مرسته او که اړینه وي د یو څه بهرنیو کارپوهانو د مرستو په مټ یوه سیي کړنلاره وټاکل شي، د اړتیا سره سم وخت په وخت ورباندې بیا کتنه وشي او په ټینګه ورباندې عمل وشي ترڅو زموږ د ملک حکومتولي سمه شي او د فساد او درغلیو مخه ونیول شي. له مفسدینو سره نفرت او کینه يه یوه ملی اجندا واړول شي ترڅو خلک و فساد ته زړه ښه نه کړي او له فساده راوګرځي.

له بلې خوا زموږ په ټولنه کې د فساد د ورکولو په هکله ډیرې خبرې کیږي مګر ډیرئ خلک او شنونکي په خپلو لیکنو او د ګردي میزونو په بحثونو کې کله چې د فساد او درغلیو په هکله خبرې کوي یوازې دخلکو د بندي کولو او له کاره دهغوی د ګوښه کولو خبرې کوي چې دا هم مهم څیز دئ خو نه یوازې کافي ندئ بلکه خپلې ستونزې لري ځکه فاسد خلک قوي شبکې او کړۍ لري او څوک یې له کاره نشي ګوښه کولای او نه یې بندي کولا شي. باید پوه شو چې د فساد ورکولو هڅې هله بریالۍ کیږي چې په ملک کې د حکومتولۍ چارې ښې شي ځکه فساد د کاواکه او ضعیفې حکومتولۍ څخه راپیداکیږي. ښه حکومتولي او دهغو په پایله کې د فساد ورکول یوازې د یو څو ټیټ رتبه فاسدو خلکو په ګوښه کولو، له کاره ایستلو او بندي کولو کې نه خلاصه کیږي. ښه حکومتولي اړینه ګرځوي ترڅو د ژوند په ټولو اړخونو کې داسې ګامونه واخیستل شي چې د فاسدو خلکو لپاره د درغليو، د دولتي واک څخه د شخصي ګټو لپاره کار اخیستل، خپل پالل، مالي نا روا ګټه اخیستنه او نور ستونزمن او رسوا کوونکي شي. دا هلته کیږي چې کله په کارونو کې روڼتیا او حساب ورکول زیات شي. د مثال په توګه که دولت یو قانون پاس کړي ترڅو په هر دولتي ارګان کې د استخدام لپاره شفافه او رڼه مقررات موجود وي. ټول د کار غوښتونکي یوې ټاکلې ویبپاڼې ته خپل غوښتنلیکونه او خپلې سوانح (Resumes/CVs) واستوي او اړونده چارواکي ونشي کولای او یا ورته گرانه شي چې غوره کاندیدان محروم کړي او له لیست څخه یې وغورځوي ترڅو د خپلوانو او یا درشوت لپاره زمینه برابره کړي. نو د ښې حکومتولۍ د ودې او د درغلیو او فساد ورکولو لپاره مو یو ښه اړین ګام پورته کړئ دئ. همدارنګه که د قرار دادونو په ورکولو کې د قانون سره سم لازم شفافیت، د مالوماتو شریکول او د مدني ټولنو او عامه خلکو نظارت زیات شي نو د درغلیو او فساد مخه به په آسانه نیول کیدای شي. په دې اړه باید ووایو چې د هیواد د ملي شورا له خوا د وروستۍ قانوني لایحې تصویب چې مالوماتو ته لاسرسئ آسانوي خورا مهم او اړین ګام دئ او ښه پلي کول یې ښې پایلې درلودلای شي او باید ټولې مدني ټولنې او روڼ اندي ورته پوره پاملرنه وکړي.

دښې حکومتولۍ لپاره په ملک کې اړینه ده چې قانون پلئ شي، په پریکړو او کارونو کې روڼوالئ یا شفافیټ، حساب ورکول، د مدني ټولنو نظارت ته اهمیت ورکړل شي، د شکایتونو د غور میکانیزمونه، د سازش د مخنیوي د پالیسیو شتون او پلي کول یې، په درغلیو کونکو باندې بندیزونه، سیي مالي کنترول، او د درغلي کوونکو په مخ کې ټینګ خنډونه باید موجود وي او ورته پوره پاملرنه وشي. همدارنګه د اړیکو نیولو لارې چارې، دیالوګ، ویبپاڼې: بریښنایي شبکې، کلتوري حساسیتونه او نور د ښې حکومتولۍ لپاره ګټور کیدای شي. په همدې توګه څیړنیزې ارزونې، د درغلیو ارزونې، د قراردادونو د مدیریت په ټوله پروسه کې دمنافعو دتضاد مسئله په نظر کې نیول، د درغلیو سره د مبارزې ارزونې، د بیوزلو سره د عدالت لپاره کار او څیړنه، حقوقي او قانوني اصلاحات، د فقر ارزونه، د مالوماتو د شریکولو د قانون شتون او پلي کول یې او د دولتي پالیسیو ارزونه او اصلاح کول نور هغه څیزونه دي چې مرسته کولای شي.
زده کړې: نړیوالې تجربې
• حکومتولي او فساد دوه بیل څیزونه او مفهومونه دي، خو یو له بل سره اړیکې لري، هغوي باید وپیژنو او دهغوی د اړیکو په هکله باید مالومات ولرو
• په ملک کې د پرمختګ لپاره په حکومتولۍ کې اصلاحات راوستل او لدې لارې فساد ورکول خورا اړین کار دئ او باید د دولت، مدني ټولنو، روڼ اندو او ټول ملت د اجندا په سر کې ځاي ولري
• د ښې حکومتولۍ لپاره په ملک کې د عرضې او تقاضا په دواړو خواوو باندې باید ځان پوه کړو، دواړه تقویه کړو او اړین شرایط ورته برابر کړو

• د ښې حکومتولۍ او د پرمختګ او ودې د نورو اصولو او موخو لکه: مشارکتي پرمختګ، بشري حقونه، د قانون حاکمیت، د نظام ولسواکه کول او نورو ترمنځ اړیکې وپیژنو او ورڅخه کار واخلو

• ښه حکومتولي د پرمختګ لپاره ګټوره ده – په اوسط ډول، هغه ملکونه چې ښه حکومتولي ولري ترهغو چې کمزورې حکومتولي لري ښه پرمختګ کوي، د مرسته کوونکو لکه د نړیوال بانک په واسطه تمویل شوې پروژې په هغو ملکونو کې چې کمزورې حکومتولي او لوړ فساد لري ډیرې ضعیفې وي.
• د ملک مالکیت خورا اړین دئ – دنهادونو اصلاح وخت نیسي، مګر بریالي کیږي که په ملک کې ژمن ملي مشرتابه او د اصلاحاتو لپاره مرسته موجوده وي.
• د حکومتولۍ ستونزې او چالشونه په ټولو ملکونو کې یو خیل نه وي – نو ځکه کړنلارې باید حتما تفکیک شي او په قوت سره په ځايي پوهه او نوښتونو باندې تکیه وکړي او له ځايي ذینفعو خلکوسره زښته زیاته همکاري وشي.
• په حکومتولۍ کې اصلاح د غوره عامه مالي مسایلو د ښه مدیریت نه ډېر زیات څه غواړي – دا غواړي ترڅو د حکومتولۍ په وړاندې خنډونه چې د پرمختګ مخه نیسي، چې کیدای شي هغه سیاسي او یا په کلیدي سکتورونو کې وي باید لیرې شي.
• یوازې په حکومت یا اجرائیه قوه کې د اصلاحاتو شروع د حکومتولۍ دښه والي لپاره کافي نه ده – د اجرایې قوې څخه د باندې لکه قضایه قوه، پارلمان ‎، محلي ادارې، محلي ټولنې، د مدني ټولنوسازمانونه، رسنۍ او نور د شفافیت لپاره نوښتګره سازمانونه، خصوصي سکتور، سیمه ایز او نړیوال نهادونه او نور هم خورا مهم رول لري.
• دوام لرونکي اصلاحات ډېر ځله د څو اړخیزه ذینفعانو د مشارکت روش غواړي، دوام لرونکئ مشارکت او ونډه اخیستنه د ښې حکومتولۍ لپاره او د مرسته کوونکو ترمنځ د یوه ګډ لید لوري شتون اړین وي.