کور / سياسي / لويه تېروتنه!

لويه تېروتنه!

کوم مشران چې مړه شوي ټول دي اللهّ پاک اؤبښې، او کوم چې ژوندي دي اللهّ پاک دي په ژوند کې ورته برکتونه واچوي. د هغوي هره خبره د کاڼې کرښه وه.
مشر تره به مي تل خوږي خبرۍ کولائ. خو د کلې د يوي سپین سري چې په نیاګې مشهوره وه دا کیسه تل کوله.

نیاګې به د خپلې یواځنې لور لمسئ تل په غیږه کې ګرځاوه. همدا لأمل شوي وو چې د نیاګې لمسئ به هیڅکله هم په ځمکه نه کیناسته. او کله به چې خوراکې نیاګې ستړي شوه او خپل نازولې لمسئ چې د پوره دريو کالونو شوي وو په ځمکه کیناوه، نو لمسئ به ئې يو ځل په ژړا شو چې ما په غیږ کې واخله که نه ځان شکؤم!
سپین سرې نیاګې به چې د خپل نازولې لمسئ دا تهدید واوریده نو سم دم به ئې خپل لمسئ پرته له کوم عذره په غیږه کې بیا پورته کاوه.
تره مي ویل: چې یوه ورځ زما په مخ کې نیاګې خوراکې چې د عمر ډیر پسرلې ئې تیر کړي وو، ستړي شوه او لمسئ ئې له غیږه په ځمکه د یوې شیبه دمې لپاره کیناوه. د عادت سره سم يو ځل ماشوم بغاري وهلې، چې ما غیږه کې واخله که نه ځان شکؤم!

لدي مخکې چې نیاګې خپل لمسئ بیرته غیږه کې واخلې، ما ورته وویل: پریږده چې وژاړي.
نیاګې خوارکې چې د خپل لمسئ ژړاه نشوه زغملې وویل: ملک کاکا اوس به ځان وشکوي! نه ګورې چې وایې ځان شکؤم!

ما ورته وویل: پريږده چې ځان وشکوي، او زه ئې وګورم چې څنګه ځان شکوي!

له همغه ورځې نه راپدیخوا د نیاګې لمسئ پرته له کومه عذره په خپلو پښو مڼدي وهلئ، که څه هم خوراکئ په ځان زور وواهه چې ځان وشکوي، خو چې درد ئې ولیده، بیرته په ځاي کیناسته.

نیاګې به هره ورځ راته د دعا لاسونه لپه کول،چې ملک کاکا اللهّ پاک دي راته لره، زه دي له غټ آفته خلاص کړم.

اوس مهال دا نکل دعبدالله د غوښتنو سره ښه صدق کوي.

د ټاکنو د ورځې په سبأ عبدالله دري پوښتنې درلودې. چې دا پخپل ذات کې د ټاکنو د پرؤسې تخریبول وو. له همدي سره د ټاکنو کمیسیون چلند سم وو، چې پرته له کومه ځڼډه ئې پرؤسه پرمخ بوتلله. ځکه چې دا ملي پروسه ثابته شوي وه او باید خپل ملي والئ ئې پر ځاي ساتلې واي.

د ټاکنو د نصبې پایلو د نتایجو په سبأ عبدالله د موازي حکومت اعلانولو هځه وکړه، دلته عبدالله خپل ځان خلکو ته ور وپیژانده، چې د ده هدف د خلکو غوښتنه نده بلکې قدرت طلبئ ده.

ډیر شمیر ملاتړو ئې چې په روښتيأ د ولسواکې غوښتونکې وو او د عبدالله په نرمو خبرو تیروتلئ وو له همدي ورځې ئې ځانونه د هغه څخه را بيل کړل.

د کیرې راتګ ولسواکې پر مخ پرتې ننګونې سره مرسته ونکړه، بلکې عبدالله ته ئې ډاډ ورکړل چې ستا هر ډول غوښتنې به منل کیږې!

همدا لأمل شو چې عبدالله خپل او د خپلو ملګرو د هري شپې د خوبونو تعبیر په غوښتونو تبدیلوې، او که بيأ د منلو وړ نه وي او و نه منل شې نو د نیاګې د لمسئ خبره چې ځان

که چیري جان کیرې يو ریښتنئ سیاست مدار واي، نو د عبدالله د موازي حکومت ګواښونو سره سم ئې باید عبدالله ته اخطار ورکړی واې، او ویلې واي؛ هر هغه دولت چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لارې اعلانیږي هغه به مونږ او نړی والو ته د افغانستان مشروع حکومت وي او موږ به ئې په رسمیاتو پیژنو . ځکه د والسواکې اصل هم اکثریت ګټونکې دي.

د عبدالله لانجمنه څیره د ۲۰۰۹ کال ټاکنې هم د ګواښ سره مخ کړي وي، خو د جان کیري ګواښ په مراتبو غښتلې وو او عبدالله ئې په شأ وتنبأوه. او که جان کیرې د خپلې تیري تجربې نه کار اخیستلئ واي اوس به هر څه سم واي.

اوس به په راتلونکو ورځو کې عبدالله هغه ډاډ چې د جان کیري لخوا ورکړل شوي تر خپلې اخري حده پوري ګټه پورته کړي، او تر څو چې ځانته په حکومت کې ځای نه وي پیدا کړي، تر هغې به عبدالله او د هغه تر شأ غله به د نیاګې د لمسئ کانې کوي. کاشکې چې جان کیري هم زما د تره خبره کړي واي، او عبدالله ئې پریښودلئ واي چې پرته له امریکأ څومره زور لري، چې خپل زور ئې مالوم کړي واي!

په یاد ولري که جان کیري د کمیسیون ملاتړ کړي واي، نو اوسمهال به مو هم ولسمشر درلودلائ او هم به مو زورواکې ته خداي پامانې ویلئ واي او تر هغې چې بیا جان کیري عبدالله تر ګواښ لاندي رانولې، نو عبدالله به خپل خوبونه در باندي منې او د نه منلو په صورت کې به د ځان…کولو غږونه کوي.