کور / تازه خبرونه / ميدان وردگ:د ۲ وزیرستانیانو په ګډون ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي

ميدان وردگ:د ۲ وزیرستانیانو په ګډون ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي

د میدان وردګو ولایت د والي وياند عطاالله خوږیاڼی وايي په مرکز میدان ښار،چک او نرخ ولسوالیو کې تېره شپه د
بېلابیلو پېښو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان وژل شوی،د دوو وزیرستانیانو په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي او دوه نور ژوندي نیول شوي .
دعطاالله خوږیاڼی په وينا په چک ولسوالۍ کې د دوو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د دوو وزیرستانیانو په ګډون شپږ وسله وال طالبان ټپیان شوي او همدا راز دوه نور ژوندي نیول شوي دي .
همدا راز په نرخ ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو لوړ بوړی قوماندان زرقاوي وژل شوی دی .
په همدې حال کې د مرکز میدان ښار په ده حیات سیمه کې امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې به ترڅ کې بېلابېل مهمات کشف او ترلاسه کړي دي .
د والي وياند ددغو ادعاو په طالبانو او حزب اسلامي خپل نظر نه دی څرګند کړی.