کور / راپور / په بلخ کې، اختر د ټولو مبارک شه- اختريزه مشاعره

په بلخ کې، اختر د ټولو مبارک شه- اختريزه مشاعره

“اختر د ټولو مبارک شه” د هغې سترې مشاعرې نوم و، چې نن، د زمري په ۱۰مه، د بلخ ادبي خوځښت له خوا د کوچني اختر په وياړ جوړه شوې وه.
دغه مشاعره چې د بلخ ولسوالۍ د ښاروالۍ په تالار کې جوړه شوې وه، د بلخ په ګډون، د ګاونډيو ولايتونو، بغلان، کندوز، لوګر، کابل او پېښور سلګونه فرهنګيانو په کې برخه اخيستې وه.
سربېره پر دې، د بلخ ولايت يو شمېر چارواکو، استادانو او د سيمې مخورو هم ګډون کړی وو.
د بلخ ادبي خوځښت مسوولين وايي، چې له دغې مشاعرې يې هدف، د ژبې او فرهنګ د بډاينې تر څنګ، په بلخ کې د فرهنګيانو د راغونډول او يووالی دی.
د دغه خوځښت د مشرتابه د کمېټې غړي، غلام رسول ملکزي، وويل: “له دغې مشاعرې زمونږ هدف دا دی، چې په بلخ او شاوخوا سيمه کې نه يوازې پښتو ژبه عامه کړو، بلکې تر څنګ يې غواړو چې ځوانان پر يو ټغر راټول شي او له يو بل څخه د لا زيات کار انرژي واخلي.”
د بلخ ولسوالۍ ولسوال، تيمور شاه فايض، چې د حکومتي دندې تر څنګ، شاعر هم دی، په دغه ولسوالۍ کې د يادې مشاعرې جوړېدل يو نېک ګام وباله.
نوموړي وويل، چې دغسې مشاعرې، د ځوانانو پر فکرونو مثبتې اغېزې کوي او له جګړې څخه يې راژغوري.
له بل پلوه، بلخ ادبي خوځښت، د مشاعرې په ترڅ کې، د بلخ ولايت دوه ځوان فرهنګيالانو، عطامحمد ساهو او خيبر اميري ته ستاينليکونه هم ورکړل.
په دغه ستاينليکونو کې د دوی له هڅو چې په دې وروستيو کې د پښتو ژبې او ادب لپاره ترسره کړې وې، ستاينه شوې وه.
دغه مشاعره د سهار په ۹ بجو پيل او د غرمې تر ۱۲ بجو دوام درلود.
بلخ ادبي خوځښت په بلخ کې د هغې ادبي او کلتوري کړۍ نوم دی، چې په دغه ولايت کې له نږدې ۸ کلونو راهيسې فرهنګي هڅې کوي.
ددغه خوځښت په چوکاټ کې، د مومند بابا ادبي بهير، ام البلاد ادبي بهير، چاربولک ادبي بهير، ميرمن کلتوري-ادبي بهير، پرخه مجله، پسرلی مجله او پل مهالنۍ خپرونه فعاليت کوي.
سربېره پر دې، دغه خوځښت په شمال کې لومړی پښتو عامه کتابتون جوړ کړی او لا تر اوسه يې چلوي.