کور / سياسي / واحد او فدرالي نظامونه – دريمه برخه

واحد او فدرالي نظامونه – دريمه برخه

واحد او فدرالي نظامونه
(دريمه برخه)
د فدرالي نظام ګټي:
1- د پیاوړي دولت رامنځ ته کېدل: کوچني دولتونه تر فدرالي نظام لاندي د نسبتاً پیاوړي مشترک المنافع دولت د رامنځ ته کیدو په خاطر سره یوځای کیږي تر څو په سیمه کي د ځانګړو ګټو څخه برخمن سي. په فدرالیزم کي څو دولتونه ددې له پاره سره یوځای کیږي چي په نړۍ کي زیات واک، قدرت او امن ترلاسه کړي.
2- دملي وحدت او محلي واک یوځاي کیدل: فدرالي نظام یو داسي وسیله ده چي د هغه په واسطه ملي وحدت او محلي واک سره همږغي کیدای سي. هغه داسي چي د هیواد ملي وحدت د مرکزي حکومت په واسطه څارل کیږي او ایالتونه ازاد وي چي په خپلو مربوطه حوزو کي خپل واک وچلوي. دوئ د خپلو ګټو او شرایطو اړوند پرمختګ کولای سي. دغه کار د ملي وحدت او محلي واک د یوځای کیدو له پاره لار پخوي.
3- باکفایته او اغیزناکه اداره: فدرالي نظام د واک د عدم تمرکز او ویش پر اصل ولاړ دئ. د واک د ویش له مخي په اداره کي د زیاتي اغیزمنتیا هر ډول امکان سته. مرکزي حکومت د ډیر اداري کار له باره څخه اوږې سپکي وي ځکه ټول کار د سیمه ایزو حکومتوترمنځ ویشل سوی او په ښه ډول اجرا کیدای سي.
4- په عامه چارو کي د اولس مینه او علاقه ډیریدل: فدرالي نظام د هر ایالت خلکو ته دا زمینه برابروي چي په دولت ورګډ او د عامه پالیسیو په ټاکلو کي برخه واخلي. دغه موقع په عامه چارو کي د اولس مینه او علاقمندي زیاتوي.
5- د ټولواکيز یا خپل سري حکومت مخنیوی: په فدرالي نظام کي د ټولواکیز حکومت کولو چانسونه ډیر لږ لیدل کیږي. د کنترول او توازن اصول یقیناً چي خپل اغیز ښکاره کوي. ایالتونه یا اداري واحدونه هیڅکله فدرالي حکومت (مرکز) ته دا موقع په لاس نه ورکوي چي د ټولواک په ډول حکومت وکړي او برعکس. هر یو پر بل باندي د څار او کنترول دنده ترسره کوي.
6- د ازمایښت یا تجربې له پاره ساحه: په فدرالي نظام کي تل د غړي ایالتونو له پاره د نوي قوانینو او اداري اجرااتو د تجربه کولو له پاره ساحه موجوده وي. د قوانینو او اداري اجرااتو ازمایښت د یوه یا څو ایالتونو په واسطه کیدای سي چي د یوه لارښود په ډول په فدرالیزم کي د قانون جوړوني له پاره ګټور تمام سي. نوي قوانین ښایي د تجربې له پاره لمړۍ په یوه یا څو ایالتونو کي پلي سي. که یې پایلي مثبتي وې نو ښایي نوموړي قوانین د ټول هیواد له پاره وضع سي، خو که یې نتایج منفي او د منلو وړ نه وه نو ښایي نوموړي قوانین په ډیر ساده او اسانه ډول لغوه سي.
7- د نړۍ وال حکومت له پاره یونمونه: فدرالي نظام د نړۍ وال دولت له پاره یوه نمونه وړاندي کوي. که چیري هغه خلک خپل خوبونه، چي د یوې نړۍ، یوه دولت، یوه حکومت، یوه تابیعت له پاره یې ویني، رښتیا کېدل غواړي، نو دغه کار یوازي د فدرالي نظام په چوکاټ کي ترسره کيدای سي او دا خوبونه یوازي د فدرالي نظام په عملي کولو سره د حقیقت تر منزله رسیدلای سي.
د فدرالي نظام تاوانونه:
1- کمزوری حکومت: فدرالي حکومت د مرکز او ایالتونو ترمنځ د واک د وېش په سبب یو کمزوری حکومت بلل کیږي. فدرالي دولت د سترو ناورینونو په وخت کي تل د ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ وي. مرکزي حکومت ښایي په کافي اندازه دومره پیاوړی نه وي چي د هر ډول چلنجونو او ستونزو سره مبارزه وکړي. ځکه د هر ډول پرېکړو د ترسره کولو څخه مخکي باید موضوع د ټولو ایالتونو سره شریکه، د هغوئ له خوا تائید او بیا مخ ته یووړل سي. دا کار کیدای سي ډیر وخت په بر کي ونیسي او تر هغه وخته پوري ښايي پیښ سوي ناورینونو خپل منفي اغیز وختي لا شیندلی وي.
2- غیر ضروري پیچلتوب اوبې ځایه تشویش: د فدرالي حکومت چارواکي په اصطلاح اوبه خړوي او ماهیان پکښي نیسي. د مرکز او ایالتونو له خوا څو ګوني قوانین، اداره، مالیه اخیستنه او داسي نور موضوعات یو معمولي ښاري تل په تشویش کي اچوي. هر ایالت د خپلو شرایطو په پام کي نیولو سره قوانین وضع کوي. د یوه ایالت قوانین د بل ایالت د قوانینو سره په ټکر کي راتلای سي. د بېلګي په توګه، یو کار چي د امریکا په یوه ایالت کي جرم بلل کیږي ښایي چي په بل ایالت کي بیا په رسمي ډول جواز ولري. قوانين د يو ايالت څخه تربل ايالت پوري توپير لري.
3- د واک یا قدرت پر سر اختلاف: لکه څنګه چي فدرالي حکومت د مرکب او دوه ګونو حکومتونو او د واک او مسؤلیت د پراخ وېش پر بنسټ مشخص سوی دئ، نو د واک پر سر د اختلاف او د مرکز او ایالتو تر منځ د مخالفت او شخړي د لوی خطر امکان تر ډیره حده ترسترګو کیږي. دغه علت اداره کمزورې کوي او کیدای سي چي د بیړنیو پرېکړو پر وړاندي دغیر ضروري او بې ځایه ځنډ او خنډ سبب وګرځي.
4- د سیاسي تجزیې ویره: فدرالي دولت تل د تجزیې او جلاکیدني له خطر سره مخ وي. ځیني وختونه انفرادي ایالتونه ازاد وي چي ځانته خپل جلا اساسي قانون او مقننه، اجرائیه او قضایه قوې ولري، چي ښایي د تجزیه غوښتونکو تګلارو د منځ ته راتلو سبب سي. په هغه صورت کي چي يو ایالت د اتحاديي څخه د جلاکېدو غوښتنه وکړي ښایي د اساسي قانون اړوند یو جدي ناورین او اله ګوله رامنځ ته کړي. په کال 1862 کي د امریکا د شمالي او جنوبي ایالتونو د جلا کېدو جگړه دلته د بېلګي په ډول د یادوني وړ ده. په کال 1991 کي د پخواني شوروي اتحاد یا (USSR) تجزیه او په کال 1992 کي د یوگوسلاویا تجزیه کېدل د فدرالي نظام د سیاسي تجزیې نور دوه مثالونه دي چي په تیرو څو کلنونو کي واقع سوي دي.
5- په اساسي قانون کي د تعدیل، اصلاح او لاسوهني د طرز العمل سخت والی: د فدرالي نظام ډیري ستونزي وخت په وخت په اساسي قانون کي د لازمو تغیراتو د رامنځ ته کېدو په واسطه حل کېدای سي. مګر دا کار دومره ساده او آسانه نه دئ، ځکه چي په فدرالی نظام کي د اصلاحاتو او تغیراتو د راوستلو پروسه عمداً سخته، ستونزمنه او بطي ده. دا چي د تعدیل او اصلاح راوستلو پروسه سخته او بطي ده نو د بیړنیو ستونزو د حلولو څخه مخکي ښایي ډیر وخت پر پرېکړه کولو تیراو ضایع سي.
6- د بهرني سیاست په برخه کي د مرکز پر وړاندي ستونزي: د واحد نظام په پرتله فدرالي حکومت د بهرني سیاست په برخه کي لږ اغیزمن تمامیږي. ځیني هغه ایالتونه چي د مر کز له خوا د نورو هیوادونو سره په تړونونو کي د ځان ګټي نه ویني ښایي د مرکزي حکومت پر وړاندي ستونزي رامنځته او د نوموړي تړونونو د فسخ کېدو باعث وګرځي.

بلاخره، پر دې حقیقت هیڅکله هم سترګي نسو پټولای چي فدرالي نظام هم د مثبتو (پیاوړو) او هم د منفي (کمزورو) ټکو درلودونکی دئ، د هغه د نسبتاَ زیاتو ګټوپه نظرکي نیولو سره ویلای سو چي دا نظام یوازي د هغه هیوادونو له پاره مناسب دئ چي ډیر لوی (پراخ) مساحت، اوهر اړخیز( نژادي، مذهبي، ژبني، قومي، کلتوري او داسي نور ) توپیرونه ولري.

ګرانو لوستونکو!
له ډير وخت را په دې خوا د پردې تر شا د ځيني سیاسي کړيو لخوا داسي ناوړه دسیسې او هلي ځلي رواني دي چي په افغانستان کي فدرالي نظام راولي، واحد نظام ختم او هیواد ټوټه ټوټه او تجزیه کړي. زه د دوئ څخه دا پوښتم چي آيا افغانستان ډير لوی مساحت لري؟ آیا په افغانستان کي هر اړخیزه توپیرونه سته؟ آیا افغانستان ډیر زیات نفوس لري؟ او که آیا خپله د افغانستان عام اولس غواړي چي پر سیمو دي ووېشل سي او بېلونکي سميه ايزي يا سرحدي کرښي دي د دوئ تر زړه تیري سي؟
افغانستان نه د امریکا او کاناډا غوندي لوی مساحت لري او نه هم د هند په څېر زیات نفوس او هر اړخیز توپیرونه. نه زموږ اقتصاد دا اجازه راکوي چي د فدرالیزم غوندي ګران او قيمتي نظام پلي کړو، او نه هم عام اولس په دې خوښ دئ چي دوئ دي پر سیمو ووېشل سي. الحمدالله، د افغانستان ټول اوسېدونکي د اسلام د مبارک دین پیروان دي، چي پکښي ټول مسلمانان وروڼه بلل سوي دي. یو مو خدای (ج)، یو مو رسول (ص)، یو مو کتاب ، یو مو قانون ، یو مو دین، یوه موعقیده، یو مو نژاد، یو مو کلتور، یو مو تاریخ او يوه مو خاوره.
نو د کوم دلیل او استدلال پر بنسټ او د کوم منطق له مخي په افغانستان کي فدرالي نظام راوستل مناسب دي. د څو محدودو کسانو د شخصي ګټو لپاره د افغانستان خلک هیڅکله نه پریږدي چي دا واحد هیواد تجزیه سي.
په تیره دېرش کلنه بدمرغه دوره کي ډیرو زلخوږو، وږو، تږو ښامارانو خیټي ډکي او ځانونه وپړسول. خلکو ډير ړبړونه او تکلیفونه ولیدل. خو اوس د افغانستان خلک پوه سوي او د تیرو پیښو څخه یې ډیر څه زده کړي دي. د دوئ په دې ډیر ښه سر خلاصيږي چي فدرالیزم یې نور هم ویشي، په سیمو پوري یې محدودوي، تن يې له تنه جلا کوي، چي بلاخره به د ګاونډو هيوادونو د لمسون په نتيجه کي بې له تجزیې څخه بله چاره ونه لري.