کور / سياسي / دافغانستان لوی بحران

دافغانستان لوی بحران

بحران او بحراني حالات سره توپیر لري، هر هیواد، ټولنه او سیاسي موسسه له
دې ډول ناتار څخه ځان او خپله ټولنه ساتي . بیاهم که بحران د لنډي مودې
وي، ډیر د اندیښنی وړ نه دی ، خو خدای مه کړه که بحران اوږد سي او خبره د
ملي، حقوقي، سیاسي، جمعي اوفردي حیثیت او شخصیت وژني تر بریده ورسیږي،نو
لوی بحران يې بللای سو. ښکاره خبره ده چي په دې ورځو کي بهرني او کورني
سیاستوال، ټول ملت او نړیواله ټولنه په دې سوچ کي ده چي د افغانستان
لپاره دحل لاره ومومي، جمهور رئیس کرزی هم چي لا تر اوسه له قانوني پلوه
برحال ولسمشر دئ او شپه –ورځ لګیا دئ د انتخاباتو پر سر را ولاړي سوي
شخړي ته صادقانه د حل لار لټوي، خو په داسي نازکو حالاتو کي د حقوقي
ذیصلاحومراجعو د تصامیمو او صادقانه هلوځلو برخلاف ناجایز سبوتاژګر،
ناځوانمردانه عمل ترسره کول او آن د ولسمشر د عکسونو غورځول لوی بحران ته
چي انتها یې ملي فاجعه ده، لاس اچول ، یو شرموونکی عمل او د تاریخي دروند
مسولیت په غاړه اخیستل دي . له بده مرغه پرون د انتخاباتو د مقدماتي
نتیجو تر اعلان وروسته د افغانستان په تاریخ کي یوځل بیا لکه د سقوي
بلواګرو په شان یو له جنایت ډک عمل باندي لاس پوري او د لویې جرګې تالار
یوڅو بې مسولیته لنډ فکرو له خوا اشغال او په هغې کې دګران ولسمشر عکسونه
غورځول شوي او د ټولو نړیوالو معیارونو برخلاف نارې اوچتي شوي دي. موږ
یقین لرو چي ملي شخصیتونه، مشران، د هیواد سیاستوال، زموږ غیرتي ولس او
نړیواله ټولنه به د دغه ناوړه عمل په وړاندي بې توپیر ه نه وي ، خو پریوه
ټکي باندي باید ټینګار وسئ ، هغه دا چي څومره چي دغه بې مسولیته کسان دې
ډول اعمالو ته دوام ورکوي دوی ته به دا عمل دروند تمام سي. ددې ډول غیر
قانوني، غیر انساني، غیر ملي او خام عمل بد عاقبت ددوی خپل مسولیت دئ .
د ځلانده او یو موټي افغانستان پرلور
ژوندی دي وي دافغانستان دروند ولسمشر حامد (کرزی)