کور / سياسي / د لوی ځواکمن اسلامی هیواد را مینځته کیدل

د لوی ځواکمن اسلامی هیواد را مینځته کیدل

پر اعتدال ولاړ، د لوی ځواکمن اسلامی هیواد را مینځته کیدل د ټولې نړې په خیر دی
د سیاسي علومو امریکایی پوه، ښاغلی هانتینګتون، د تمدنونو ټکر او د نړیوال نظم بیا رغونې تر عنوان لاندي کتاب په کال ۱۹۹۶ م کي خپور او د دین او کلتور د کرښو پر بنایی، نړې پر شپږو لویو تمدنونو وویشله، چي په لاندي ډول دي:
(الف) اسلامی تمدن، چي ټول اسلامی هیوادونه او ولسونه پکښې راځی، (ب) کاتولیک تمدن، غربې هیوادونه، جنوبې او لودیځ افریقایې هیوادونه او دغسې لاتینه امریکا او د نړې ټول کاتولیک ولسونه، (۳) ارتودوکس تمدن، روس، شرقی اوکراین او نور ارتودوکس نړې، (۴) هندو تمدن، په هندوستان او نوره نړې کي هندو ولسونه (۵) چیني تمدن، د چين هیواد او د ختیځي آسیا چینایې ولسونه، او (۶) جاپان تمدن.
ښاغلي هانتینګتون پدي استدلال او وړاندوینه کوي چي تر ساړه جنګ وروسته به، د راتلوونکو جګړو او شخړو اصلی محور، کلتوري او دیني کرښې وي. نوموړي په خپل اثر کي کاږی چی، د اسلامي تمدن څخه پرته، بل هر تمدن لا اقل یو یا څو ځواکمن محوري هیوادونه لري او دغه ځواکمن هیوادونه د خپلو هم دین او هم کلتورو هیوادونو او ولسونو څخه دفاع او ننګه کوي، او دغسي د دوي تر مینځ ستونزې هواروې. لکه د مثال په توګه کاتولیک تمدن، چي د امریکا متحده ایالات، بریتانیا او فرانسه یی لوي محوري ځواکمن هیوادونه دي، او د ضرورت په وخت کي د خپلو هم کلتورو او هم دینو هیوادونو څخه ننګه او ملاتړ کوي او ددوي تر مینځ شخړي هواروې. د جنوبي سودان را مینځته کول او دغسی د جنوبي سودان د کورنې جکړې ختمول او د نظم بیا اعاده یی ښه بیلګه ده.
ښاغلي هانتینګتون زیاتوي چي یوازني تمدن چي د محوري ځواکمن هیواد څخه بي برخې دی، هغه اسلامي تمدن دي چي د لمړي نړیوال جنګ وروسته، کله چي عثمانی خلافت ړنګ کړای شو، بی برخې شو. نوموړي همدا شان وایی چي د نړې په زیاترو شخړو کي اسلامي هیوادونه او یا مسلمانان ولسونه د نورو تمدنونو سره او يا هم په خپل مینځ کي ښکیل دي، او علت یی تر ډیره بریده، د یو اسلامي محوري ځواکمن هیواد نه شتون ښیی، لکه د عثمانی خلافت او یا د هغه څخه مخکي، ترڅو لا اقل د اسلامي هیوادونو او یا ولسونو تر مینځ شخړو ته د پاي ټکي کیږدي. نوموړي د یو قوي محوري اسلامي ځواکمن هیواد او یا هم د اسلامې هیوادونو جغرافیې موقعیت او بیلا بیلو اسلامي کلتورونو ته په کتو د څو اسلامی هیوادونو را مینځته کیدل د ټولي نړې په ګټه بولي تر څو وکولای شی د اسلامي هیوادونه او ولسونو تر مینځ جوړ جاړي او په پاي کي په نړې کي تلپاتې سوله مینځ ته راشي.
که ځیر شو، رښتیا هم تر ډیره بریده، د نړې زیاتره جګړې او شخړې د اسلامي هیوادونو او ولسونو تر مینځ او یا هم یو خوا یی مسلمان ولسونه او یا هیوادونه، دي. لکه د لیبیا، سوریی، عراق، پاکستان، افغانستان، مصر، سودان ، صومالی او داسی نورو اسلامي هیوادونو رواني شخړي چي تر ډیره بریده د اسلامي ولسونو او حکومتي چارواکو تر مینځ رواني دي او هیڅ داسی یو اسلامي ځواکمن هیواد نشته چي د دوي تر مینځ روغه او سوله وکړي. دغسی د فلسطین، کشمیر، چچینیا، میانمار، جنوبی ټایلند، نایجیریا، د چین سینګ کیانګ چی یو خوا اسلامي ولسونه او بلخوا غیر مسلمان هیوادونه دي، چي په دغه هیوادونو کي پر یو شمیر مسلمانانو سخت ظلم او زیاتي روان دی، او هیڅ دغسي یو نړیوال اسلامي ځوک نشته چي ددغو اسلامی ولسونو د روا حقونو او ګټو څخه ننګه وکړي. د بیلګي په ډول کولای شو د اسراییلو لخو د غزي پر مسلمان ولس روان ظلم او زیاتي یاد کړو. د یادونې وړ بولم چی په دغو پورته ځینې هیوادونو کی د تندرو ډلو شتون او فعالیت هم د مسلمانو ولسونو د لا خوارې او بربادي سبب کرځیدلي دي، د بیلګې په ډول د افریقا په صحرا کې د بوکو حرام ډله چې د نایجیریا په شمال او نورو ګاونډیو هیوادونو کې په اختطاف او وژنو او ورنکارې کې ښکیل ده او تر ډیره بریده یی زیان د سیمې مسلمانو ولسونو ته رسیږي. د نایجیریا عیسوي مرکزي حکومت هم په پوره زړه نه غواړې ددغه ډلې پر ضد کوټلی ګام اوچت کړی، ځکه دوي پوهیږي چي د جنوب عیسوي وګړي ددغه ډلې د شر څخه په امن دي، او ددغه ډلې ټول زیان او شر د شمال مسلمان ولس او وګړو ته متوجه دی. نو لازمه ده چي ټوله اسلامي نړي پر اعتدال ولاړ د یو او یا هم څو ځواکمنو اسلامي محوري هیوادونو د را مینځته کیدو لپاره تلاش او مبارزه وکړي او دغسي غیر اسلامي نړي هم باید د دغسي هیوادونو مخالفت پریږدي تر څو په نړي کي بیا نظم را مینځته شي. د اسلامي نړي د محوري هیواد او یا هیوادونو ښه کاندیدان ترکيه، مالیزیا او دغسي مصر یا سعودي هیوادونه کیدي شی.
محمدیاسین نوري
د رمضان مبارک ۲۹ مه نیټه کال ۱۳۹۳ ه لمریز