کور / ترخې خبري / د افغانانو د جنازو اختره

د افغانانو د جنازو اختره

نن په ملکونو کې اختر دی د شهيدانو ارواحان اسمان ته ځينه
تر کومې به دغه درديدلي ، کړيدلي او ځوريدلي افغانان له ويرونو او نفرتونو څخه په امن کې شي ورځې تربلې يې په کورنو کې يتيمان ، کونډې ، په سلګونو او زرګونو کورنۍ بې سرپرسته پاتې شوې او دغه د غم لړلي لړۍ همدغسې جريان لري زما په اند داسې کورنۍ به په ټول افغانستان کې پيدا نه کړې چې هغه کورنۍ د غم پرټغر نه وې ناسته يا بې د کور سرپرست د لاسه ورکړى او يا به يې ترۀ ، زوى ، لمسى اونور … موږ په دې نه پوهيږو چې ولې يوازې د ټوپک د شپيلۍ، دبمونو چاودنو ، او دې ته ورته نورو ډليزو مرګونو قربانۍ ته يوازې افغانان پيدا شوې او که چېرې بل څوک هم مرګ لري ورځې ، مياشتې ، کالونه خو پرځاى پريږده يوازې او يوازې په څلوروېشتو ساعتونو کې دافغانانو د مرګ او ژوبلې حساب وکړئ تاسو ته به داڅرګنده شي، چې يوازې د ټوپک د شپيلۍ آو د بمونو له چاودنو قربانيو ته افغانان پيدا شوې دي په افغانستان کې کله کله داسې شپې او ورځې هم وي چې په زرګونو او سلګونو افغان سپين ږيري، سپين سرې بوډاۍ ، ځوانان او ماشومان د مرګ تر پولې راسي، چې باور وکړئ که په نورو هېوادونو کې څوک دومره د قربانۍ لپاره پسونه هم حلال کړي ، نو افسوس په داسې حال چې موږ افغانان په کې راګير شوې يو او تر کومې به دغه د غم لړلي لړۍ دوام مومي.
موږ او تاسې د روژې په مبارک مياشت کې وليدل چې په لسګونو پکتيکا وال وروڼه يې په شهادت ورسول او په لسګونو کورنۍ يې د غم او وير پر ټغر کينولې نه يوازې پکتيکاوال يې غمجن کړل بلکې ټول افغانان يې غمجن کړل او پکتيکاوالو په غم مو غمجن يو او په دې غم کې درسره ټول افغانانو ځانونو شريک بولو ځکه چې د يوه هېواد بچيان يو او په يوه کور کې سره ژوند کوو.
خلکو اختر له جامې وکړې زه په ګولو وشپلى زړه ټکورومه
د پکتيکا غمجن ورځې به تر کومې پورې موږ دردوي او ځوروي خلک اختر ته خوشاليږي موږ د اختر په شپو او ورځو کې ويرونه کوو خلک موسکاګانې کوي موږ شينډې وچ او له سترګو مو د اوښکو پرځاى وينې بهيږي د اختر په سهار خلک د عيدګاه او يا جوماتونو ته ځي ،موږ د هديرې په لورو د خپلو پلرونو ، وروڼو ، خويندو قبرونو ته ځو خلک نوي جامې او ډول ډول لباسونو کوي موږ د خپلو اولادونو لپاره پر سپينو قفنو پسې نه رسيږو لوىه خداىه نور مو په هېواد کې د غمونو او جنګونو پرځاى سوله راوله موږه نور له جنګونو نفرتونو او ويرونو څخه ستړي يو د يوې شيبې د خوشالۍ په ارمان يو.
خلک کالي کوي اختر دى زه د شهيد جامې په خواکې ګرځومه
موږ په خپله چې ډير دردوي او ځوروي د هغې پکتيکاوالو کورنۍ چې پلرونه ، ميندې ، ځوانان او ماشومان يې تر خاورو لاندې شول جوماتونه ، مارکيټونه ، سړکونه ، کلينکونه يې ويجاړ شول ميرمنې يې کونډې او ميند يې بورې شوې ماشومان يې بې سرپرسته پاتې شول د هغو به څه ډول اختر وي او په کوم ډول به دوى د اختر شپې او ورځې لمانځي د هغې پلار ، مور او کورنۍ ته مو سلام چې پنځه پجيان يې په دې غم لړلي پېښه کې شهيدان شول دوى ته د خداى صبر جميل ورکړي او اولادونو ته د خداى پاک جنت الفردوس په نصيب کړي.

دغم اختر د غم سيلونه د غم بازار د غم سودا په کې کومه
هيله ده چې په ټول هېواد کې دا ځل د سولې ، امن ، ورورۍ، خوشالۍ ، نيکمرغۍ او هېواد کې د تل پاتې سولې اختر شي او په اخر کې په تول هېوادوالو باندې غږ کوم، چې دوى دې په دې نيکمرغه کوچني اختر کې په خپلو منځونو کې مينه وکړي ، محبت وکړي او ټول هېوادوال دې د وروڼو په شان په يو ټغر راټول شي د هېواد په جوړونه کې دې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې تر سره کړي.