کور / تازه خبرونه / د زابل کډوال د سرپناه د نشتوالی سر ټکوي

د زابل کډوال د سرپناه د نشتوالی سر ټکوي

په زابل کي مېشت کډوال شکايت کوي، چي د کډوالو لپاره ځانکړي سوي مځکي تر اوسه هم نه دي ورکړل سوي، چي له امله يې د سرپناه د نشت سره مخ دي.

دغه مځکي پنځه کاله وړاندي د ولسمشر په امر د کډوالو چارو وزارت له لوري راستانېدونکو ته ځانګړي سوي وې.

دوی وايي، چي پنځه کاله وړاندي يې د همدغه مځکو د ترلاسه کولو په موخه پيسې تحويل کړي، خو تر اوسه مځکي نه دي ورکړل سوي.

دوی شکايت کوي، چي اړوند چارواکي يې کارونه یوې او بلي ورځي ته ځنډوي، چي له امله يې د سختو ستونزو سره مخ دي.

په مرکز کلات کي د نورمحمد په نوم يوه تن، چي پنځه کاله وړاندي د پاکستان څخه راغلی وايي، چي اوس د کرايې به کور کي ژوند کوي او نه سي کولای، چي په ټيټ اقتصاد هره مياشت کرايه ورکړي.

محمد ولي، چي تازه د کويټي ښار څخه راغلی وايي، چي توپیریز چلند ورسره کيږي او د کډوالو په ښار ګوټي کي هغه چاته مځکي ورکړل سوي، چي واسطه ولري.

د یادو کډوالو یوه بله غوښتنه داده، چي د مځکو د ورکړي ترڅنګ دي د کورونو په جوړولو کي دولت مرسته ورسره وکړي.

په ورته وخت کي د زابل د کډوالو چارو امریت چارواکي یادي ستونزي نه مني او زیاتوي هغو کډوالو ته چي پیسي یې تحویل کړي په خپل وخت مځکي ورکړي دي.

ددې ولایت د کډوالو چارو امر مطیع الله حکیمي وایي، چي تر دا مهاله یې شاوخوا ۶۷۰ کډوالو ته مځکي ورکړي.

هغه زیاتوي، چي ۴۵۰ هغه کډوالو ته چي قانوني اسناد یې نه دي بشپړ کړي تر اوسه مځکي نه دي ورکول سوي او غوښتنه کوي، چي ژر تر ژره دي دغه کډوال خپل اسناد بشپړ کړي.

د زابل د کډوالو لپاره ښار ګوټي د کلات ښار څخه په ليری او ناامنه سیمه کي جوړ سوی دی، چي د امنيت د نشتون له امله هم ځيني کسان زړه نه ښه کوي، چي هلته مېشت سي.