کور / تازه خبرونه / ٢٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

٢٧ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار،چک،جلریز ،سیداباد او مرکزي بهسودو ولسوالیو تېره شپه او نن (سې شنبه) د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د یو وزیرستاني او دوه قوماندانو په ګډون ۱۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۲ نور ملکي وګړې ټپیان شوي دي .
د مرکز میدان ښار په دراني او کشمیریانو،د چک،جلریز او سیداباد ولسوالیو په سیبک،راشکوغر او شیخ اباد سیمو کې د نن (دوشنبه) سهار لس بجې او تېره شپه د بېلابېلو هوایې بریدونو په ترڅ کې د یو وزیرستاني او دوو قوماندانو په ګډون ۱۵وسله وال طالبان وزل شوي دي .
همدا راز د دغه هوایې بریدونو په ترڅ کې د وژل شویو وسله والو مخالفینو ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي .
په ورته وخت کې د چک په لنګرخیلو سیمه کې یو وسله وال مخالف،چې غوښتل یې د سړک ترغاړې ماین ځای پر ځای کړې،د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی دی .
د يادوني وړ ده چي د اړونده پېښو په اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.
د یو بل خبر له مخې د مرکزي بهسودو ولسوالۍ د کوتل په ملا یعقوب سیمه کې تېره مازیګر د یو موټر د چپه کیدو له امله ۱۲ ملکي وګړې ټبيان شوي دي .
په ټپیانو کې چې ماشومان او ښځې په کې شتون نلري،د ۵ تنو روغتیایې وضعه د اندېښنې وړده .
د یادې بېښې په تړوا ،چې د چلوونکې د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ټپي شوی موټر چلوونکی تر څارنې لاندې دی .