کور / تازه خبرونه / کندهار : ملي امنيت اووه وسله وال د اوو پوليسو د وژلو په تور نيول

کندهار : ملي امنيت اووه وسله وال د اوو پوليسو د وژلو په تور نيول

د کندهار ملي امنيت ځواکونو هغه اووه غلچکي بریدکوونکي نيولي، چي په خپلو بریدونو کي يې اووه پولیس وژلي وه.

دغه ډلي نه یوازي په غلچکي بريدونه کي لاس درلود، بلکي وخت ناوخت يې ماين چاودني هم کولې.

د کندهار د ملي امنيت له لوري په یوې خپرې سوي خبرپاڼه کي راغلي، چي یاد کسان د ښار ترڅنګ د شاوليکوټ، ژړۍ او خاکرېز ولسوالیو اوسېدونکي دي.

سرچينه وايي، چي يادو ٧ تنو ترهګرو د کندهار په بېلا – بېلو ساحو کي ترهګريز او هدفي وژني کولې.

د کندهار ښار په ښکاپور دروازه، برېښنا کوټ، مدينه پمپ او شاوليکوټ اډې کي د اوو پولیسو د ترور ترڅنګ يې د ايوبي روغتون سره پر پولیسو چاودنه کړې وه.

ملي امنيت ځواکونه د خپلو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ وتوانېدل، چي یاد کسان تثبيت او د عملیاتو پر مهال يې ونيسي.

ويل کيږي، چي د یادو کسانو سره درې ميله کلاشينکوفونه او ٥ ميله توپنچې هم نيول سوي دي او هم يې په یوې ويډيو کي پر خپلو کړنو اعتراف کړی دی.