کور / تازه خبرونه / هلمند-کندهار:۳۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښتل

هلمند-کندهار:۳۴ تنو ته مرګ ژوبله واوښتل

په هلمند کي ځانمرګي برید ۱۷تنو ته مرګ ژوبله واړول

دغه چاودنه نن غرمه څه کم دولس بجې د هلمند په لښکرګاه کي د کورلا موټر په واسطه رامنځ ته سوې ده

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايې یاد موټریز کاروان د دې ولایت سنګین ولسوالۍ ته په لاره وو،چي یوه تن د کورلا موټر په واسطه پرې ځانمرګي برید وکړ

نوموړي وايې د برید په پایله کي ۱۵ تنه ټپیان سوي،چی ۸ پولیس او ۷ملکي وګړي دي

په دغه برید کی یو پولیس او یو ملکي وګړی هم وژل سوي دي

بلخوا دکندهارپه ميوند ولسوالۍ کي ۱۷ وسله وال د جګړې پر مهال وژل سوي

تېره ورځ لس بجې د کندهار ولایت د لوېديځي ولسوالۍ میوند په کوکه سیمه کي د جګړې پر مهال ۱۷ وژل سوي دي.

دغه جګړه د ملي اردو د ځواکونو سره هغه پیل سول، چې هغوي د مخالفينو یو مهم قوماندان انارګل ور وواژه.

په جنوب کي د ملي اردو ځواکونه وايي، چي د جګړې پر مهال دوه وسله وال ژوبل سوي او د هغوي وسلې او چاودېدونکي توکي يې ترلاسه کړي دی.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ په خبرپانه کي ويل سوي، چي دغې جګړې نژدې دوه ساعته دوام کړی دی، خو افغان سرتېرو ته يې د مرګ ژوبلي معلومات نه دي وړاندي کړي.

دغه سرتېرو په یوې خبرپاڼه کي د روزګان په دهراود سيمه کي پنځه ماينونه او د زابل ولايت د شاجوۍ په رېګرېشن کلي کي دوه ماينونه کشف او شنډ کړي دی.

د یوه بل خبر له مخي تېره ورځ د غورک ولسوالۍ په ونو او محمد شاه کلا سیمه کي وسله والو د پوليسو پر پوستو حملي کړي دي.

په دې بریدونو کي هیچا ته زیان نه دی اوښتي.

بلخوا د کندهار پوليسو د ژړۍ ولسوالۍ په بالا ژړه سيمه کي هغه څلور ماينونه کشف او شنډ کړي، چي چاودني ته چمتو سوي وه.

تر اوسه وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.