کور / تازه خبرونه / په کندهار کي ډاډمن امنيت حکومتدارۍ ته زمينه برابره کړې

په کندهار کي ډاډمن امنيت حکومتدارۍ ته زمينه برابره کړې

کندهار والي پوهاند ډاکتر توریالی ویسا وايي، چې په دغه ولایت کي ډاډمن امنیت ددې لامل سوی، چي په ليری پرتو ولسواليو کي حکومتداري پیاوړي سي.

هغه همداشان ويلي، چې د ټاکنو د پروسې د پای ته رسېدو سره به د یو شمېر ولسوالیو د بندو لارو خلاصيده هم پیل کړي.

کندهار والي وايی، چې په ولایت کې يې د حکومتدارۍ ستونزې له منځه وړي او توانيدلي، چې په زیاتو ولسوالیو کې د ځینو مهمو سکتورونو ریاستي څانګې جوړي کړي.

پوهاند ډاکټر توريالی ویسا زیاته کړه، چې همداوس تر لسو زیاتي ولسوالې پاخه سړکونه لري او دولتي مامورین هره ورځ ډاډه تګ راتګ پرې کوي، په داسي حال کې، چې مخکې ولسوالانو هم امنيتی ستونزې درلودې.

کندهار والي د خپلو خبرو په دوام د هلمند جګړه او پر غورک ولسوالي يې د تاثیر یادونه هم وکړه.

هغه وويل، چې ددغې ولسوالۍ لار د پسرلي موسم څخه ده، ماینونو او سېلابونه بنده کړې او ډېر ژر به يې د خلاصولو چارې پیل کړي.

دده په وینا، چې امنيتی ځواکونو اوس د ټاکنو د موادو او امنيت د تامين په برخه کې مصروف دي.

کندهار والي د حکومتدارۍ ترڅنګ په ځینو سرحدي ولسوالیو کي د ناامنیو او د مخالفينو د را اوښتو په اړه هم څرګندوني وکړې او ويې منل، چې د ډیورنډ کرښې د ها غاړې مخالفین را اوړي، خو په وینا يې امنيتی سرتېري يې مخنیوی کولای سي.