کور / تازه خبرونه / کندهار: د تفتيش لپاره د رايو د صندوقونو انتقالول پيل سول

کندهار: د تفتيش لپاره د رايو د صندوقونو انتقالول پيل سول

د کندهار د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي، چي نن سهار د ټاکنو د رايي صندوقونه د ایساف ځواکونو په مرسته کابل ته ورسول.

د صندوقونو د لېږد پر مهال به د دواړو کاندیدانو استازي هم حاضر وي.

تېره اوونۍ د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي يان کوبيش په منځګړيتوب د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو د شخړې د هوارۍ لپاره تخنيکي او سياسي موافقې ته ورسېدل.

د موافقې له مخي، د دوهم پړاو ټاکنو ټولي رايې به له سره شمېرل او څېړل کېږي، پايلي به دواړه کانديدان مني او په پاى کې به د ملي وحدت يو حکومت جوړېږي.

هغه مهال جان کيري ژمنه کړې وه، چي د ولایتونو څخه به د رايو د صندوقونو د لېږد لپاره د ايساف ځواکونو هوايي ځواک مرسته وکړي.

د کندهار د ټاکنو کمېسيون رئيس انجنير عبدالهادي داوري وايي، چي د پريکړي سره سم د شنبې په سهار دغه صندوقونه، چي شمېر يې ۱۰۸۰ کيږي، لومړي د کندهار هوايي ډګر او بیا د ایساف ځواکونو په چورلکو کي مرکز ته انتقال سول.

هغه زياته کړه، چي په چورلکو کي د نظارت لپاره د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي او د دواړو کانديدانو ناظرين هم لېږدول کيږي.

د ټاکنو کمېسيون وايي، چي د رايو د تفتيښ او څېړني پروسه يې د نړيوالو څارونکو په شتون کي دوې درې ورځي وړاندي پیل کړې ده.

د ولسمشرۍ په دوهم پړاو ټاکنو کي د کندهار شاوخوا څلور سوه زره وګړو او د هيواد په کچه اووه ميلیونو کسانو رايه ورکړې ده، چي ټول يې شل زره صندوقونه کيږي.

تمه کيږي، چي دغه صندوقونه به په دريو اوونيو کي تفتیش او پایلي به يې د رسنيو په واک کي ورکړل سي.