کور / تازه خبرونه / د سعودي د مرستودوېش لړۍ پاى ته ورسېده

د سعودي د مرستودوېش لړۍ پاى ته ورسېده

پېښور: د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې خپرونودڅانگې لخوا لروبرته په راليږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي.چې نوموړي کمېټې په خيبر پښتونخوا کې د افغان مهاجرينو په کيمپونو او نورو سيمو کې پر لس زره بې وزله، معيوبو او مستحقو کورنيو لس زره کارتنه خوراکي توکي وويشل د دې خوراکي توکو د ويش لړۍ د جولائی د مياشتې د دوهمې نېټې څخه د کبابيانوپه کيمپ کې پيل او د همدې مياشتې په اتلسمه نېټه د پېښور بورډ په عثمانيه سکول کې پای ته ورسېده او لس زره کورنۍ له خوراکي توکو برخمنې شوې.د يادونې وړ ده چې د افغان مهاجرينو د کيمپونو د اوسېدونکو سربېره د معارف آتشې اړوند استادان او معيوب او عام فقرا هم له دې توکو برخمن شوي دي.د توکو د ويشلو پر مهال افغانانو د سعودي حکومت او ولس د زړه له کومې مننه وکړه او د نورو مرستو هيله يې څرګنده کړه. د مرستندويه کمېټې مدير ښاغلي عبدالله خان په خپل وار هغوی ته ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې د سعودي حکومت او ولس به له خپلو افغاني وروڼو سره مرستو ته دوام ورکوي.