کور / تازه خبرونه / کندهار:دقومونو،قبایلو او سرحداتو ریاست ټکني کارونه

کندهار:دقومونو،قبایلو او سرحداتو ریاست ټکني کارونه

د بوديجې نشت د کندهار د قومونو او سرحدونو ریاست چارې ټکنۍ کړي

د کندهار د قومونو، قبايلو او سرحدونو ریاست چارواکي وايي، چي د اړوند وزارت د نه پاملرني له امله يې چارې پیکه رواني دی.

دا ریاست په تېرو حکومتونو کي د پیاوړو ریاستونو څخه وو، چي د ډیورنډ کرښې دې او ها غاړې ته يې د قومونو او قپایلو ترمنځ اړيکې ټينګولې او هم يې په ولایت کې دننه د قومونو تر منځ ستونزې او شخړي په جرګو حلولې.

په کندهار کي د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو ریاست لپاره تازه ټاکل سوی ريیس شاولي اڅګزی وايي، چې که بودیجه ورکړل سی، نو ددغه ریاست لپاره به ډېر کارونه وکړي.

د قومونو او قبایلو چارو ریاست په تېر کال کي یوازې د عامه پوهاوي او د مجلو د وېش ځيني چارې ترسره کړي، چي د هغوي د شتون او لګښتونو په پرتله به هیڅ حساب دی.

د کندهار د قومونو، سرحدونو او قبایلو چارو ریاست مسولین وايي، چې په نژدې راتلونکی کي به د خپل فعالیت د ښه والی به موخه په ځینو ولسوالیو کي ریاستی څانګی جوړي کړی.
د کلیو او قومونو تر منځ شخړي، روغه جوړه، د قومونو تر منځ یووالی او پر ډیورنډ کرښه دواړو غاړو ته د قومونو همږغي راوستل په سیمه کې د حالاتو د سمون لپاره اړین ګام دی، چي اوس دلته هیڅ نه ترسترګو کيږي