کور / تازه خبرونه / امستردام: د الوتکي رالوېدو له امله ۲۹۸ تنه له منځه تللي – ويډيو

امستردام: د الوتکي رالوېدو له امله ۲۹۸ تنه له منځه تللي – ويډيو

د هالنډ د ”سخيپول”  څخه د مالیزيا مرکز ”کوالا لمپُر” ته تلونکې د
Malaysian airlines د MH17 نمبر الوتکه په اوکراين کي  رالوېدلې ده. په دې
الوتکه کي ۲۹۸ مسافرو سفر کاوه، چي ۱۵۴ تنه يې هالنډيان وه .


له يادو ۲۹۸ مسافرو څخه ۲۷ تنه د اسټرالیا، ۲۳ د ماليزیا، ۱۱ د اندونيزیا، ۶ د
انګلستان، ۴ د جرمني، ۴ د بلجیم، ۳ د فيليپين او یو تن د کاناډا تابعت درلود.

ویل کيږي چي Malaysian airlines له ماليزیا څخه الوتکه او څېړونکي د پيښي سیمي
ته ليږي. ورپسې د هالنډ د ”سخيپول” هوايي ډګر ته پرواز پلان سوئ دئ، څو د له
منځه تللو کسانو د دوستانو لپاره په اوکراین کي د پيښي سیمي ته د تګ زمینه برابره
کړي.


د پيښي سیاسي
اړخ: آيا روسيه په دې پېښه کي لاس لري؟

د سي اين اين ژورنالیستي
”باربرا سټېر” ته د امریکا متحده ایالاتو لوړ پوړو چارواکو ویلي چي ياده الوتکه
ویشتل سوې ده، خو دقیقه ډله تراوسه نه ده معلومه. دا په داسي حال کي چي په اروپا
کي د Malaysian airlines  د استازي Huib Gorter په وینا د الوتکي د رالوېدو
په سیمه کي هيڅ جنګ نسته، ځکه که جنګ وائ، نو نوموړو به پر دې سیمه د الوتني
اجازه نه لرلائ. ديادوني وړ ده چي که څه هم د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د
ځينو اروپايي هیوادونو حکومتي چارواکو په خپلو خبرو کي د الوتکي د ویشتلو راپور
منلئ، خو د هالنډ لومړی وزیر ”مارک روته”، د هالنډ د دفاع وزیر او نور حکومتي
چارواکي ټينګار کوي چي د راکټ په وسیله د الوتکې د رالوېدو راپور باید دستي ونه
منل سي، ځکه تر دې دمه ځيني مهمي پوښتني بې جوابه پاته دي او یو شمېر حقایق باید
معلوم سي، څو کافي اسناد ولري چي د راکټ په وسیله د رالوېدو خبر تأيد کړي.

کارپوهان زیاتوي چي الوتکه د روسيې او اوکراین سرحد ته څېرمه په تقریباً لس
زره متره لوړ والي کي الوته او مخالفین تر دې دمه دومره مسلکي وسلې نه لري چي په
ياده فاصله کي دي الوتکه راواچوي.


که چيري دغه الوتکه په اوکراین کي روسي پلوه ډلو ویشتلې وي، نو دا به پر روسيې
او په ځانګړي ډول پوټين بېله شکه منفي اغېز ولري.
په اوريدل سوي ټيلفوني خبرو
كي د اوكراين روس پلوه مخالفينو ويلي دي چي په تيروتنه يې دا الوتكه ويشتلې ده،
خو تراوسه لا دا خبره په رسمي توگه نه ده تائيد سوې. بله خوا ويډيوي تصاوير دغه
الوتكه د لويدو په حال كي ښيي چي له راسته وزر څخه يې لمبې پورته کيږي.


غمشريکي:
تر پيښي وروسته د
هالنډ لومړي وزیر ”مارک روته” او د هالنډ د دفاع وزیر ”اوپستېلتن” یو خبري
کنفرانس ورکړ. مارک روته په خپله وینا کي د له منځه تللو کسانو له کورنیو او
دوستانو سره ځان په دې غم کي شریک وباله او زیاته يې کړه چي د پيښي د اصلي لامل د څېړلو لپاره يې د دفاع وزیر په مشرتوب یو ټيم چمتو دئ چي اړونده څېړنه وکړي او
نور معلومات وړاندي کړي.

دغه راز يې وویل چي درې نور ګروپونه هم د له منځه تللو کسانو د دوستانو سره د مرستي لپاره آماده دي: یو ګروپ په ”سخيپول” کي، یو د اوکراین په مرکز کيئف کي او درېیم ګروپ په مالیزیا کي د هالنډ د قونسلګرۍهغې دئ چي د له منځه
تللو کسانو د دوستانو سره به پوره کومک وکړي. مارک روته داهم وویل چي د اوکراین او مالیزیا د ولسمشرانو سره يې ټيليفوني خبري کړي او زیاته يې کړه چي د هغوی سره به یوځای د دې پيښي اړونده څېړنه په بې طرفه توګه پر مخ وړي.

همداډول د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د جرمني صدراعظمه ”انګېلا مېرکل” په
خپلو خبرو کي د يادي پيښي په اړه اندېښنه ښودلې او په دې غم کي د هالنډ، مالیزیا
او نورو هیوادونو تبعه لرونکو قربانیانو د دوستانو سره ځانونه شریک بولي.

د ماليزيا هوايي شرکت تاریخچه:
د ماليزیا هوايي شرکت بنسټ په ۱۹۳۷ میلادي کال کي ايښودل سوئ دئ. دغه شرکت اوس شاوخوا ۱۰۷ الوتکي لري او شاوخوا ۶۱ بېلابیلو ځایونو ته پرواز کوي.
دغه شرکت تر دې وړاندي هم د یوې سختي پيښي سره مخامخ سو. یوه الوتکه يې د روان کال (۲۰۱۳ز) د مارچ پر اتمه له ۲۳۹ مسافرینو سره د کوالالامپُر او بېجنګ پر لاره په سويلي هند سمندر کي لادرکه سوه.


د پيښي نور وروستي جزیات به په لنډو شېبو کي پر لیکه سي.