کور / تازه خبرونه / لغمان:د سویډن کمیتې یو روغتیايې مرکز په یوه برید کې ویجاړ شو

لغمان:د سویډن کمیتې یو روغتیايې مرکز په یوه برید کې ویجاړ شو

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالئ کې د یوه برید په پایله کې د دې کمیټې یوه روغتیايې مرکز د ویجاړیدلو پیښه په کلکو ټکو غندي. دغه روغتیايې مرکز د افغان ملي امنیتي ځواکونو او د وسله والو مخالفینو ترمنځ د وسله وال نښتي په مهال په سپکو او درندو وسلو په نښه او له منځه ولاړ. دغه روغتیايې مرکز د ویجاړیدلو له آمله نور د ګټې اخستنې څخه ولویده. د کلینک ویجاړیدلو سره د سیمي اوسیدونکو روغتیايې خدمتونو ته لاس رسې د لاسه ورکړ. دې کلینک یا روغتیايې مرکز تر څنک د افغان ملي امنیتي ځواکونو یوه پوسته شتون درلوده او د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې وار په وار د دغه ځایه د دغې پوستې د لرې کولو غوښتنه کړي وه.

د سویډن کمیټې سرپرست عمومي رئیس ښاغلی یورګن هولمسټروم په خپل یوه خپاره شوې بیان کې ددې پیښي د غندلو تر څنګ ووئیل چې الینګار ولسوالئ چینچار پله سیمه کې ددي کمیټې د روغتیايې مرکز د ویجاړیدل پدې مانا چې د سیمي اوسیدونکي په نښه او زیانمن شول ځکه چې د روغتیايې مرکز د نه شتون له امله هغوي اوس روغتیايې خدمتونو ته لاس رسې نه لري.

دا پیښه د روانې جولای د میاشتې په دولسمه رامنځته شوه کله چې یو زیات شمیر وسله والو مخالفینو د الینګار ولسوالئ اړوند آلوخیل کلی کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو په یوه پوسته برید وکړ. د سویډن کمیټې دغه روغتیايې مرکز چې د امنیتي ځواکونو د پوستې ترڅنګ وو هم د برید لاندې راغې. د راپورونو تر مخې امنیتي ځواکونو د برید په مهال دغه کلینک ته ننوتل او دې کلینک څخه يې د وسله وال مخالفینو د نښه کولو او د ځان ژغورني په توګه کار واخیست. وسله والو مخالفینو د برید او د جګړي په مهال پدې کلینک د لاسي بمونو او د درندو او سپکو وسلو برید وکړ چې په پایله کې دا کلینک ویجاړ شو او نور د ګټي اخستنې وړ نه دې.

د روغتیايې مرکز ټولي دروازي، کړکۍ، د ناروغانو کټونه، چوکۍ، میزونه او د لابراتوار ټول سامان آلات تر څنګ د کلینک پخلنځئ او ټول هر څه له منځه لاړل او د برید څخه وروسته د کلینک دارودرمل او نور طبي سمان آلات غلا شو.

ښاغلي یورګن وايې چې د جګړو په مهال باید د بشر دوستانه مرستو د ځایونو د بیطرفئ باید درناوې او احترام په نظر کې ونیول شي. هغه وايې چې دا د ټولو خواوو (پولیس، پوځ او وسله وال مخالفین) مسئولیت دې چې د نړیوال کنوانسینونو په نظر کې نیولو سره د روغتیايې مرکزونو ته درناوی ولري.

د برید او د جګړي په مهال پدغه روغتیايې مرکز کې د سویډن کمیټې اوه کارکونکي موجود وو، خو د نیکه مرغه هیڅ یوه کارکونکې او یا ناروغ ته زیان نه دې رسیدلې خو جګړه کې یو شمیر وسله وال مخالفینو او د امنیټي ځواکونو سرتیرو ته مرګ ژوبله واوښته.

یاید ووایو چې دا لومړې وار نه دې چې پدغه سیمه کې د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې روغتیايې مرکز د امنیټي ځواکونو او د وسله وال مخالفینو د کړنو له امله زیانمن کیږې. مارچ میاشت کې سیمه آیزو پولیسو د الینګار په آلوخیل سیمه کې د سویډن کمیټې د روغتیايې مرکز ترڅنګ خپله پوسته جوړه کړه او د هغې ورځ راپدې خوا دا کلینک یانې روغتیايې مرکز وار په وار په نښه شوې. د سویډن کمیټې مسئولینو د ولایتي مسئولینو او د ولایت امنیه قوماندان سره څو وارې ولیدل او د روغتیايې مرکز ترڅنګ د پوستي په اړه د راولاړ شوو ستونزو په اړه يې خبر کړل.

ښاغلی یورګن وايې چې تیره میاشت مونږ څو ځلې د لغمان ولایتي او همداراز د سیمې مسئولینو سره ولیدل او هغوي مو کلینک تر څنګ د امنیتي ځواکونو د پوستي په اړه د خپلو انديښنو خبر کړل. خو د کلینک تر څنګ څخه د سیمه ایزو پولیسو دغه پوسته لرې نه کړې شوه همدا راز مونږ سره د شوو ژمنو په اساس سیمه آیز پولیسو ته ناروغانو، روغتیايې کارکونکو او د روغتیايې مرکز ته د درناوی هیڅ روزنه ورنه کړل شوه چې د جګړې په مهال ناروغانو، روغتیايې کارکونکو او د روغتیايې مرکز ته درناوی ولري.

هولمسټروم وايې چې د روغتیايې خدمتونو د رسولو د مسئولیت لرلو په توګه د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه دا مسئولیت په غاړه لري چې خلکو ته روغتیايې خدمتونه ورسوو، خو که چیري زمونږ د کارکونکو او د روغتیايې مرکزونو ته درناوی او خوندیتوب په نظر کې ونه نیول شي خلکو ته د روغتیايې خدمتونو برابرول او رسول به زمونږ لپاره ډیر ستونزمن کار وي.