کور / سياسي / د وزیرستان په بیګناه خلکو د پنجابیانو دناتار موخې استعماري او ستراتیژیکي اړخونه لري

د وزیرستان په بیګناه خلکو د پنجابیانو دناتار موخې استعماري او ستراتیژیکي اړخونه لري

له دې څخه هیڅوک سترګې نه شي پټولای چې د پاکستان اوسنی تش په نوم دنواز شریف ملکي حکومت د پاکستان د نظامي استخباراتي سازمان ( آی . اس . آی . ) ، چې د برطانیې انټلیجنټ سرویس او امریکې سي .آی . ای . استخباراتي سازمانونو سره نژدې او ټینګ اړیکي لري ، تر کنترول لاندې دی .
تر اوسه پورې هر ه هغه توطیه چې په سیمه کې د افغانانو پر ضد سرته رسیدلې او رسیږي د دغو دریو استخباراتي سازمانونو دشریک پلان له مخې سرته رسیدلې او پلې شویده . نو ځکه ویلای شوچې پر شمالي وزیرستان د پاکستاني پوځونو تمام عیار یرغل د دغه شیطاني ځواکونود پلان سره سم سرته رسیږي .
نوازشریف پخپله د دغه دوو نوموړو استعماري ځواکونو دلاس اله ، دافغانانو ښکاره دښمن او د شمالي وزیرستان دخلکو داوسني ناورین یوه برخه ده . نو ځکه ټوله دغه ډرامه چې د وزیرستان پر بیګناه خلکو د پاکستان دپوځونو یرغل څخه مخکې د کراچۍ هوایي میدان باندې دطالبانو دحملې په نوم جوړه شوې وه د شمالي وزیرستان پرخلکو باندې د پاکستاني پوځونویرغل ته یوه پلمه جوړول و . دا ډرامه کټ مټ په سوات کې دپښتنو دځپلو دپاره دملا فضل الله ډرامې ته ورته یو ه توطیه وه .

په سوات کې دملا فضل الله د یاغیتوب پایله او د کراچۍ هوایي میدان باندې د طالبانو په نوم دیرغل پایله یو شی ده . چې هغه د سوات بشپړ ورانیدل او په شاړو او کنډوالو اوښتل او د لسګونو زرو سواتیانو له منځه تلل او له میلیو ن څخه زیاتو سواتیانو له خپل کور کلي څخه شړل و . اوس د شمالي وزیرستان دخلکو وار دی چې د کراچۍ دهوایي میدان دپیښې په غچ کې د نوازشریف په مستقیمه لار ښوونه اوامر د پاکستاني پوځیانو دغضب او وحشت نه ډکو عملیاتو سره مخامخ دي . په دې عملیاتو کې خلکوته هیڅ ډول مخکینی خبر نه و ورکړل شوی او په بې خبرۍ کې خلک محاصره او د هوا او ځمکې له خوا د توغندیو او بمونو له پرله پسې بریدونو لاند ې راغلي دي . چې له امله یې باید شمالي وزیرستان په کنډوالو بدل او په سلګونو زره خلک ، دښځو او ماشومانو په ګډون له منځه ولاړ شي او یا له خپل کور کلي او سیمې څخه نورو ځایونو ته وتښتي او وزیرستان له اصلي خلکو،ځایي افغانانو، څخه خالي او داستعماري استخباراتي شبکو د راتلونکو شیطاني پلانونو د پلي کیدو دپاره په کار ولویږي .

داچې د شمالي وزیرستان په خلکو څه تیریږي یو خدای به پرې پوهیږي ، ځکه چې پاکستاني مقاماتو ټولې لارې تړلي او هیڅوک نه شي کولای بهرنۍ نړۍ دپاکستاني پوځیانو له ظلمونو څخه خبره کړي . هیڅ راپورتر او د رسنیو استازی نه شي کولای چې سیمې ته ورشي او یا داچې په نوموړې سیمه کې څه تیریږي ، په باره کې کوم خبرخپور کړي .

پاکستاني پوځي مقامات هم هیڅکله په وزیرستان باندې دخپلو درنو بمونو او راکټونو د ورولو په نتیجه کې دخلکو دتلفاتو په هکله رښتیا نه وايي .
خو دځینو خلکو د ځانګړو راپورونو څخه چې د الجزیرې ویب پاڼې ته یې دخپلو کورنیو د مرګ ژوبلې په هکله ورکړي دي د دغو عملیاتو د وحشت او غضب کچه اټکلولای شو. د مثال په ډول له اسلام اباد څخه په پټه د قبایلو د چارو فدرالي ادارې یو مامور دخپل نوم نه ښودلو په صورت کې ویلي دي چې په عملیاتو کې په ۴۸ ساعته کې چې کله دسیمې محاصره یو څه سسته شوه یواځې راجستر شوو زیات تر ۶۷۶۲۳کسانو څخه دتیښتې لار خپله کړې ده . خود کلکې محاصرې او د نظامیانو د پوستو له امله ډیر خلک بند پاتې دي . دعملیاتو په څلورمه ورځ د راجستر شوو کسانو دغه شمیر ۱۳۷۸۵۶تنوته ورسید . ډیر خلک نه دي راجستر شوي او د ترانسپورتي وسایلو د نشتوالي له کبله له دغه ناتار څخه دخلاصون په هیله په نه باوریدونکې ګرمۍ کې په لوڅو پښو تښتي او ډیر یې نه پوهیږي چې چیرته ولاړ شي .
د موساګي کلي یو اوسیدونکی نور درازخان الجزیرې ته وایي چې هیڅوک ځما په کور کې تروریست نه شته خو نظامي مقاماتو د می پر ۲۱مه ځما په کور راکټونه وویشتل او دکورنۍ ټول ۲۴ غړي ،د ۱۹ ماشومانو په ګډون له منځه یوړل .

دسیمې یو بل اوسیدونکي له دوبۍ څخه د الجزیرې ویب پاڼې ته راپور ورکړی چې د پاکستان اردو په دې یرغل کې دده ټوله کورنۍ له منځه وړې ده . ټول جایداد یې ورله لوټ کړی او لس غواګانې یې هم ورله په توغندیو او بمونو وژلي دي . دې نه پوهیږي چې دکورنۍ دغړوجنازه به یې چا کړې وي که نه ، ځکه چې هره ورځ له سهاره تر ماښامه د توغنديو او بمونو ورول روان وي .

په هغو لومړیو ورځو کې د خلکو مرګ ژوبله د طالبانو په نوم په سلګونو ښودل شوی چې د وژل شوو کسانو رښتیانی شمیر له دغې شمیرڅخه څو ځلې زیات دی ، خو د پاکستان نظامي مقامات نه غواړي چې نړۍترې خبره شي . دملکي خلکو د مرګ ژوبلې خو هډو هیڅ هم نه وایي ،په داسې حال کې چې په داسې عملیاتو کې له وسله والو څخه ملکیان ډیر مرګ ژوبله ویني ،ځکه چې د ځان دبچولو نه امکانات لري او نه یې په چل پوهیږي .
کله چې دسیمې د دومره سختې محاصرې سره سره په سلګونو زره خلک خوست او بنو ته تښتیدلي وي ،نوویلای شو چې پنجابیانوپه ډیر وحشت اوکینې سره له وزیرستانیانو څخه د وزیرستان د خالي کیدو او یا په کنډوالو کې یې د سواتیانو په څیر د بې شمیره نر ، ښځو او ماشومانو د ښخیدو ناتار په خلکو راوستی دی .

که په وزیرستان کې اوزبک او چیچن اورپکو ځالې جوړې کړې وي ، نو هغه به هرورمرو د ای.. اس . ای په مرسته او ملاتړ د ځایي ملي وطنپالو شخصیتونو اوقومي مشرانو د لمنځه وړو او ځپلو دپاره جوړې شوې وي ، چې حتی ځایي خلک یې مخه نه شي نیولای .

دمنظم پوځ یرغل په وزیرستان او دکلیو او ښارونو په کنډوالو اړول او سلګونو زرو بیګناه وزیرستانیانو له منځه وړل او له خپل کور کلي اوسیمې نه شړل داسې یوه ستره بشرې فاجعه ده چې په قصدي ډول د نړیوالو له نظر نه پټه ساتل شوې ده ، او دا ځکه چې په دې ناتار کې د پنجابیانو سره یو ځای نور نړیوال استعماري ځواکونه برخه لري او نه غواړي چې داستعمار وحشت او بربریت بربنډ شي .
پر شمالي وزیرستان د پاکستان دپوځونو عملیات په واقعیت کې د سیمې او نړۍ د استعماري سیاستونو سره په توافق کې د امریکې او برطانیې داړوندو مقاماتو د غوښتنو او ټینګار په پایله کې د نوازشریف دحکومت له خوا د پښتنو پر ضد د خشونت او توطیې یوه بیلګه ده .
دا عملیات چې دامریکې دبې پیلوټه الوتکو د تش په نامه « تروریستي » اهدافو دبیخي له منځه وړو دپاره په کار لویدلي دي څو اړخونه لري . لومړی داچې د وزیرستان پرخپلواکۍ مین خلک باید وځپل شي او سیمه ترې خالي شي ، تر څو د امریکې ،برطانیې او پنجاب نظامي استخباراتي سازمانونو د راتلونکو شیطانې فعالیتونو دپاره ترې بې خاونده سیمه جوړه کړي .
دامریکې او برطانیې پراختیا غوښتونکي استعماري سیاستونه لا تر اوسه د افغانانو یووالی او ځواکمن مرکزي حکومت نه شي زغملی ،له همدې کبله یې داستعمار د جوټه خور ، خپل روزلي ګوډاګي څخه دافغانستان ویشلو او افغانانو دځپلواو کمزوري ساتلو دپاره کار اخستی دی . همدغه استعماري تور لاسونه دي چې پنجابیانو ته یې شین چراغ لګولی دی چې هره توطیه چې یې دلاسه کیږي عملي یې کړي .
پاکستان نه یواځې د انګریزي استعمار چیانو د جوټه خور په توګه پر نیمایي افغانستان خیټه اچولې ده ،بلکې دخپل موجودیت له اولې ورځې څخه یې تل له هر ډول تیري ، لاسوهني او دسیسې څخه کار اخیستی دی . دامریکې بې پیلوټه الوتکې دپاکستان د حکومت په مرسته او غوښتنه په پرله پسې ډول د« تروریزم » سره دمبارزې په نوم پر افغانستان تر یرغل وروسته هره ورځ د وزیرستان په خلکو بمونه وروي او په زرګونو بیګناه خلک یې تر اوسه پورې د « تروریستانو » په نوم له منځه وړي او په سلګونو زره نور یې له خپلو کورونو څخه د خپلو سرونو د بچولو په خاطر تیښتې ته اړ کړي دي . کوم څوک چې پاتې و او دهر ډول خطرونو په منلو سره یې خپل کور کلی نه و پریښی ، په هغوﺉ پسې پاکستانۍ فاشسته اردو چې د سیمې د خلکو قتل عام یې پیل کړی رالیږل شویده .
پر شمالي وزیرستان د پاکستان د اردو د یرغل تر شا دافغانانو پر ضد نورې توطیې نغښتې دي چې که خلک یې مخه ونه نیسي کیدای شي افغانستان دپنجابیانو د ښکاره او پټونورو توطیو له کبله دډیرو خطرناکو پایلو سره مخامخ شي .
همدا اوس پنجابیانو غوښتل په افغانستان کې د جمهور رییس د پاره د ټولټاکنو په پروسه کې ډیره رسوا لاسوهنه وکړي او هغه څوک جمهور رییس شي چې د دوﺉ د لاس الې په توګه د « ډیورنډ» کرښه په رسمیت وپیژني . دهمدې موخې لاسته راوړو دپاره یې دمالي مرستو تر څنګ خپل ټول پیژندل شوي اجنټان د ټولټاکنو په دویم پړاو کې د عبدالله عبدالله تر شا ودرول . کله چې د افغانستان دخلکو په زور او ارادې دا توطیه شنډه شوه ، نو یې په افغانستان کې د زیاتو لاسوهنو او ګډ وډیو ته د لمن وهلو په خاطرپر شمالي وزیرستان یرغل وکړ ، تر څو د لسګونو زره خوست ته راغلو وزیرستانیانو باندې د تر ورستانو په نوم د ډیورنډ دکرښې دیخواهم خپلو وسله والو یرغلونو ته پلمه جوړه کړي او په دې ډول د افغانستان وضع کړکیچنه او د ټولټاکنو د دویم پړاو دپایلو پلي کیدل دخنډونو سره مخامخ کړي .
اوس هم دافغانستان دخلکو دښمنان ، په تیره بیا پاکستان په دې لټه کې دی چې عبدالله عبدالله او پلویان یې وهڅوي ، ترڅو د ټولټاکنو د دویم پړاو پایلې ونه مني ، چې په افغانستان کې سوله او ثبات منځته رانه شي او د دوﺉ لاسوهنو او تیریو ته لار خلاصه وي . په کونړ او خوست باندې د پاکستان د وسله والو ځواکونو د راکټونو پرله پسې وریدل او بیا نوم ورکول چې د «تروریستانو » مرکزونه ولي هغه څه دي چې سړی دې اند ته رسوي : داسې نه چې د « ستراتیژیک عمق » پرځای پنجابي واکدارانو « ستراتیژیک اشغال » ته ملانه وي تړلي ؟ خوافغانان باید پوه شي چې دوﺉ هر څه په بیلوالي کې بایللي دي او که په یو ه خوله راپاڅیږي ، نو د دویم پړاو د ټاکنو په څیر به د دښمنانو هیلې د خاورو سره خاورې کړي او د پنجاب د« ستراتیژیک عمق » خوبونه به د دوﺉ په « ستراتیژیکه ناکامۍ» بدله شي .
په شمالي وزیرستان باندې د پنجابیانو د وحشت بله موخه په راتلونکي وخت کې د پنجابي استعمار په وړاندې د « ډیورنډ » د کرښې دواړو خواوو افغانانو دیو ګډ او همغږي ازادي بښونکي غورځنګ دمنځته راتلو مخه نیول دي . پنجاب او د دوﺉ باداران ، نور استعماري ځواکونه او دویشل شوي افغانستان دبیرته یووالی دښمنان ، پوهیږي چې که ټول افغانان یو شول نو د استعمار ټولې توطیې شنډولای شي او دپنجاب د استعماري واک ،زور زیاتیو او وحشت څخه خپل هیواد ژغورلای شي . افغانان په خپل یووالي سره کولای شي هم له روانو ظلمونو ، سپکاویو او بربادیو نه ځانونه وژغوري او هم په راتلونکې کې د ټولو استعماري یرغلګرو ځواکونو دتیریو ، لاسوهنو او توطیو مخه ونیسي .
افغانانو ته بې له یووالي مقاومت او مبارزې بله لار نه ده پاتې چې ځانونه پرې له اوسني ناتار څخه وژغوري . د وزیرستان دخلکو ځپل او بربادي د ټول افغان ملت دځپلو او بربادۍ یوه برخه ده ، چې هر افغان یې په کړاوونو ، غمونو او بدمرغیو کې یوشان کړیږي او بې کچې غمجن دي . خو یواځې کړیدل او غم کول بس نه دي . هر څوک چې ځانته افغان وایي نور باید د پنجابي استعمارنه د خلاصون دپاره په ځغرده راپاڅیږي . دټولو نورو ملي وطنپالو شخصیتونو او ځواکونو سره لاس یوکړي او د یو ځواکمن ملي ازادي بښونکي غورځنګ په جوړیدوسره خپل هیواد، له آمو څخه تر اباسینه پورې ،د پنجابي استعمار له تورو منګولواو د استعمار د تالي څټو څخه وژغوري او پاک کړي . «که افغانان یوشول ،تاریخ جوړوي ! » .

و من الله التوفیق
عبدالرشید جلیلي
د ۲۰۱۴کال د جولای ۱۳