کور / هراړخیز / پړشمی پېژندنه

پړشمی پېژندنه

د رمضان د میاشې روژه د اسلام د پنځو بناوو څخه یوه بنا ده او د رمضام مبارکه میاشت په کال کې یو ځلې د مسلمانانو د کورونو مېلمنه کېږي چې د دې میاشتې د روژې نیول پر هغو مومنو انسانانو فرض دي چې د روژې نیولو په شرطونو برابر وي. مومنان روژه نیسي څو د خدای پاک امر ته لبیک ووايي، الهي فریضه پر ځای کړي او د دنیا او آخرت له ښېګڼو او ثوابونو څخه برخمن شي.
په دې کې شک نشته چې د روژې د مختلفو اړخونو په هکله د اسلامي امت لیکوالانو وخت پر وخت په خپلو ژبو مختلف ډوله معلومات وړاندې کړي چې افغاني ټولنه هم له دې امر څخه مستثنی نه ده او د هرې زمانې لیکوالانو هڅه کړې ده چې د روژې د مختلفو ابعادو په هکله د خپلې ټولنې وګړو ته معلومات وړاندې کړي، مقالې و لیکي او کتابونه تالیف کړي. دغه راز معلومات سره له دې چې ګټور دي خو تر ډېره حده یوازې د روژې په هغو دیني احکامو، اصولو او آدابو را څرخي چې د قرآن کریم په آیتونو او نبوي احادیثو کې بیان شوي او هغه دا چې د رمضان میاشت روژه فرض ده، په داسې شکل نیول کېږي، دومره ثوابونه او ګټې لري او داسې نور. باید وویل شي چې د روژې په هکله ځینې داسې اړخونه هم شته دي چې په ژوند کې عملا موجود دي خو لیکلو او بیانولو ته یې کمه پاملرنه شوې ده. موږ غواړو چې په دې لیکنه کې پړشمی لږ په تفصیل سره ګرانو لوستونکو ته ور و پېژنو.

د پړشمی تعریف
پړشمی وردګي پښتو لفظ دی چې هغه ته د پښتنو په نورو سیمو کې د پشلمي، پشمني، پېشمنی، پسېمي، چرګ بانګي او داسې نور الفاظ کارول شوي چې په عربي ژبه کې ورته السحور او په دري ژبه کې ورته سحري یا پسشوي ویل کېږي. پړشمی د شپې وروستۍ برخه ده چې روژتی له خپل خوب څخه پکې پاڅېږي، خوراک چښاک کوي او د ورځې د روژې لپاره چمتوالی نیسي. د دې لپاره چې هجري قمري کال د کال په ۱۲ میاشتنیو موسمونو او فصلونو ګرد تاویږي نو پړشمی هم د همېش لپاره د شپې کوم ټاکلی ساعت نه لري بلکي په هر موسم کې چې د رمضان میاشت برابره شي د شپې وروستۍ برخه یې پړشمی دی چې په لنډو او اوږدو شپو کې یې وخت یا ساعت توپیر کوي.
د پړشمي د فضیلت په باره کې زیات شرعي نصوص وجود لري خو موږ دلته یوازې د یو حدیث شریف یادونه کوو لکه چې حضرت محمد (ص) چې فرمایلي دي: (تسحروا، فان فی السحور برکه) ژباړه: پړشمی وکړی ځکه چې په پړشمي کې برکت دی.
د پړشمي وخت پېژندل او هغه ته ته د تاریخ په اوږدو کې د وګړو د را پاڅېدلو طریقې او د هغه لپاره د وخت تعین یوه مهمه او په زړه پورې موضوع ده چې د تاریخ په اوږدو کې په بېلابېلو ډولونو وګړو ترې استفاده کړېده چې د افغانستان په کچه د ځینو طریقو لنډیز په دې ځای کې له درنو لوستونکو شره شریکوو.

لومړی: د چرګ آذان
د چرګ آذان ته چرګ غږ، چرګ غږی یا چرګ بانګی هم ویل کېږي چې وګړو له هغه څخه د شپې د وخت د پېژندلو او په ځانګړې توګه د پړشمي د وخت د معلومولو په هکله ګټه اخیستې او یو لرغونی رواج ګڼل کېږي. باید وویل شي چې چرګ په هره شپه کې درې ځلې آذان کوي چې لومړی آذان یې په پخه شپه یا د ۱۲ بجو په شاوخوا کې وي، دویم آذان یې د ۲ بجو په شاوخوا کې وي او دریم آذان یې داسې مهال وي چې سپېدې چاودلې او د سهار لمونځ روا وي. پخوا به هغو وګړو چې د چرګ له غږ څخه به یې د پړشمي د معلومولو لپاره ګټه اخیسته، د چرګ په دویم بانګ یا آذان را پورته کېدل او پړشمی به یې کاوه.
دویم: ستوري یا نجوم
له ستورو یا نجوم پوهنې څخه د شپې د وخت او مسیر معلومول هم یو لرغونی دود دی چې ځینو وګړو به د پړشمي د وخت د معلومولو لپاره ګټه ترې اخیسته. که مو فکر کړی وي نو په آسمان کې ډول ډول ستوري شته دي چې رڼه بریښي، حرکت کوي پرېونې، د سبا ستوري او داسې نورو نومونو مسما شوي دي. کله چې ساعت نه وو جوړ شوی نو نه یوازې د افغانستان بلکي د نړۍ زیاتو وګړو او په ځانګړې توګه کوچیانو او مسافرو به له ستورو څخه د وخت، طرف، مسیر او پړشمي د پېژندلو په باب استفاده کوله.

دریم: د دېوال ټکول
د پړشمي لپاره به د رمضان په مبارکه میاشت کې ځینو تجربه لرونکو مشرانو (نارینه او ښځینه) په داوه طلبانه توګه دنده په غاړه اخیسته څو د شپې زیاته برخه بیدار اوسي او پړشمی مهال د کلي کور د دروازو او دېوالونو په ټکولو سره د خپل ګاونډ او کلي خلک خبر کړي څو پړشمي ته پورته شي.

څلورم: د ملا امام آذان
مخکې له دې چې ساعتونه پیدا شي نو ملا امام به په خپل جومات کې د پړشمي لپاره د خلکو د خبرولو په موخه دوه ځلې آذان کاوه د لومړي آذان مانا به دا وه چې وګړي پړشمي ته پورته شي او د دویم آذان مانا به دا وه چې اوس نو سپېدې په چاودېدو دي، سهار داخلېږي او باید وګړي خپل پړشمی بس کړي. البته د دې دواړو آذانونو تر منځ به توپیر دا وو چې په لومړي آذان کې به یې د (الصلواه خیر من النوم) لفظ نه وایه او په دویم آذان کې به یې دا لفظ له آذان سره په خپل ځای کې ضمیمه کاوه.

پنځم: د ډول یا نغارې ډنګول
د کلي ډم یا مخصوص نغاره وهونکي به دنده درلوده چې پړشمی مهال په یوه لوړ ځای و درېږي او یا د خپل کلي او ولس په منځکې تاو شي، ډول یا نغاره و ډنګوي او خلک پړشمي ته را ویښ کړي. د پړشمي د ډول غږ به د چیغې د ډول په څېر وو چې د اتڼ له ډول سره به یې توپیر درلود او تقریبا داسې غږ به یې تولید کاوه چې هلی ژر شی، هلی ژر شي او هلی ژر شي.

شپږم: د باجې وهل
په ځینو لویو ښارونو کې د نظامي قشلو مسوولینو له خپلو خلکو سره د مرستې په موخه موظفو عسکرو په لوړ آواز سره باجه غږوله چې د هغه په آواز سره به وګړي له خوب څخه پړشمي ته را پاڅېدل.

اووم: د توپ ویشتل
توپ به په هغو سیمو کې ویشل کېده چې هلته به ښار وو او نظامي قشلې به پرتې وې او دا کار به د حکومت په اجازه او د حکومت د موظفو افرادو په وسیله ترسره کېده او وګړي به یې پړشمي ته را ويښول.

آتم: د اور بلول
په ځینو سیمو کې به یوې ځانګړې ډلې خلکو دنده درلوده چې په یوه لوړ ځای کې اور و لګوي او د هغه د رڼا څخه خلک پوه شي چې د پړشمي وخت دی. په پړشمي کې د اور لګول هم د لرغونو دودونو څخه دی.

نهم: چیغه وهل
په ځینو کلیو او ښارونو کې به پړشمي ته د خلکو د خبرېدو لپاره له چیغې څخه استفاده کېده او دا چیغه به د یوه داسې موظف شخص په وسیله کېدله چې اوچت آواز به یې درلود او په لوړ ځای به درېده. کله کله به دغه راز چیغه د کلي شپنو کوله ځکه چې هغوی به د کلي له هستوګنو وګړو څخه غوښتنه کوله چې خپلې میږې او وزې د کلي د رمې ځانګړي پنډغالي ته ور ولي څو د پړشمي له خوراک څخه وروسته رمه د غرونو او څړ ځایونو پر خوا بوتلل شي.

لسم: کوک لرونکی ساعت
کله چې نړۍ پرمختګ وکړ او کوکي ساعتونه را ووتل نو وګړو به پړشمي ته د پورته کېدو لپاره ترې استفاده کوله، د خپل ساعت کوک به یې په هغه ساعت برابر کړ چې د شپې مهال باید زنګ وکړي او پړشمي ته پورته شي.

یوولسم: اوتومات ساعتونه
کله چې پرمختګ په نړۍ کې مخ په پراخېدو شو نو اتومات ساعتونه را ووتل او وګړو به یې بېګا له خوب څخه د مخه زنګ برابراوه او له زنګ څخه به یې پړشمي ته د پاڅېدو ګټه به ترې اخیسته.

دولسم: د جوماتونو لوډسپېکرونه
کله چې د نړۍ پرمختګونه د ژوند په هره برخه کې زیات شول نو د غږ د لوړوالي لپاره لوډسپیکرونه جوړ او د مختلفو موخو لپاره استفاده ترې پيل شوه او په تدریج سره جوماتونه هم پرې سمبال شول. له لوډسپیکرونو څخه د جوماتونو مسوولین او امامان د آذان، وعظ او خلکو د خبرولو لپاره کار اخلي او د غږ تر څنګ یو مخصوص آواز هم تولیدوي چې پړشمي ته د خلکو د ویښولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

دیارلسم: معاصره ټکنالوجي
اوس مهال پړشمي ته په بیدارېدو کې کومه ستونزه نشته او په معاصره ټکنالوجي کې مبایل یوه په زړه پورې وسیله ده چې نه یوازې د تیلفوني اړیکو لپاره کار ترې اخیستل کېږي بلکي د زنګ د برابرولو په صورت کې دنده لري چې خپل خاوند ته زنګ و وهي او پړشمی مهال یې له خوبه را ویښ کړي. په همدې توګه په یادو طریقو سربېره د دوستانو تر منځ یو بل ته تیلفون کول، مس کال ورکول، لنډ پیغام لېږل او داسې نورې هغه معاصرې وسیلې دي چې وګړي اوس مهال پړشمي ته د پورته کېدو پر مهال ګټه ترې اخلي.

د پړشمي خواړه
پخوا وختونو کې به پړشمی مهال زیاتره له هغو خوړو څخه ګټه اخیستل کېده چې د کورنیو څارویو څخه به لاسته راتلل او په کورني چاپېریال به پیدا کېدل لکه شېدې، مستې، کوچ، خیدګ، پېروی، رش، نخړي، پوڅه، وچه ډوډۍ، چای ګوړې او داسې نورو څخه او ځینې ځینې خلک به په دې قادر وو چې پړشمي ته نوی دیګ وکړي وریجې یا نور څیزونه پاخه کړي.
همدارنګه ځینو وګړو به له هغه کتغ (کورت، شکنه، ښورا، وریجې، شیربرنج، حلوا، سابه) او داسې نورو څخه استفاده کوله چې بېګا به پاتې شوی وو. ځینو به بیا د زردالیو، مڼو، آلوبالو او داسې نورو څیزونو له مربا څخه ګټه اخیسته او ځینو به یوازې وچه ډوډۍ له تریخ چای سره نوش جان کوله.
خو اوس مهال دغه استفاده په اقتصادي وضعیت پورې تړلې ده، هغه وګړي چې د ژوند کچه یې ښه ده له ډول ډول بازاري مصنوعاتو څخه استفاده کوي لکه د قوطیو شېدې، ملايي یا بازاري پېروی، شات، مربا، پلو، قورمې او داسې نور او عام وګړي تر ډېره حده پخوانی سنتي ژوند پر مخ وړي او د پخوا په څېر له کورنیو خوراکي مصنوعاتو څخه پړشمی مهال ګټه اخلي.

د پړشمي طریقه
په پړشمي کې تر ټولو مهم د زړه نیت دی چې روژتی یې کوي چې ګواکي سبا به روژه نیسي خو د روژې مسنون نیت په دې ډول دی چې له ډوډی د مخه یا وروسته ویل کېږي: (نویت بصوم غد من شهر رمضان) ژباړه: نیت مې کړی دی چې سبا به د رمضان د میاشتې له روژو څخه روژه نیسم.
زموږ په ټولنه کې چې کله د کورنۍ بالغ غړي پړشمي ته پاڅي نو تشناب ته له تللو، اودس کولو یا مخ وینځلو وروسته په یو داسې ځای کې په دسترخوان سره ټولېږي چې ماشوماو ته نږدې نه وي او را ویښ نه شي. پړشمي کوونکي په همدې وخت کې خواړه خوري، چای چښي، دعا کوي او ممکن د تهجد لمونځونه هم وکړي. که د سهار لمانځه ته لږ وخت پاتې وي نو د کورنیو غړي هڅه کوي چې د سهار لمونځ همدغه وخت ادا کړي او که سهار ته زیات وخت پاتې وي نو بېرته هر یو د خپل خوب بسترې ته ځي او ویده کېږي. داسې مجلسي کورنۍ هم پیدا کېږي چې غړي یې تر پړشمي پورې ویښ پاتې کېږي، مجلس کوي او په ډول ډول لوبو ځان مصروفوي او خپل خوب د پړشمي څخه وروسته او د ورځې مهال پوره کوي خو دا په هغه صورت کې چې د کورنۍ غړي د ورځې کار و نه لري. د ټولنې بزګران، شپانه، خټګر، بوټبانه کلیوال کارګران او داسې نورې طبقې وګړي بیا له پړشمي سمدلاسه په خړ سهار خپل کار ته ځي او هڅه کوي چې خپله دنده د ورځې په اوږدو کې تر نهو یا لسو بجو پورې سر ته و رسوي څو د سختې ګرمۍ په موسم کې کار کولو ته اړ نه ي.
سره له دې چې پړشمی ډېر برکتي او هغه ته پاڅېدل سنت عمل دی خو د شپې په دې مهم پړاو کې د خواږه خوب له غېږې څخه د سړي بېلتون هم زور غواړي له همدې کبله مناسب ګڼم د پښتو په یوه لرغونې لنډۍ سره د پړشمي د لیکنې څنډې را نغاړم.
د روژې هر ماښام اختر دی
زرې، زرې د پړشمي د لاسه یمه.

  • د افطار يا روژه مات په اړه د ليکوال ليکنه له دې ځايه ولولئ