کور / هراړخیز / د طلوع تلويزيون د ملي ګټو ضد دی

د طلوع تلويزيون د ملي ګټو ضد دی

نه پوهیږم چه داتلویزیون څوک چلوی اودچاحمایت ورسره دی ؟ خودومره پوهیږم چه ډیر داسي توکی خپروی چه زموږ دګران هیواد دملي ګټو ،کلتور اوارزښتونو خلاف دي ، په دي تلویزیون کي دافغاني عنعناتو .اسلامي موازینو ، اواخلاقي نورمونوخلاف خپروني نشریږي ،څو ځله دافغانستان جیدو علماؤ ددغسي خپرونو په خلاف شدید احتجاجونه کړی دي مګر کوم دی هغه غوږ چه یی واوري ؟ داسي معلومیږي چه ممکن ډیر زورور کسان یی ترشا ولاړ وی . موږ دبیان دازادۍ واصل ته احترام لرو او حمایت یی هم کوو مګر څومره ازادي؟ ایا دي ته دبیان ازادي وایی چه دیوکس سپکاوی وکړواوهغه ته داسي خطاب وکړو چه دهغه حیثیت او ټولنیز مقام ته ضرر ورسیږي، نوموړی تلویزیون درسنیو دوضع سوو مقرراتوڅخه څو ځله تخطي کړیده .
دطلوع تلویزیون په وارو وارو داسي تخطۍ کړی دی چه که حساب ورسره وسي نودا تلویزیون باید څوکاله وړاندي لا بند سوی وای . کله چه په طلوع تلویزیون کي کومه سیاسي تبصره ګورو اویا کومه مصاحبه اویا ګردی میز ګورو نو دطلوع اړوند نطاقان او یا دپروګرام مسؤلین داموضوع داسي هدایت کوی چه هغه حساسو ټکو ته یی نیغ په نیغ دروی یعني دملي وحدت ضد او دتعصب نه ډک کنج ته موضوع ټیل وهي. دټاکنو دپروسي دشروع نه طلوع دداکترعبدالله په ګټه کار کوی ، کاردي وکړی هیڅ ممانعت نه سته ،نورهم داکارکوی اما داحمایت باید په یوه چوکات کي وی نه داچه دملي منافعو لپاره دیوګواښ په ډول کاروکړي .
طلوع تلویزیون ژبني توپیرونو ته ډیره لمنه وهي اوغواړي چه دا اورتازه وساتي او دقومونو ترمنځ دنفاق تخم وکري .
ددي خبري ثبوت دټاکنو په دوران کي دطلوع تلویزیون غیرمسؤلانه نشرات اودداسي مصاحبو او ګردي میزو جوړول دی چه په هغه کي داسي مسایل مطرح کیږی چه دټولو لیدونکو داندیښني باعث ګرزي اوټولنیز انحرافات رامنځ ته کوی ،واقعیتونه مستور اوپه غلط ډول یی نشروی .
څوورځي وړاندي می دطلوع تلویزیون دلاري دټاکنو دخپلواک کمیسیون دریس ښاغلي نورستاني مرکه ولیدله چه دطلوع تلویزیون دیوه متعصبه ځوان چه مسلم شیرزاد نومیده مخ ته وړل کیده . نوموړی نطاق چه دادب اواحترام پرده یی دمنځه وړي وه په ډیر حملوی او بی شرمي سره پوښتني طرحه کولي چه داډول چلند دیوه محکوم اویومجرم سره هم څوک نه کوی ، خو دغه ماشوم صفته ځوان دښاغلي نورستاني دصبر اوحوصلي څخه استفاده کوله او دخپل اواز ټون به یی نورهم لوړ کړ ، ددي وضعی لیدل می زړه راشین کړ اوښاغلي نورستاني ته مي قهر راغی چه داسي احمقانه او غیرمودبانه وضع تحملوي .
موږ دبی بی سي دانګریزي ژبي پروګرام چه هارد تاک ( سختي خبري ) نومیږی لیدلي اواوریدلي دي چه هغه دتکړه او پوهو نطاقانو لخوا مخ ته بیول کیږي او په هغه کی اداب او ارزښتونه مراعاتیږي .
مګر مسلم شیرزاد دیوه جنایی پولیس په ډول پر مصاحبه کونکی فشار وارداوه اودهغه ذهن یی مغشوش کاوه ، ډیره بده لادا چه په ضیالحق امرخیل دټاکنو دکمیسیون ددارالنشا پخوانی ریس باندی یی دتښتیدونکي او دملي خیانت تورولګاوه ، داپه داسي حال کی چه ښاغلی امرخیل دوظیفي څخه پخپله استعفی کړیده او دهیڅ کوم قضایی ارګان لخوا محاکمه سوی نه دی او نه کوم اتهام به ثبوت رسیدلی دی .
موږ داسي یوتکړه اوغښتلی داطلاعاتو اوفرهنګ وزیر نه لرو چه ددغسي ناخوالو پرضد اقدام وکړي ،بلکه اوسنی وزیر خپله هم ترسوال لاندی دی . دموجوده حکومت څخه ددغسي متعصبینو او ملي ګټو دچپاولګرو دتوبیخ توقع نه سو کولای ،ځکه چه داکمزوری حکومت ددي توانایی نلري اما ایندي ته امیدواریو .