کور / هراړخیز / نمک حرامي زموږ په ویاړلي فرهنګ کي

نمک حرامي زموږ په ویاړلي فرهنګ کي

د عیاری( کاکه ګي ) او ځوانمردي یو معیار دادئ چي د چا نمک مو وخوړ یا یو چا راسره ښیګڼه وکړه، نو بیا یې پرټول ژوند نه هیروو،بد یې نه وایو، بلکي په نره به ورسره دریږو، همداسي هم د افغانانو یو بل خصوصیت دادی چي کله چي څوک له واک څخه لیري شي یا یې د لیري کیدو وخت راورسیږي بد پری نه وایي. له بده مرغه دغه د عیاری دوه خصلتونه یو هم نه دی پاته ، هغه ورځ یو عقل دانه چي سواد یي تر منځنی کچی هم ټیټ دی، خو د کرزي په دولس کلنه دوره کي تر وزارت ، مشاور وزیر او والی پوري رسیدلی و، اوس را ولاړ شوی او په کرزی پسي بد وایي. کرزی په داسی یومهال کي له هیواد څخه بهر د ګڼ شمېر افغاني او بهرني سیاستوالو او هیتونو په غونډه کي د افغانستان د موقتي ادارې د مشر په توګه وټاکل شو چي هیواد د یوې هدیرې حیثیت درلود، د تمدن، ښوونځی، سړک، بریښنا، راډیو،تلویزیون، مطبوعاتو…. او نورو مدني او عصري نښو څرک هم نه و پاتی ، خوکرزی په دې موده کي ډېر کارونه وکړل او ښکاره خبره ده چي ډیر کارونه یې ونه هم کړل. هغه یې چي کړي ټولو ته معلوم دي ، چي نه یې دي کړي هغه دادی چي د پښتنو حق یې ورنه کړ، خاینین یې عدالت ته کش نه کړل او یو څولنډغر او نامرده یې پرڅوکۍ کلک وساتل او لیر یې نه کړل. اوس د همدې نامردو او لنډغرو له ډلي یو یې راولاړ سوی او وایي چي تر څو جمهور رئیس له ارګه ونه وځي دافغانستان ملت والله که ښه ورځ وویني ، حال دا چي جمهوررئیس لا دوې ورځي مخکي د واک د سپارلو نیټه دبهرنیو او کورنیو ژورنالیستانو تر مخي اعلان کړه . اوس سوال دادئ چي دا سرټنبه انسانان ولی داسي اپلتی وايې ؟
ځواب دادی چي دوی یوچاپه راتلونکي کي یوې کوچنۍ څوکۍ ته په تمه کړي . دغه نامرده کسان د اوسنی جمهوررئیس پرمهال له ټولومادي، سیاسي، حقوقي، دیپلوماتیکي او نورو ټولو امیتازاتو اعظمي استفاده وکړه او اوس یي د بل ځل لپاره بیا ځان برابر کړی دئ. عجیبه لا داده چي یواځي خپل ځان مجاهد ګڼي ، حال دا چي په افغانستان کي به هیڅ داسي کور نه وي چي یو – دوه شهیدان یې نه وي ورکړي، او جهاد یې نه وي کړی.اوس دغه ډول نمک حرامه غرب ته هم غوروپیش کوي، حال دا چي تر پرونه به په میاشت کی خامخا یوځل عیش و نوش لپاره غرب ته تلل اوهلته به یې یوه د وه هفتی تیرولې او آن خپله څلورمه ځوانه ګرانه میرمن به یې هم کله کله ځان سره بیوله، یا به یې نور څه وڅه کول چي یواځی الله(ج) ورباندي آګاه او شاهد دی، خو نن دوی هم غربیان ټکوي، هم جمهوررئیس او هم یواځي خپل ځان مجاهد بولی . استغفرالله او پناه غواړو تاته یا ربه له منافقینو .